پاکستان: د ناقانونه کډوالو د ایستلو پرېکړه حتمي پلې کېږي

پاکستاني چارواکو ویلي چې له دغه هېواده د افغانانو په ګډون د ټولو ناقانونه کډوالو د ايستلو پرېکړه حتمي ده او دواړه هېوادونه باید ورته په ګډه چمتووالی وکړي.

پاکستان افغانستان کې د طالبانو حکومت ته وړانديز کړی چې سپين بولدک سره په چمن ولسوالۍ کې به د خپلې قونسلګرۍ بله څانګه پرانیزې او د قندهار قونسلګرۍ کې به هم چارې لا چټکې کړي چې د ويزو غوښتونکو ته اسانتیاوې برابر شي.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي په چمن کې د دغه ایالت د سرپرست اعلی وزیر 'علي مردان ډومکي' تر مشرۍ لاندې د جګپوړو چارواکو له غونډې وروسته ویلي، له پاکستانه د ناقانونه کډوالو د ایستلو پرېکړه حتمي ده او تګ راتګ به یوازې په ویزه ممکن وي.

ښاغلي اڅکزي بي‌بي‌سي ته ویلي چې چمن کې د قونسلګرۍ د نوې څانګې د پرانیستل کېدو او کندهار کې یې د چارو د چټکېدو وړاندیز هم د دې لپاره شوی چې د ویزو لګول اسان شي.

د پاکستان سرپرست حکومت دغه هېواد کې د مېشتو بې اسناده افغانانو په ګډون ټولو ناقانونه کډوالو ته ویلي چې د روانې اکتوبر میاشتې تر وروستۍ نیټې له پاکستانه ووځي.

اسلام اباد ګواښ کړی چې تر دې نېټې وروسته پاتې ناقانونه کډوال به په زور باسي او کارونه او جایدادونه به یې هم مصادره کېږي.

د پاکستان د سرپرست حکومت کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي‌ څو ورځې مخکې ویلي وو چې د اکتوبر له لسمې به افغانستان ته تګ راتګ په شناختي کارډونو او برېښنایي تذکرو ممکن وي، خو د نومبر له پنځمې وروسته به چا ته له پاسپورت او ویزې پرته پاکستان ته د ورتګ اجازه ورنکړي.

د پاکستان دا پرېکړه افغان کډوالو او افغانستان کې د طالبانو حکومت غندلې ده.

د کډوالو او بشري حقونو ځايي‌ او نړیوالو سازمانو هم له اسلام اباد پر دې پرېکړې د غور غوښتنه کړې.

ملګرو ملتونو ان له دغه هېواد سره د بې اسناده کډوالو په ثبت او راجسترېدو کې د همکارۍ وړاندیز هم کړی.

دوشنبه د خیبرپښتونخوا د مرکز پېښور په لوړه محکمه کې هم یوه عریضه ثبت شوې چې د افغان کډوالو د نه اېستلو غوښتنه پکې شوې ده.‌

هغه وکیل چې دا غوښتنپاڼه یې وړاندې کړې ویلي، چې پولیس د ناقانونه کډوالو ترڅنګ داسې کسان هم نیسي او ځوروي چې پاکستان کې د قانوني اوسېدو اسناد لري.

په غوښتنپاڼه کې ویل شوي چې د قانون له مخې دې هغو کډوالو ته د پاکستان تابعیت ورکړ شي، چې دغه هېواد کې زېږېدلي، یا له تېرو اوو کلونو راهیسې هلته اوسي او یا یې هم له پاکستاني وګړو سره ودونه کړي دي.‌

هغه ټینګار کړی چې د داسې کسانو شړل پر بې انصافۍ سربېره له بنسټیزو بشري حقونو او نړیوالو قوانینو سرغړونه هم ده.‌