ډونلډ ټرمپ‌ د چین 'ډیپ‌سیک' ټېکنالوژي امریکايي شرکتونو ته د 'خبرداري زنګ' وباله

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ډونالډ ټرمپ پر چینايي توکو د تعرفو د لوړولو خبره هم کړې.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چین د مصنوعي ځیرکتیا "ډیپ‌سیک" ټېکنالوژي د امریکا د ټېکنالوژۍ صنعت ته د خبرداري زنګ بللی دی.‌

ټرمپ دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې چې د "ډیپ‌سيک" کمپنۍ د مصنوعي ځیرکتیا ماډل را څرګندېدو په والسټریټ کې ټکان رامنځته کړ.‌

د نویډیا په څېر د ټېکنالوژۍ برخې د سترو شرکتونو ونډې په چټکۍ د پرېوتلو په حال کې دي. د چېپونو دغه لوی شرکت د بازار د ارزښت له مخې نږدې ۶۰۰ میلیارد ډالر تاوان کړی.

له دې چینۍ ټېکنالوژۍ سره د مایکروسافټ او ګوګل په څېر امریکا کې د مصنوعي ځیرکتیا صنعت سره د تړلو شرکتونو د ونډو ارزښت هم راپرېوتی دی.‌

هغه څه چې د مصنوعي ځیرکتیا صنعت ته یې ټکان ورکړی د ډیپ‌سیک دا ادعا ده چې ګوندې 'ار-۱' ماډل یې تر خپلو سیالانو ډېر ارزانه جوړ کړی. دا د امریکا د مصنوعي ځیرکتیا د واکمنۍ راتلونکې او پر دې ټېکنالوژۍ د امریکایي شرکتونو د پانګونې د کچې پلان له پوښتنو سره مخامخوي.‌

ډیپ‌سیک له راوتلو یوازې یوه اوونۍ وروسته په متحدو ایالتونو کې د مصنوعي ځیرکتیا تر ټولو ډېر ډاونلوډ شوی وړیا اپلېکیشن شو.

deepseek

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ډیپ‌سیک جوړونکي وايي د چټ‌بوټ پر جوړولو یې تر خپلو سیالانو ډېره کمه پانګونه کړې

ښاغلي‌ ټرمپ د چین لخوا د مصنوعي‌ځيرکتیا صنعت برخه کې د دغه پرمختګ په اړه د پوښتنې ځواب کې ویلي، که دا ټېکنالوژي ارزانه کړي،‌ نو د امریکا لپاره ښه ده.‌

هغه زیاته کړ چې دی د دې پرمختګ په اړه اندېښنه نه لري او دا چې امریکا به په دې ډګر کې یو برلاسی لوبغاړی پاتې شي.

څېړونکي ادعا کوي چې د ډیپ‌سیک چټ روباټ پر جوړلو یوازې شاوخوا ۶ میلیونه ډالره لګښت شوی، سیالانو یې بیا پر دې ټېکنالوژۍ میلیاردونه ډالر لګولي. خو دا ادعا د مصنوعي ځیرکتیا د نورو غړو لخوا رد شوې.‌

ډیپ‌سیک شرکت تېره ورځ اعلان وکړ چې د پراخو بریدونو له کبله د کارنو نوملیکنه د لنډ وخت لپاره محدودوي.

دا پرمختګونه داسې مهال دي چې تېره اوونۍ د مصنوعي ځيرکتیا "اوپن اې‌ای" شرکت د هغو کمپنیو له ډلې سره یو ځای شو چې په امریکا کې یې د مصنوعي ځیرکتیا د زېربناو پر جوړولو د ۵۰۰ میلیارد ډالرو د پانګونې ژمنه کړې ده.

د "اوپن اې‌ای" یوه ستر ملاتړي، مایکروسافټ اعلان کړی چې د روان زېږدیز کال تر پایه به د مصنوعي ځيرکتیا پر اړوندو مرکزونو ۸۰ میلیارد ډالره پانګونه وکړي.

ډیپ‌سیک چا جوړ کړی؟

ټېکنالوژي

د عکس سرچینه، Getty Images

دا شرکت په ۲۰۲۳ کال کې د چین د سویل ختیځ هانګزو ښار کې د لیانګ وېنفینګ لخوا جوړ شو.

د معلوماتي ټېکنالوژۍ او بریښنايي انجنیرۍ دغه ۴۰ کلن فارغ التحصیل، د ډیپ‌سیک ملاتړ لپاره یو صندوق هم تاسیس کړ. هغه په دې وروستیو کې د صنعت له کارپوهانو سره د چین د لومړي وزیر لي کیچانګ په یوه غونډه کې لیدل شوی و.

ښاغلي لیانګ د ۲۰۲۴ کال جولای میاشت کې یوه مرکه کې وویل، د مصنوعي ځیرکتیا د پخوانۍ نسخې پر وړاندې یې غبرګونونو حیران کړی دی.

هغه وویل: "موږ تمه نه درلوده چې بیې به دومره حساسه مسله وي. موږ په ساده ډول خپل سرعت تعقیبوو، لګښتونه محاسبه کوو، او له مخې یې نرخونه ټاکوو."