د پاکستان پنجاب کې خونړۍ ترافیکي پېښه؛ ۱۸ کسان پکې وژل شوي دي

د عکس سرچینه، SM
پاکستان کې کراچۍ ښار او پلازمېنې اسلام اباد ترمنځ پر لویه لار یوه ترافیکې پېښه کې لږترلږه ۱۸ کسان وژل شوي او له لسو ډېر نور ټپيان دي.
دا پېښه په ځایي وخت یکشنبه سهار وختې پر فیصل اباد موټروې پنډي بهټیان سیمې ته نږدې د یوه بس او بار وړونکي موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
د رپوټونو له مخې مساپر وړونکي بس، چې اسلام اباد ته روان و تر ټکر سملاسي وروسته اور اخیستی دی.
د پنجاب ایالت د حافظ اباد ولسوالۍ د پولیسو مشر ډاکتر فهد جیو نیوز شخصي تلویزیون ته ویلي، باور وړونکي موټر چې دغه بس ورسره ټکر شوی، د ډېزلو بېرلونه لېږدول او اور هم له همدې کبله لګېدلی دی.
هغه زیاته کړې دا پېښه یکشنبه سهار نږدې څلور بجې شوې.
چارواکو په دې پېښه کې د ۱۸ کسانو د وژل کېدو او له ۱۵ نورو د ټپي کېدو منښته کړې.
ډاکتر فهد د ګڼو ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک بللی او ویلي یې دي، چې هغوی یوه نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړی زیاته کړې، چې دا پېښه ظاهرآ د مساپر وړونکي موټر د چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې.
پاکستان کې مرګونې ترافیکي پېښې ډېرې کېږي.

د عکس سرچینه، RESCUE 1122

د عکس سرچینه، RESCUE 1122
د سړکونو او موټرونو خراب والی، چټک تګ او همدا راز د چلوونکو بې احتیاطي د دغو پېښو ستر لاملونه بللې کېږي.
تېر کال همدا میاشت د پاکستان بهاولپور ښار ته نږدې پر ایم-۵ موټروې له لاهوره کراچۍ ته د روان مساپر وړونکي بس او د تېلو لېږدونکي موټر ترمنځ د ټکر له کبله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي وو.
هغه مهال هم مرستندویانو ویلي وو، چې د خصوصي کمپنۍ دا بس د چټک تګ له کبله د تېلو ټانکر سره جنګېدلی دی.
تر هغې پېښې وروسته هم پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې وه چې له کبله یې اېم-۵ موټروې د څو ساعتونو لپاره تړلې وه.











