تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې افغانستان کې ځینو ته عصري زدکړې ارزښت نه لري؟
- Author, ضیاألحق شمس
- دنده, ټولنپوه او د پوهنتون استاد
ولې زدکړې وکړم؟
دا پوښتنه په افغان ټولنه کې تر بلې هرې ټولنې توپیر لري، په تېره بیا وروستیو دوو کلونو کې.
هره ټولنه دغې پوښتنې ته خپل ځواب لري. که تاسو په ایران کې واوسئ، نو خامخا د ټولنیزې روښانتیا خوا ته د ورتلو په نیت یې ځوابوئ. کله چې ټوله ټولنه په دې باوري وي چې "انساني علوم" د یوې ټولنې د نېکمرغۍ کیفیت او څرنګوالی ښودلی شي.
که تاسو په پاکستان کې واوسئ، د لوړو ښوونیزو بنسټونو ځواب له نړۍ سره سیالي او که په غورځېدلیو سیمو کې ښوونځی ووایاست، نو قانع به یاست چې مدرسې ته ولاړ شئ، ځکه آخرت تر دې دنیا مهم دی.
د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو شتون کاملا بېله مانا لري. که یې لږ ژور تحلیل وشي، ممکن دې پایلې ته ورسېږئ چې د ښوونځیو مسؤلین او ښوونکي پخپله د ښوونې او روزنې اصلي مخالفین دي.
کله چې وګورئ په یوه کلي کې د ښوونځي استاد پر هندسې او ریاضي ملنډې ووهي او دا شېبه د زده کوونکو ذهنونو ته ورننوځي، نو هلته به څه مومئ؟
د علم ذاتي ارزښت، که کلتوري او ټولنیز شرایط برابر نه وي، نو د علم ذاتي ارزښت د هغه د پایښت او دوام ضمانت نه شي کولی.
زده کړه باید له مستقیمې ګټې، کارموندنې، ټولنیز منزلت او قدرت سره اړیکې ولري او دا هره ټولنه ورته خپل ځانګړی منطق جوړوي.
اوس خو یوازې دیني زدکړې دي، چې د واک له څښتنانو سره مطرح دي، نو ورو ورو دیني زدکړو ته مخه ډېرېږي، ښوونځي چې دا زدکړې کمې لري، ضعیفېږي.
ما د روان کال په بېلابېلو فرصتونو کې د څو خصوصي او دولتي ښوونځيو وضعیت له نژدې وکوت. نو پام مې شو، چې زموږ ټولنه دغې پوښتنې ته منفي ځواب وايي.
د زدکړو انګېزه
د زدکړې انګېزه په ښوونځیو کې تر پخوا ډېره کمه شوې. له لومړي تر شپږم ټولګي وضعیت ښه دی، ځکه کوچنیان یوازې له خپلو کتابونو او استادانو سره مخ دي.
د اووم تر نهم پورې ډېر مبهم وضعیت دی. د لسم ټولګي نه پورته، د معارف د ټولې فضا مسأله دا ده، چې همدې کلونو کې به له هېواده بهر ووځي.
د دولسم ټولګي زده کوونکي پرته له دې چې له دولسم نه "خلاص" شي بله په سر کې نه لري.
د ښوونځیو د استادانو عرف هم دا دی، چې له دوی سره په وروستي کال کې ګوزاره کوي، ځکه دوي بل کال له ښوونځي "خلاص" دي، نو اړیکې باید ښې پاتې شي.
څنګه استدلال وکړو، چې زدکړه ښه ده؟
یوه زیږه او اندېښناکه پایله دا ده، چې د زده کړو بهیر له هېڅ ډول عملي پایلو سره تړاو نه دی ساتلی.
نه ښوونکي او نه کورنۍ، قانع نه دي چې دغه زدکړې به د دوی راتلونکې ورته جوړوي.
هغه زده کوونکي چې د کانکور چمتووالي کورسونه وايي، د بې کیفیته ښوونځیو له وجې دي، مګر دا لا ستونزمنه شوې چې د دغو زدکړو او د راتلونکیو لوړو زدکړو او ټولنیزو ګټو تر منځ دې یې اړیکه وموندل شي.
په افغان ټولنه کې خصوصي زده کړې څنګه ومنل شوې؟
څنګه پلرونه او میندې چمتو شوې چې د خپلو بچو لپاره فیس ورکړي او زدکړې پرې وکړي؟
د دې پوښتنې ځواب به د افغانستان د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶ مو کلونو په فرهنګي- سیاسي بدلون کې موندلی شو.
