تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين جګړه: د روسیې هوايي بريد کې د يوه ۷ کلن ماشوم په ګډون شپږ تنه وژل شوي
د اوکرايين چارواکي وايي د دغه هېواد په شمال کې د چرنيف پر ښار د روسيې هوايي بريد کې اوه تنه وژل شوي او لږ ترلږه ۱۴۴ تنه نور ټپيان دي. په ټپيانو کې يو شږ کلن ماشوم هم شامل دی.
د اوکرايين د کورنيو چارو وزارت ويلي، په ټپيانو کې ۱۵ ماشومان دي او لږ تر لږه ۲۵ تنه په روغتون کې بستر شوي دي.
دغه بريد د چرنيف تياتر پر ودانۍ شوی چې هلته نژدې يوې کليسا او د پوهنتون ودانۍ ته هم زيان اوښتی دی.
ملګرو ملتونو دغه توغنديز بريد يو "وحشيانه عمل" بللی دی.
د چرنیف ښار له بېلاروس څخه په ۵۰ کليومترۍ پروت دی چې پر اوکرايين د روسيې يرغل په پيل کې محاصره شوی و.
د چرنيف ښاروال اولکساندر لوماکو بي بي سي ته وويل، توغندي د تياتر پر ودانۍ هغه مهال ولګېدل چې دلته د ډرون الوتکو د جوړونکو يو پروګرام روان و.
نوموړي وويل، "زه پوهېږم چې د دوی موخه د تياتر په ودانۍ کې پوځي پروګرام و. خو څرګنده چې دوی پوهېدل د ورځې نيمايي کې ملکي ښارګوټی په نښه کوي چې اصلي قربانيان به يې عام وګړي وي. "
ښاغلي اولکساندر زياته کړه، "توغنديز بريد د ملکي وګړو پر وړاندې له جنګي جنايت پرته بل څه نشي تعبيرېدی. دا د روسيې يو بل جنګي جنايت دی."
د چرنيف د تياتر ودانۍ چت زيانمن شوی او تر شاوخوا سل مترو پورې ودانيو اور اخيستی دی.
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي ويلي، "روسيې يوه عادی شننه د کړاو او زيان پر ورځ بدله کړه. "
د اوکرايين لپاره د ملګرو ملتونو چارسمبالي مشر ډېنس برون دا بريد غندلی او "ژور ټکان ورکوونکی يې بللی دی. نوموړي زياته کړې "په ملکي خلکو او ځايونو بريدونه د نړيوال قانون له مخې په کله منعه دي او بايد ودرول شي. "
روسيې تراوسه د دغه بريد په تړاو څه نه دي ويلي.