تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له دويمې نړيوالې جګړې راهيسې اروپا کې د کتابونو "لویې غلا" تر شا څه دي؟
- Author, نینا نزرووا
- دنده, بيبيسي روسۍ څانګه
د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې دوه تنه د اېسټونيا د تارتو پوهنتون کتابون ته ورځي او د ۱۹ پېړۍ د دوو ليکوالانو الکېسانډر پوشکين او نېکولای ګوګول اته کتابونه غواړي.
دغه کسان په روسي ژبه خبرې کوي او د کتابتون ادارې ته وايي چې له دوی يو ځوان يې غواړی په امريکا کې زدکړې وکړي.
دری میاشتې وروسته د کتابتون کارکوونکي متوجه کېږي چې دوه کتابونه له اصلي نسخو سره بدل شوي دي. د کتابتون اسناد ښيي چې دا کتابونه وروستی ځل همدغو دوو کسانو اخيستي وو.
د کتابتون کارکوونکي وروسته پاتې شپږ کتابونه ګوري. له پلټنې وروسته جوتېږي چې دا هم جعلي دي خو ډېر ښه جوړ شوي، د کتابتون ټاپې او شمېرې هم لري.
د تارتو کتابتون يوازی نه دی چې داسې څه ورپېښ شوي، د اېسټونيا په پلازمېنه کې له تالين کتابتون هم لس کتابونه نادرکه شوي وو.
د ۱۸ مياشتو په موده کې له فنلنډ او سويس نيولې تر فرانسې د روسي کلاسيکو او نورو پخوانيو کتابونو ګڼې نسخې له بېلابېلو کتابتونونو غلا شوې.
په ځينو ځايونو کې اصلي کتابونه له جعلي نسخو سره بدل شوي. په نورو ځايونو کې کتابونه اخيستل شوي او بېرته کتابتون ته نه دي ورسپارل شوي.
وروسته د اروپايي ټولنې د قانون پلې کوونکط ادراې (يوروپول) پلټنه پيل کړه چې نوم يې پرې د پوشکين عمليات کېښود.
تراوسه له سلو زياتو پوليسو په څو هېوادونو کې د شکمنو کسانو کورونه تلاشي کړي دي.
تر دې دمه نهه تنه مشکوک کسان نيول شوي او ټول د جورجيا اوسېدونکي دي.
"د کتابونو جادوګر"
لومړنی نيول شوی کس بکا څيرېکيدزه نومېده چې ۴۸ کلن و. نوموړی په دوو هېوادونو لتويا او اېسټونيا کې د دريو جرمونو له امله محاکمه شو چې په هغو کې له تارتو او تالين کتابتونونو غلا هم شامله وه.
څيرېکيدزه اوس په اېسټونيا کې په دريو کلونو او دريو مياشتو بند محکوم شوی. هلته بنديان اجازه لری چې له خبريالانو سره خبرې وکړي.
نوموړي بي بي سي ته وويل چې دی له ۲۰۰۸ کال راهيسې د پخوانيو کتابونو په پېرلو، جوړولو او پلورولو بوخت دی.
دی وايي، "زه د کتابونو جادو ګر يم. کتاب چې لاسته راشي، سملاسي پرې پوهېږم چې څومره ارزښت لري او په مزايده يا ليلام کې به په څو وپلورل شي."
نوموړی په ۲۰۱۶ کال کې په جورجيا کې د تبليسي له تاریخي موزيم څخه د زړو کتابونو د غلا په تور محکوم شوی. ده خپل ګناه منلې ده.
"له دویمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو ستره غلا"
د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر مياشت کې يوه ځوانه جوړه د وراسا پوهنتون کتابتون کې زړې نسخې راخلي او لولي يې. دغه جوړه د کتابتون امنيتي کامرو کې ثبت شوې ويډيو کې ليدل کېږي.
دغه ځوان د بکا څيرېکيدزه زوی دی چې ميتي نومېږي او له خپلې مېرمنې انا ګوګولادزه سره کتابتون ته ورغلی دی.
دواړه د نژدې ۱۰۰ زره ډالرو به ارزښت د کتابونو غلا په تور ونيول او پړه وپېژندل شول.
دغه کتابتون د شورې له دورې مخکې او وروسته د کتابونو بډايه زېرمه لری. دا کتابونه د ۱۹۴۴ کال د وارسا پاڅون پر مهال خوندي ساتل شوي.
د وارسا پوهنتون يو پروفيسور هييرونيم ګرالا وايي، "موږ هغه نسل يوو چې په دې پوهېږي چې دا کتابونه زموږ لپاره یو چا ژغورلي دي."
په نژدې يوه کال کې له دې کتابتون ۷۳ کمساري کتابونه چې تر ۶۰۰ زره ډالرو يې ارزښت درلود غلا شوي دي.
