په نیپال کې تر تاوتریخجنو مظاهرو وروسته لومړی ځل یوه ښځه لومړۍ وزیره ټاکل شوې

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, سنجیا دهاکل، بي بي سي نیپالي
- دنده, کټمنډو
- Author, جاروسلاو لوکیف
- دنده, لندن
د نیپال د سترې محکمې پخوانۍ قاضي القضات سوشیلا کارکي د فساد ضد تاوتریخجنو مظاهرو په ترڅ کې د حکومت له نسکورېدو وروسته د دغه هېواد لنډمهاله لومړۍ وزیره ټاکل شوې ده.
د مظاهرو له سمبالوونکو یا مشرانو سره تر یوې هوکړې وروسته ۷۳ کلنې کارکي د یوې لنډې غونډې پرمهال لوړه وکړه او لومړنۍ نیپالۍ شوه چې د دغه بېوزله همالیايي هېواد د لنډمهاله لومړۍ وزیرې په توګه د خپل هېواد مشري سمبالوي.
د یادولو ده چې په نیپال کې پر خواله رسنیو د بندیز لګولو په غبرګون کې د حکومت پر ضد د راپارېدلو اعتراضونو پر مهال په شاوخوا یوه اوونۍ کې نږدې ۵۰ تنه ووژل شول.
د تېرې دوشنبې په ورځ حکومت خپله پرېکړه بېرته واخیستله او بندیز یې ختم کړ خو تر هاغه اوبه له ورخه تېرې وې او مظاهرو د حکومت او فساد ضد تحریک بڼه غوره کړې وه.
د پراخو تاوتریخجنو اعتراضونو په ترڅ کې لومړي وزیر کېپي شرما اولي استعفا ورکړه خو پارېدلو مظاهرهچیانو د پارلمان ودانۍ ته اور واچاوه.

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
د تېرې جمعې په ورځ د نيپال د ولسمشر رام چندرا پوډل مطبوعاتي سلاکار بيبيسي ته ومنله چې اغلې کارکي به ماښام د لوړې مراسم ترسره کړي.
د ولسمشر او د مظاهرهچیانو د مشرانو تر منځ هوکړه تر څو ورځو مشورو وروسته وشوه چې حقوقي کارپوهان هم پکې شامل وو او پارلمان هم منحل اعلان شو.
د سوشيلا کارکي په مشرۍ چارسمبالی حکومت به اوس په راتلونکو شپږو میاشتو کې نوو ټاکنو ته لار برابروي او د راروان میلادي کال د مارچ پر پنځمه به انتخابات کوي.
تمه ده اغلې کارکي به په څو ورځو کې د خپلې کابینې لپاره وزیران وټاکي.
هغه په سیاسي ډګر کې پاکه ښځه بلل کېږي او د "جېن زي" په نوم د محصلانو یا د مظاهرو د سمبالوونکې ډلې د مشرانو ملاتړ هم ورسره دی.
سوشیلا کارکي په داسې کورنۍ کې زېږېدلې چې د نيپال تر ټولو لوی ډېموکراتیک ګوند کانګرېس اړوند کوایرالا سیاسي کورنۍ سره یې ژورې اړیکې درلودې او وروسته یې د همدغه ګوند د هغه مهال مشر دورګا سوبېدي سره واده وکړ.
هغه وايي چې په ۲۰۱۶ کې له وکالته بیا د نیپال د قاضي القضات چوکۍ ته تر رسېدو سفر کې یې مېړه ډېره مرسته ورسره کړې او د دې ملاتړ یې کړی دی.
خو اغلې کارکي له سرخوږیو په امان نه وه او د قاضي القضات په توګه د خپلې نږدې ۱۱ میاشتېنۍ دورې پر مهال له استيضاح سره مخ شوه.
د نيپال پوځ لا هم د پلازمېنې کټمنډو پر سړکونو ګزمې کوي ځکه چې دغه هېواد په لسیزو کې تر ټولو بدې ناکرارۍ سره مخ شوی. د خلکو ژوند ګډوډ شوی او بېلابېل محدودیتونه رامنځته کړل شوي. ځینې محدودیتونه د لنډ وخت لپاره له دې کبله ایسته کړل شوي چې ځايي خلک د اړتیا وړ توکي واخیستلی شي.
په نیپال کې د حکومت پر ضد مظاهرې هله پیل شوې چې تېره اوونۍ یې د وټساپ، انسټاګرام او فېسبوک په ګډون پر ۲۶ خواله رسنیو بندیز ولګاوه خو ډېر ژر دې د نیپال له سیاسي اشرافو سره د خلکو کرکې ته هوا ورکړه او د هغوی غوسه یې راوپاروله.
تر دغه بندیز څو اوونۍ مخکې د "نیپو کېډ" یا "د اشرافو اولاد" په نوم پر خواله رسنیو یو کمپاین پيل شو چې د دغه هېواد د سیاستوالو اولادونو له مزو چړچو ډک ژوند باندې نیوکې وشوې او د هغوی پر کورنیو د فساد تورونو ولګول شول.
که څه هم د تېرې دوشنبې په شپه پر ټولنیزو رسنیو لګول شوی بندیز سملاسي لرې کړل شو خو هغه وخت مظاهرې په چټکۍ سره پراخې او له قابو کولو وتلې وې.











