د خوړو نړیوال پرواګرام له افغان سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره د میلیونونو ډالرو غوښتنه کړې

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي وايي په سېلاب ځپلو سیمو کې یې څه باندې ۶۵ زره اغېزمن شویو خلکو ته مرستې رسولې او د راتلونکو اووه میاشتو لپاره په سېلاب ځپلو سیمو کې له اړو کورنیو سره د مرستې لپاره ۱۴ نیم میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

ډبلیو ایف پي وايي سره له دې چې د مرستو رسولو چاره د سړکونو د بندیدو او خرابیدو له امله له خنډ و ځنډ سره مخامخه ده دا اداره له سېلاب ځپلو سره د مرستې په برخه کې په لومړۍ کرښه کې وه.

د خوړو نړیوال پروګرام په غور ولایت کې وروستیو سېلابونو ته په اشارې د اېکس په یوه پیغام کې ویلي چې له ننګونو سره سره یې ۲۸۰ میټریک ټنه ژوند ژغورونکي خواړه ۳۰ زرو اړمنو کسانو ته رسولي او هلته یې د خوراکي توکو زېرمه جوړه کړې چې د بېړني حالت د رامنځ ته کېدو په صورت کې ترې کار واخیستل شي.

ځینې سېلاب ځپلي وايي، سېلابونو دومره بې وسه او ناتوانه کړي چې په کلونو- کلونو به بیا په پښو و نه شي درېدلی. د پاخه عمر خاونده رحیمه یوه له همدې ډلې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام سره یې خپلې ستونزې شرېکې کړې دي. دا وايي:

''د جمعې لمونځ شوی و، دوه نیمې بجې وې چې سیلاب راغی، زه اوبو کې تر تنې پورې ډوبه شوې وم، که زه یې کش کړای نه وای سېلاب وړې وم. زموږ لس سېره غنم سیلاب یوړل. دې سېلاب هېڅ شی راته نه دی پرېښي. سېلاب داسې کړو چې په کلونو کلونو به بیا په پښو ونشو درېدلی. نه پیسي لرو او نه هم ځمکه.''

د یادونې ده چې د سختو ورښتونو په پایله کې سېلابونو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې خلک اغېزمن کړي دي. همدا نن هم د هوا پېژندنې ادارې د بدخشان، تخار او نورستان ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د تیزو بارانونو او سیلابونو وتلو اټکل کړی دی.

په همدې حال کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف ویلي چې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ماشومان له بېړني او دوامداره ګواښ سره مخامخ کړي دي.

یونېسف له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې له افغانانو سره داسې مرستې وکړي چې نه یوازې د اقلیمي بدلون له امله له طبعي افتونو سره د مبارزې جوګه شي، بلکې وکولای شي چې خپل ماشومان له راتلونکو افتونو وژغوري او هغه برخې پیاوړي کړي چې دوی پرې تکیه کوي.

افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې شپږم دی چې د اقليمي بدلون له امله ډېر زیانمنېدونکي دي او دغه راز په ۲۰۲۳ کال کې د طبيعي پېښو په خطرونو کې په نړیواله کچه څلورم هېواد و.