د عمران خان د سترګو کمزوری کېدونکی نظر، قضیه یې تر کومه رسېدلې؟
د عمران خان د سترګو کمزوری کېدونکی نظر، قضیه یې تر کومه رسېدلې؟
د عمران خان دا ادعاوې چې د سترګو ستونزې یې ورځ تر بلې خرابېږي او پاملرنه ورته نه ده شوې، نړیوالې اندېښنې راپارولي دي، چې پکې د پخوانیو کرېکټ لوبډلمشرانو غبرګون هم شامل دی. په داسې حال کې چې د هغه کورنۍ، ګوند او حکومت یو پر بل تورونه لګوي، د پخواني لومړي وزیر د روغتیايي وضعیت او دې ته چې ایا ورته کافي طبي درملنه رسېږي که نه، لا هم بېباوري زیاتېږي.



