ترکیې او بلغاریا کې سېلابونو لږ تر لږه لس کسان مړه کړي

افغانستان

د عکس سرچینه، EPA

په بلغاریا، ترکیه او یونان کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سیلابونو لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه کړي دي.

په بلغاریا کې د تسریفیا (Tsarevo) سیمې انځورونو کې لېدل کېږي، چې سیلابونو موټرونه لاندې کړي دي او ځینې یې ان له ځانه سره وړي دي.

ځايي چارواکي وايي، دوه نارینه او یوه ښځه مړه شوي دي. بلخوا ویل کېږي، چې د ښځې جسد سمندر ته ورغورځېدلی دی.

د بلغاریا د رسنیو پر بنسټ، وژل شویو نارینو کې د یوه یې تر دې دمه مړی نه دی موندل شوی.

په سیندونو کې اوبه زیاتې شوې او چارواکي هڅه کوي ساحلي سیمو کې د ګرځندویه ننداره کوونکو له پنډغالي څخه وګړي خوندي ځای ته ولېږدوي.

د تسریفیا د ښار په سویل کې یو پل نړېدلی، چې له امله یې درې کسان تري تم ورک دي.

د بلغاریا د چاپېریال وزیر جولین پاپوف وايي، هېواد یې باید د اقلیم د بدلون له امله راتلونکي کې د لا سختو او پرلپسې بارانونو شاهد وي.

د ترکیې تر ټولو لوی ښار استانبول کې هم سیلابونه راوتلي او موټرونه یې بې ځایه کړي او د یوه کتابتون لاره یې په بشپړ ډول تړلې ده.

افغانستان

د عکس سرچینه، REUTERS

هالته دوه کسان مړه شوي، سیلابونو په ځینو سیمو کې واټونه په ویالو بدل کړي او په کایشیر کې د میټرو تمځای له اوبو ډک شوی.

په وژل شویو کسانو کې یوه هم ښځه ده، چې د رپوټونو پر بنسټ د سیلابونو له امله ډوبه شوې وه.

له بلغاریا سره پر پوله پروت د ترکیې شمال لوېدیځ کرکریلی ولایت کې هم درې کسان مړه شوي دي.

همدارنګه یاده سیمه کې درې نور کسان ورک دي، چې د مرګ او ژوند خبر یې لا نه دی تائید شوی.

د تورې بحیرې په ساحل کې د ایګنیدا په ښارګوټي کې د سیلابونو له امله څو کورونه ویجاړ شوي. په یونان کې هم د باران او توفانونو له امله دوه تنه مړه شوي دي.

سیلابونو او ډینیل په نامه توپان تر ټولو زیاته مګنیزیا سیمه اغیزمنه کړې ده.هوا پېژاندونکي وايي، هلته تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بشپړ مني په کچه باران شوی دی.

یاده سیمه کې د سه شنبې په ورځ د یوه نارینه مړی وموندلی شو، چې دیوال پرې غورځېدلی و او د چهارشنبې په ورځ د یوې ۸۷ کلنې میرمنې مړی وموندلی شو.

د ځمکې ښویدنې له کبله لارې بندې شوې دي او د میټ پیلون شاوخوا سیمو کې عمر خوړلي کسان په خپلو کورنو کې اېسار پاتې شوي دي.