د مکسیکو ولسمشریزو ټاکنو کې په لومړي ځل دوه ښځینه نوماندانې مخکښې دي

د مکسیکو په ټاکنو کې چې نن یکشنبه د جون پر دویمه ترسره کېږي، په لومړي ځل دوه ښځې پکې مخکښې دي.

اټکل شوی، چې د کلودیا شینباوم او سوچیل گالوِز تر منځ به آغلې شینباوم خپلې سیالې ته ماته ورکوي او ټاکنې به ګټي.

نارینه نوماند بیا په دې سیالۍ کې دریم ځای کې دی. شک نشته چې دا به لومړی ځل وي چې دغه هېواد کې د پېړیو نرواکي په لومړي ځل ماتېږي.

مېرمن شینباوم وايي، په ټاکنو کې د دوو ښځو مخکښ کېدل د مکسیکو په ټولنه کې د یوه لوی بدلون نښه ده.

هغې بي بي سي ته ویل: "دا د مکسیکو لپاره د بدلون یوه نښه ده او باوري یم چې نړۍ لپاره هم ده."

د مکسیکو ښار ښاروال په کابینه کې د ښځو برابرۍ او هغو ښځو ته په اشارې چې په دې ایالت کې په لوړو دندو کې کار کوي ویلي: "کلونه کېږي چې مکسیکو د نرواکه هېواد په نامه پېژندل کېږي. دا یو واقعیت دی چې اوس ډېرې ښځې پر مکسیکو واک چلوي، دا پام وړ بدلون ښکاروي. زه ځوانې نجونې وینم چې ګوري یوه ښځه به ولسمشره کېږي هیجاني‌ دي او دا پېښه د ښځو او نارینه وو لپاره د فرهنګ د بدلون به مانا ده."

مکسیکو هغه هېواد دی، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پکې ډېر دی. مېرمن شینباوم وايي، د ښځو پر وړاندې دا تاوتریخوالی باید ژر تر ژره کم شي.

وراکروز دغه هېواد له پنځو ایالتونو هغه ایالت دی چې د ښځو د ځان وژنې پېښې پکې ډېرې دي.

د دې ایالت ختیځې برخې ته د یادې نوماندې د سفر پر ورځ هم د یوې ۲۳ کلنې نجلۍ مړی وموندل شو.

هغه چې شکنجه شوې هم وه، لاسونه یې تړل شوي وو او په پټو کې پوښل شوې وه د اوبو په یوه کانال کې وموندل شوه.

۶۱ کلنه ساینسپوهه شینباوم له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۳ کاله د مکسیکو ښار ښارواله وه، هغه په دې نوماندۍ کې د پخواني ولسمشر مانویل لوپیز اوبرادور ملاتړ هم لري.

ښاغلی لوپز اوبرادور چې له ۲۰۱۸ کاله په واک کې و، نه شي کولی بیا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شي، ځکه چې د مکسیکو د اساسي قانون له مخې ولسمشران یوازې د شپږ کلنې مودې لپاره په واک کې پاتې کېدای شي.

وروستۍ نظر پوښتنې ښيي،‌ د مخکښې نوماندې د بریا چانس ۶۰ سلنه دی، نوموړې د مورینا له ګونده ده.

سره له دې چې ښاغلي لوپیز اوبرادور له ولسمشر کېدو وروسته خپلو ډېرو ژمنو کې پاتې راغی، خو د بې‌وزلۍ په کمولو او عمر خوړلیو کسانو سره یې مرستو برخه کې هڅې د یادولو دي. ټولنیزه برخه کې د لاسته راوړنو له امله یې د خلکو ملاتړ خپل کړی و.

له آغلې شینباوم د هغه ملاتړ هم ښايي د رایو په لوړولو کې مرسته وکړي، خو دا پوښتنه هم راولاړوي چې مېرمن شینباوم څومره خپلواکه ده.

نوموړې ټینګار کوي چې خپلواکه ښځه ده، داسې حال کې چې ژمنه یې کړې د ښاغلي لوپیز اوبرادور د لاسته راوړنو له مخې به خپل کار ته دوام ورکوي.

د آغلې شینباوم سیاله سوچیل گالوِز چې د اپوزیسون د محافظه کاره ټلوالې نومانده ده د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې حکومت په کرکې او له واکه په ګټې اخیستنې تورن کړی.

هغې د لوپیز اوبرادور شپږ کلنې ولسمشرۍ پر مهال د ټولنیز امنیت پر لګښتونو هم نیوکه وکړه او ویلي یې دي چې مدیریت یې ناسم شوی او په نا مساوي ډول وېشل شوي.

په وروستۍ تلویزیوني مناظره کې هغې ژمنه وکړه چې، د تقاعد عمر به له ۶۵ کلنۍ ۶۰ کلنۍ ته راکم کړي: "د حکومت د غیر موثره ټولنیزو پالیسیو په پایله کې د مکسیکو میاشتنۍ بودیجه خورا کمه شوې ده. نوي میلیونه خلک په خورا یې وزلۍکې ژوند کوي."

بي‌بي‌سي آغلې گالوِز سره د خبرو غوښتنه وکړه، خو هغې و نه منله.

سږ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د دوو ښځو تر منځ سیالي ده، وکتل شي چې کومه یوه به ګټونکې کېږي او تاریخ به بدلوي.