هلته په ټولنه کې د وړتیا موندنې، قدرت، پیسو او لوړو دندو ته د رسېدلو امکان په سمې زدکړې پورې وتړل شو.
خلکو ومنله، که پخپلو بچو زده کړې آن که په پیسو هم وي وکړي، نو دوي بېرته ښې پیسې پیدا کولی شي، ښو دندو ته رسېدلی شي او ټولنیزې سیالۍ به د دوي کورنۍ ګټي. دا د زدکړې د انګېزو وسیلهيي او واقعي څېره وه.
خو هغه مهال به دېره ګرانه وي، چې دندې، پیسې او ټولنیزې سیالۍ په دغو زدکړو ونه ګټل شي، مګر بیا دې هم زدکړې دوام وکړي.
د تېرو دوو کلونو مزل، له رواني اړخه د نسل لپاره زښت سخت او بحراني وخت و.
ځوان نسل او د دوی کورنۍ یو هم نه پوهېږي، چې څه وکړي او ولې دا پیسې بیا هم خپلو بچو لپاره ورکړي.
جالبه دا ده، چې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې دغه بهیر ډېر ښه دی. خو ستونزه په هغو کې ده چې عمرونه یې ۱۴ کلونو ته رسېږي او له اوم ټولګي پورته دي.
وخت به نیسي، چې ورو ورو سره وپوهېږي، چې له ټولنیزو شرایطو سره د ځان برابرولو لارې کومې دي او څنګه ورسره ځان برابرولی شي.
دا اوس، ډېری تحصیل کړي، چې له هېواده یې نه دي غوښتي ووځي، یا و نه شوی وتلی، بېکاره ګرځي.
هغوی ته به ګرانه وي، چې یوازې د علم په ذاتي ارزښت دې ځان او خپل زلمي قانع کړي چې زدکړې دې ټولنه کې ښه راتلونکې درکوي.
اوس چې د نجونو د ښونځیو مسأله لا نامالومه شوې، دوی هم په کورونو کې د زدکړو د ټولنیزې بې-ارزښتیا لوری پیاوړی کوي. له بلې خوا، د متخصصو، لایقو او تکړه پوهانو سپکاوی هم رواني او اجتماعي فشارونه لري او د زدکړو پر انګېزو منفي اغېزې پرې باسي.
په دا منځ کې د هغو کورنیو لپاره یو څه برابره ده چې یو ورور یې ملا دی او ښه دنده لري، بل ورور مخکنی اکاډمیک څېړونکی دی او اوس وزګار دی، خو له نېکه مرغه ښې اړیکې لري.
زموږ ټولنه نه شي کولی د ټولې نړۍ په وړاندې ودرېږي او دا تجربه غلطه ثابته کړي، چې پرته له واقعي او سمو زدکړو وده کولی شي.
موږ له ټولنیزه اړخه مجبور یو دا مزل ووهو.
دا که نن پیلوو که او کلونه وروسته، له موږ به وخت غواړي او دا مزل به کوو. خو د رنځ او کړاو عمر به مو ډېر وي.
د افغانستان نژدې ګاونډي لګیا دي همدغه تجربه لا پخوي او د پرمختګ بېلګې کاپي کوي. موږ د همدغه مزله پیل لا نه دی کړی.
د نړۍ بریالۍ تجربه دا ده چې متخصص قشر باید د ټولنې د دوام او ثبات په ډګرونو کې په کار بوخت وي.
مانا یې دا ده، چې تر ټولو ژمن، تکړه او ژور علمي کدرونه باید د معارف رغوونکي او چلوونکي واوسي.
دا یوازې د هغوی زدکړه نه ده، چې نسل ژغورلی شي، د هغوی باورونه او اراده به ټول معارف ته روح ورکوي. هغه څه چې هم په جمهوریت او هم په امارت (د طالبانو حکومت) کې ممکنه نه برېښي.
که زدکړو ته ټولنیز او فرهنګي ارزښت ور نه کړل شي، چې دا کار د هېاد واکمنان کولی شي، ګرانه به وي چې دا ټولنه سمه مخته لاړه شي.
کله چې کلتور داسې جوړ شوی وي چې د سختې سیالۍ دعوا ولري، لا ورته ګرانه شي چې د ټېکنالوژۍ په دې چټکې زمانه کې ځان سیال کړي.