کیم‌جونګ اون د خپلو وژل شوو سرتېرو کورنیو باندې نوي کورونه ووېشل

د ویډیو تشریح، کیم‌جونګ اون د خپلو وژل شوو سرتېرو کورنیو باندې نوي کورونه ووېشل
کیم‌جونګ اون د خپلو وژل شوو سرتېرو کورنیو باندې نوي کورونه ووېشل

د شمالي کوریا ولسمشر کیم‌جونګ اون د خپلو هغو سرتېرو کورنیو باندې نوي کورونه ووېشل چې په بهرنیو پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي. دولتي رسنیو هغه ویډيوګانې خپرې کړې دي چې ښاغلی اون له خپلې لور کیم جو اي سره د تېرې یکشنبې پر ورځ د وېش لړۍ پرانېسته کوي او د وژل شوو سرتېرو غمجنې کورنۍ په اوښلنو سترګو ورته راټولې دي.

د بېلابېلو سرچینو په وینا، شمالي کوريا لږترلږه خپل ۱۴ زره سرتېري د روسي ځواکونو په ملاتړ د اوکرايين پر ضد جګړې ته استولي دي.