د مطیع الله ویسا نیول کېدو ته پراخ غبرګونونه؛ د ژر خوشې کېدو غوښتنه یې کېږي

Kabul

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو حکومت منلې چې دغه هېواد کې یې د پوهنې د ودې او پراختیا یو پېژندل شوی فعال او د 'قلم لار' ټولنې مشر مطیع الله ویسا نیولی دی.

طالبان وايي هغه یې په دې خاطر نیولی چې د دوی په وینا "خپلسري فعالیتونه" یې کول او "د نظام ضد هڅونې" یې درلودې.

د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي "ټول حکومتونه د عامه نظم لپاره نېونې کوي، خو په وینا یې له هېچا سره به بې انصافي نه کېږي."

خو دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي ویسا نیول کېدو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه را پارولي او له بېلابېلو خواو د هغه د ژر خوشې کېدو غږ پورته شوی.

په دې لړ کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما هم له طالبانو غوښتي چې د زدکړو برخې د دغه فعال "ځای ځایګی مالوم، د نيولو دلیل یې ډاګیز، او دا ډاډمنه کړي چې هغه کورنۍ سره اړیکه او قانوني وکیل ته لاسرسی لري."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټر ریچارډ بېنټ هم د ټویټر یوه پیغام کې لیکلي چې

د مطیع الله ویسا نیول کېدو هېښ کړی دی.

ښاغلي بېنټ زیاته کړې چې د قلم لار ټولنې مشر خوندیتوب تر هر څه مهم دی او دا چې د ټولو قانوني حقونو ته باید درناوی وشي.

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم د ښاغلي ریچارډ‌ دا پیغام شریک کړی او ورسره لیکلي یې دي‌ چې "متحد ایالتونه د زدکړو او حقونو د نامتو فعال مطیع الله ویسا د نیول کېدو رپوټونو په اړه ژوره اندېښنه لری."

هغه ښاغلی ویسا ټول افغانستان د هلکانو او نجونو زدکړو لپاره یو نه ستړی کېدونکی او کارنده مدافع بللی او له طالبانو یې غوښتي چې خوشې یې کړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د افغان نجونو،‌ ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ټویټ یوه پوست کې د مطیع الله ویسا او د هغه د کورنۍ غړو په نیول کېدو ژوره اندېښنه ښودلې.‌

هغې لیکلي چې د نجونو زدکړو لپاره منډې ترړې باید جرم ونه ګڼل شي.

د اروپايي پارلمان یوې غړې هانا نیومن بیا ښاغلي ویسا ته د "افغانستان د یوه ملي اتل" خطاب کړی او ویلي یې دي‌ چې "هغه هغو خلکو ته زدکړې رسولې چې هیله یې درلوده - دې ته له پام پرته چې (دا خلک) چېرته دي‌ او څوک پر دې ځای واکمن دي."

اغلې نیومن دا هم ویلي چې د مطیع الله خوشې کېدو لپاره به مبارزه کوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 3

د یادونې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن دوړ هم د مطیع الله ویسا د نیول کېدو یادونه کړې. ښاغلي پښتین پر خپل ټویټر لیکلي‌ چې "دا ډول خپلسرې نیونې باید ودرول شي."

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له ۱۳۸۸ کال راهیسې افغانستان کې د تعلیم د ودې او پراختیا لپاره د ښاغلي ویسا هلې ځلې د قدر وړ خدمت بللی دی.‌

ښاغلي کرزي زیاته کړې چې "د مطیع ‌الله ویسا او د قلم لار بنسټ فعالیتونه د هېواد په خیر بولم او له اسلامي سرپرست حکومت څخه غواړم چې د نوموړي د خوشې کېدو لپاره له هېڅ ډول هڅې ډډه و‌نکړې بلکې برعکس د دوی د فعالیتو د پراختیا او ودې لپاره له دوی سره لازمې مرستې او همکاري هم وکړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 4

افغانستان کې د جمهوریت د مهال ځینو چارواکو او ګڼو عامو افغانانو هم د خواله رسنیو له لارې د ښاغلي ویسا د ژر خوشې کېدو غږ پورته کړی دی.

خو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس عبدالحق حماد بیا د مطیع الله ویسا د نیول کېدو پر وړاندې د همدغو غبرګونو په اړه ویلي چې "دا چې د یوه فرد نیول کېدو دومره پراخ غبرګونونه راوپارل، معلومېږي چې همدومره پراخې دسیسې مخه نیول شوې."

هغه دا هم لیکلي چې "ويسا نه پېژنم او نه يې له قضيې خبر يم؛ خو کړنې يې مشوکې وې او نظام حق لري چې داسې خلک د وضاحت لپاره وغواړي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 5
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 5

د قلم لار ټولنې له ۲۰۰۹ کاله تر دا وروستیو د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې پر ماشومانو او لویانو ۱۳۰ زره راټول کړي د بېلابېلې محتوا لرونکي کتابونه وېشلي او په کندهار او اروزګان ولایتونو کې یې د کمپیوټر زدکړې درې مرکزونه هم جوړ کړي دي.

د دغې ټولنې مشر مطیع الله ویسا چې اوس د طالبانو حکومت له خوا په نیول شوی، پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنېدو وروسته د افغانستان د ۲۰ ولایتونو بېلابېلو ولسوالیو ته ښوونیز کمپاین لپاره سفرونه کړي دي.