تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تانیا تاجک د مینې او ژغورنې کیسه: "زما جنت دا دی چې یو ټپي حیوان روغ ووینم"
- Author, افتخار خان
- دنده, بي بي سي
د تانيا تاجک لپاره تر ټولو ستره خوشحالي دا وي چې يو ناروغ يا ژوبل حيوان وژغوري، درملنه يې وکړي او بېرته یې عادي ژوند ته په ورګرځولو کې مرسته وکړي.
هغې سره تر دې دمه څه باندې شل ژغورل شوي سپي او پیشوګانې دي چې ځینې به یې دې سره په کور کې وي او یو شمېر به یې نورو خلکو ته وسپاړي.
په ماشومتوب کې به تانیا یو کوچنی سپی، پیشو، کارغه، او طوطي پالل چې د شپې به يې د خپل تخت لاندې ساتل، ځکه چې په کور کې یې ځای نه و. هغې به خپلې پیسې د دوی پر خوراک او درملنې لګولې.
د ژغورل شویو ژویو شمېر ورته معلوم نه دی خو تانیا وایي، په لسګونه سپي، پیشوګانې، او ان خره يې ژغورلي دي. دا زیاتوي "زیاتره حیوانات چې زه ژغورم، له لارو او کوڅو مې پیدا کړي دي، زه یې درملنه کوم، او که امکان ولري، د هغوی لپاره دایمي کورونه پیدا کوم."
د ناروغو يا ژوبلو حيواناتو په اړه هغه ډېر معلومات د ټولنيزو رسنيو له ګروپونو ترلاسه کوي.
تانیا د استوګنې ښار پېښور او شاوخوا نورو ښارونو کې د خپل د مبایل شمېره خواله رسنیو کې له خلکو سره شریکه کړې چې د سیمې وګړي د هغو حیواناتو په اړه دا خبره کړي چې مرستې ته اړتیا لري.
د هغې خپل کور لوی دی، خو وايي يواځې همدا یو شمېر حيوانات پکې پاللی شي.
تانیا هڅه کوي ژغورل شوي حیوانات داسې کورنیو ته وسپاري چې د پاللو شوق او وس ولري. هغه زیاتوي که د کوم حیوان ساتنې ته څوک پیدا نه شي، بیا یې شلټر ته لېږي.
"شلټرونه د مالي سرچینو له کمښت سره مخامخې دي، نو زه مستقیمه سرپرستي غوره بولم، چې چا ته هم يو حيوان وسپارم زه تل ورته وایم که یې د ساتلو توان نه لرئ، نو بېرته یې ما ته راولئ او لارو کوڅو کې یې مه پرېږدئ. کله چې یو حیوان په یو کور کې عادت شي، نو بیا نه شي کولی چې بېرته د کوڅو ژوند ته لاړ شي".
تانيا تاجک شاوخوا ۱۵ حیوانات په یو وخت کې له ځانه سره ساتي. دا هغه نېوکې بې ځايه بولي چې ورته ویل کېږي، باید د انسانانو مرستې ته لومړیتوب ورکړل شي. "زه د انسانانو د مرستې لپاره هم کار کوم، خو توپیر دا دی چې انسانان خپل درد څرګندولی شي، خپل درد يو بل چا ته ويلی شي، خو حیوانات دا نه شي کولی."
پاکستان کې له حيواناتو سره چلند او قانون
په خېبرپښتونخوا کې د کوڅه ډبو سپو او نورو حيواناتو لپاره يواځې يو رسمي پټنځای دی. لکي اېنېمل پروټکشن سنټر په نوم دغه مرکز په چارسده کې يوې مېرمنې په خپل لګښت جوړ کړی دی. د چارسدې دغه رسمي مرکز او يا د تانيا تاجک په څېر فعالانو غير رسمي پټنځايونه په ګرده صوبه کې د دا راز ځناورو پالنې يوازیني ځايونه دي.
پاکستان کې له حيواناتو سره د انسانو ناوړه چلند تل تر نیوکو لاندې وي. د شوق له امله پالل کېدونکي حيواناتو لکه سپي، پيشوګانو تر کار کوونکو ځناورو لکه خرونو، اسونو او اوښانو باندې د ظلم بېلا بېل ډولونه په دې ټولنه کې په پراخه کچه ریپوټ کېږي.
تر تېر کال پورې د هېواد د نورو ايالتونو په څېر خېبرپښتونخوا هم پر حېواناتو د ظلم د مخنيوي لپاره د ۱۸۹۰ کال پر منل شوي قانون تکيه کوله چې جريمه او سزا پکې خورا کمه وه. تېر کال په دې اړه يو نوی قانون منظور شو چې دغه سزا يې تر سل زره روپو (درې نيم سوه ډالرو) او دغه راز شپږ مياشتې بند پورې لوړه کړه. خو تانيا تاجک او داسې نور فعالان وایي، تر دې دمه دغه قانون په سمه توګه نه پلی کېږي.
تانیا تاجک وايي، دې ټولنه کې ډير کم خلک داسې دي چې د حېوانانو درد نه احساسوي.
د تانيا تاجک ګاونډیان هم پخوا د هغې له کار سره مخالف وو، ډير به له شوره تنګېدل خو اوس یې نظر بدل شوی دی.
دغه نظر د هغې د ډالر نومي يوه سپي بدل کړی. هغه وايي "ډالر دومره وفادار و چې د شپې به یې ناپېژانده کسان کوڅې ته له دننه کېدو منع کول او همدا دليل و چې د ګاونډيانو خوښ شو." د هغې په وينا ګاونډيانو یې بيا ډالر ته شيدې او هډوکي راوړل پيل کړل.
