تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شل اوریز نړیوال جام هند وګاټه
- Author, راصد ځواک
- دنده, بيبيسي
هند د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام پایلوبه کې سویلي افریقا ته په ۷ منډو ماته ورکړه او نړیوال جام یې وګاټه.
دا دویم ځل شو چې هند د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام ګټي.
د نړیوال جام پایلوبه د شمالي امریکا د کارابین ټاپوګانو د بارباډوس پلازمېنه برېجټاون کې کېده.
د لوبې پچه د هند لوبډلمشر روهیت شرما ګټلې او لومړی یې پخپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د هند د سر درې لوبغاړي که څه هم یو په بل پسې ژر وسوځېدل خو وېرات کولي او اکسر پټېل نسبتآ اوږده ملګرتیا وکړه.
هند د خپلې پاڼۍ شلو اوورنو کې د ۷ وېکټو په زیان ۱۷۶ منډې وکړې.
کولي چې له پیله لوبډلمشر روهیت شرما سره توپوهنې ته راوتلی و، تر ۱۹ اووره ودرېد او په ۵۹ توپونو یې ۷۶ منډې جوړې کړې.
هغه ۲ شپږېزې او ۶ څلوریزې ووهلې.
تر کولي ورهاخوا اکسر پټېل په ۳۱ توپونو د ۴ شپږیزو په مټ ۴۷ او شیوام دوبی ۲۷ منډې وکړې.
د سویلي افریقا له اړخه توپ اچوونه کې کېشف مهاراج اواېنریچ نورټج دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
توپوهنه کې د سویلي افریقا د سر دوه لوبغاړي هم ژر وسوځېدل.
دغه هېواد لپاره هېنرک کلاسن تر ټولو ډېرې او چټکې ۵۲ منډې وکړې.
هغه ۲۷ توپونه ولوبول او ۵ شپږېزې یې ووهلې.
پر کلاسن سربېره کوېنټون ډېکوک ۳۹ او ټرېسټن سټبس ۳۱ منډې وکړې.
د هند له اړخه توپ اچوونه کې هردیک پانډیا ۳ او جسپریت بومرا او ارشدیپ سېنګ دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
هند او سویلي افریقا دواړو په دغه نړیوال جام کې تر پایلوبې کومه سیالي نه وه بایللې.
سویلي افریقا خپلې تېرې ۸ واړه لوبې ګټلې او هند بیا ۷ ګټلي او یوه یې د باران له کبله مساوي پای ته رسېدلې وه.
دا لومړی ځل و چې سویلي افریقا د شل اوریز نړیوال جام پایلوبه کوله. د دغه هېواد لوبډله تر اوسه کله د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو د نړیوال جام پایلوبې ته هم نه ده وتلې.
خو هند بیا د دغه فارمټ لومړنی نړیوال جام هم چې په ۲۰۰۷ کال کې کېده، ګټلې و.
هند د روان نړیوال په لومړي پړاو کې له امریکا، پاکستان، کاناډا او ایرلنډ سره په 'اې ګروپ' کې و.
له دغه ګروپ هند او امریکا د اتو غوره لوبډلو یا سوپر ۸ پړاو ته لار وکړه.
سویلي افریقا بیا په 'ډي ګروپ' کې له شري لنکا، بنګله دېش، نیدرلنډز او نیپال سره لوبې درلودې چې سویلي افریقا او بنګله دېش ترې سوپر۸ پړاو ته لار ومونده.
دغو لوبډلوپه سوپر ۸ پړاو کې هم خپلې ټولې ګروپي لوبې وګتلې. هند له انګلنډ او سویلي افریقا له افغانستان سره نیمه پایلوبو ته ووته.