پروفيسور ګرالا وايي، "دا له دویمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو ستره غلا ده. داسې لکه له تاج څخه چې غمي وباسئ."
نوموړی وايي، "هېڅ شک نشته چې دغو غلو له پيله ځانګړي کتابونه په نښه کړي وو. دوی د دې کتابونو جعلې بڼې جوړې کړې وې."
پروفيسور ګرالا زیاتوي، ښايي د کتابتون د وروستيو اصلاحاتو له امله هم دا غلاوې زیاتې شوې وي، اوس خلک پخوانيو کتابونو ته په ډېره اسانۍ لاسرسی موندلی شي او څارنه هم لږ شوې ده.
دغه اصلاحات د لوستونکو د اسانتيا لپاره عملي شوي وو.
زرګونه ډالر
څيرېکيدزه د اېسټونيا له زندانه بي بي سي ته ويلي، "نيمه کيلو سره زر چې ۶۰ زره ارزښت لری ۲۲ وسله وال يې ساتي خو دوه کتابونه چې ۶۰ زره ډالره ارزښت لري په يوه اروپايی کتابتون کې پراته وي او يوازې يوه سپين سرې ښځه يې ساتنه کوي. ډېری وخت خو حتی د څار کامرې هم نه وي".
د ۱۹ پېړۍ د کلاسيکو کتابونو بيې ولې دومره لوړې شوې دي.
د ارزښتناکو کتابونو یو کارپوه او راټولوونکی پايټور دروژينين وايي، د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو تر منځ د روسي کمسارو کتابونو بازار کې بې ساری زياتوالی راغلی دی.
نوموړی زیاتوي، "کارپوهان بايد پوه شوي وای چې دا يوه شخصي ټولګه نه وه چې خرڅېږي."
دروژنين وايي د ګرانبیه کتابونو محدود شمېر اخيستونکي ښايي دا کړنه د وطن پالنې يوه هڅه وبولي."دا خپل هېواد ته د تاریخي کتابونو د بېرته راوړلو يوه شېبه ده".
يو بل تن د جورجيا اوسېدونکی چې خايل زامترادزه نومېږي په لېتوانیا کې د ارزښتناکو کتابونو په غلا او پلور محکوم شوی دی.
نوموړي د جعلي اسنادو پر مټ پنځه کتابونه غلا کړي وو. د غلا شويو کتابونو ارزښت نژدې ۷۰۰ زره ډالره اټکل شوی دی.
ده محکمې ته ويلي چې کتابونه يې د مسکو په امر غلا کړي او د بس له لارې يې بېلاروس ته لېږلي چې په مقابل کې يې د ۳۰ زرو ډالرو کرېپټو کرنسي ورکړل شوې.
ده دا هم وويل چې جعلي اسناد او جعلي کتابونه له مسکو څخه ورته لېږل شوي وو.
زامترادزه ادعا وکړه چې د کتابونو پېرونکی د مسکو د ليلامۍ يوه شرکت لوړ پوړی غړی و.
دا لومړی ځل نه دی چې د ليلامۍ شرکتونه تر پوښتنې لاندې راځي. د پروفيسور ګرالا په وینا د وراسا پوهنتون د کتابتون لږ تر لږه څلور کتابونه د ۲۰۲۲ کال وروستيو او ۲۰۲۳ کال کې په مسکو کې د لېټ فنډ ليلامۍ شرکت له لوري پلورل شوي دي.
بي بي سي د ګرالا له خوا د دغه ليلامۍ سکرين شاټونه ترلاسه کړي چې څرګندېږي دغه کتابونه ښايي د کتابتون له ټولګې څخه وي.
يو له دغو کتابونو د پوشکين کتاب دی چې پر تصويرونو د ۱۹ پېړۍ مهر ښکاري.
په همدغه ليلام کې نور کتابونه هم وو چې د وارسا پوهنتون مهر پرې لګېدلی دی. دا تصويرونه اوس له وېبپاڼې لرې شوي دي.
د لېټ فنډ مشر سرګي بورميستروف وايي، د روسيې د فدراسيون د قوانينو پر بنسټ کار کوي او د فعالو دولتي کتابونونو مهر لرونکی کتابونه ليلام ته نه مني.
بورميستروف زیاتوي چې د کتاب څښتن د لیلام له شرکت سره تړون لاسلیکوي، څو د کتاب قانوني سرچينه تصديق شي. بيا هر کتاب د کارپوهانو له خوا څېړل کېږي چې پوره ډاډ ترلاسه شي.
په همدې مهال د پوشکين عمليات لا هم روان دي. لږ تر لږه یو تن په فرانسه کې د کتابونو د غلا په تور د محاکمې په تمه دی.
چارواکي په دې باور دي چې لا هم ډېر مجرمين نه دي نيول شوي او د اروپا ځينې ارزښتناک کتابونه لا هم لادرکه دي.