د تانیا د خوښې سپی
تانيا تاجک ته دا مهال تر ټولو ګران حيوان "شيرو" نومېږي چې د 'شيټزو' نسل کوچنی سپی دی. شيرو په بشپړه توګه نابینا دی، خو له خپل چاپېریال سره یې ځان عیار کړی. تانيا تاجک وايي "هغه خپل هر څه حفظ کړي دي، دیوالونه، میزونه، هر څه پېژني، هغه حتی زما له لور سره پوهنتون ته تللی و."
تانیا تاجک کور کې دغو حیواناتو ته ځانګړی ځای جوړ کړی دی. ډېری داسې حیوانات پکې لیدل کېږي چې یا معلول دي او یا زاړه دي. همدا دواړه ډلې حیوانات بیا هیچاته هم نه ورکوي.
د ګل پري په نامه د یوې سپۍ د ملا هډوکی یې درې کاله وړاندې د موټرسايکل په یو ټکر کې مات شوی و، اوس هم په بشپړه توګه نه ده روغه شوې. له تانيا سره نور هغه حيوانات چې روغتيا ومومي ښايي نورو کورونو ته ولاړ شي.
د هغې په وينا خلک ورته وايي،" تا جنت خپل کړی، خو زه وايم زما لپاره جنت دا دی چې یو ټپي یا ناروغ ماشوم (حیوان) روغ ووینم."
تانيا تاجک د حیواناتو د پاللو او درملنې تر څنګ هغوی ته ځانګړي نومونه هم ټاکي. د ګل پري په اړه وايي، دا نوم يې خوب کې لېدلی و. يوه بل سپي باندې یې د ګلفام نوم اېښی چې د يوه زوړ وفادار ملازم په نامه دی. همدا راز د چينکي نوم يې د باليووډ فلم "منا بايي اېم بي بي اېس" د اداکارې له نومه کاپي کړی.
حيواناتو سره مينه تانيا ته له کورنۍ پاتې ده
له حیواناتو سره د مینې دا جذبه د تانيا تاجک د کورنۍ له نورو غړو سره هم وه. د هغې يوې خور ۳۷ پیشوګانې پاللې دي، چې ټولې یې له لارو او کوڅو ژغورلي دي. سره له دې چې د ګاونډیانو له مخالفت سره مخ ده.
هغه په یوه داسې کورنۍ کې لويه شوې چې تل به يې په کور کې پالل شوي حیوانات وو. پلار به يې تل ورته ویل، "کله چې ته یو حیوان کور ته راولې، نو د هغه بشپړه پالنه ستا دنده ده."
تانیا تاجک چې په پنځو خويندو کې څلورمه ده، له يوې علمي کورنۍ سره تړوا لري. پلار يې، اقبال تاجک، د پېښور پوهنتون د سياسي علومو يو مشهور استاد و او مور يې د یوه ښوونځي ښوونکې وه. هغه يادوي چې مور او پلار يې هېڅکله د زوی ارمان نه لاره، ځکه دوی ته لوڼې او زامن يو برابر و.
تانیا په قوم تاجکه ده. نيکه يې د ۱۹مې پېړۍ په وروستيو کې له افغانستانه پېښور ته کډه شوی و، وروسته ممبۍ ته ولاړ، او د هند له وېش وروسته، په ۱۹۵۶ کال کې بېرته پېښور ته راستون شو.
تانیا د خپل کالج د زده کړو پر مهال واده وکړ او له واده وروسته یې هم لوړو زده کړو ته دوام ورکړ او د ښاري او سیمهییزو مطالعاتو (جغرافیه)، معلوماتي تکنالوژۍ، او ښوونې په برخو کې يې د ماسټري سندونه ترلاسه کړي دي.
تانيا تاجک وايي، نیکمرغه ده چې ميړه يې ترې ملاتړ کوي.
دا وايي "کله چې لیرې سیمه کې حیوان ژغورم، نو له مېړه مرسته غواړم. هغه له ځانه سره بیایم او حيوان په ګډه کور ته راولو." وايي دې لړ کې يې مېړه هیڅ انکار نه دی کړی.
تانيا د ځانګړې نڅا ښوونکې هم ده
پر دې سربېره، اغلې تاجک د زومبا ډانس یوه تجربه لرونکې ښوونکې ده او دا نلاین ټولګي هم لري. دغه هنر د هغې د ژوند یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. همداراز، تانیا له خپل مېړه سره یو ځای په سوداګرۍ کې هم مرسته کوي، چې تر اوسه یې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته روزګار برابر کړی دی. دوی په پېښور کې د چايو يو مشهور برانډ او د خوراکي توکو لوی دوکان لري.
تانيا د پاکستان د ځايي سپيانو پر پاللو ټینګار کوي. هغه وايي " زموږ سيمه ييز سپي ډېر پیاوړي دي او له سختو شرايطو سره ښه عادت شوي دي. دوی ډېر ښه ساتونکي هم دي."
اغلې تاجک پر دې ټينګ باور لري چې بې سرپناه سپي بايد عقیم يا خصي شي، ځکه چې دا نه يوازې د هغوی شمېر کنټرولوي، بلکې د انسانانو پر وړاندې یې د غوسې او زیان رسولو کچه هم ټیټولی شي.
هغه د حیواناتو دا ټوله درمنله او ساتنه په شخصي لګښت کوي. که نږدې ملګري يا خپلوان ورسره مالي مرسته وکړي، نو تانیا دا پيسې پناه ځايونو (شيلټرونو) ته ورکوي، ځکه باور لري چې هغوی ورته ډيره اړتيا لري.
تاجک خپلې موخې ته ژمنه پاتې ده. "زه د ژغورنې دا کار جدي ګڼم" تانیا وايي. "زما لپاره هر ژغورل شوی ژوند يوه بريا ده."