تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډاکټر علي ارغنداوی، د کار سړی
- Author, ایمل پسرلی
- دنده, بي بي سي
د ډاکټر علي ارغنداوي مېز د کړکۍ تر څنګ و. درېیو غاړو ته یې د نورو همکارانو مېزونه ايښي وو. په څانګه کې به خبرې وې، شور به و، خندا به وه خو دوی به خپلې پېړې عینکې په سترګو وې، قلم به یې په ګوتو کې ټینګ نیولی و، لیکل به یې کول.
که به چا په نامه یاد نه کړ په خبرو کې یې مداخله نه کوله. که به یې څه ویل په خپلې خبرې به یې ښه فکر کړی و بیا به ډاډه غږېده. له چا سره یې خبره نه اوږدوله، بحث یې نه کاوه. که به خبره توده شوه موسکی به شو، نور به یا غلی پاته کېده یا به بېرته خپل مېز ته ستنېده.
که به دې د خپل کار په اړه نظر ترې وغوښت منفي خبره یې نه درته کوله. د بل په کار کې یې مداخله نه غوښته. یو ځل دوی خپرونه پر مخ بېوله ، ما باید د پیل لس دقیقې خبرونه وړاندې کړي وای. ستودیو مو د څانګې تر څنګ وه. د خپرونې وخت و خو زما نه و پام شوی.
په څانګه کې مې له لوډسپیکره د "دا لندن دی" غږ واورېد. شاته مې وکتل ارغنداوی صاحب سټوډیو ته تللی و، ټکان مې وخوړ، په زړه کې ګیله من شوم چې دوی ولې غږ نه و راباندې کړی، خو پوهېدم چې د دوی طبعیت همداسې دی چې د بل چا په کار کې هېڅ کار نه لري.
وروسته یې شکایت هم ونه کړ چې ولې ناوخته ورغلم. د دفتر دننه غونډو کې هم دوی هېڅکله د بل همکار د کار په اړه منفي خبره نه کوله. غلی به ناست و، که به چا وپوښت موسکی به شو، نور به هم پوه شول چې دوی پرې څه نه وايي.
تر یوه وخته مې داسې احساس کاوه چې دا یې سم کار نه دی. باید د یو بل په ناسم کار خبرې وکړو چې سر مو خلاص شي. خو د کلونو په اوږدو کې پوه شوم چې دوی مسلکي چلند کاوه، په دفتري کار کې باید د بل همکار په کار خبرې هغو ته پرېږدو چې دغه یې د کار برخه ده.
عمومآ به پر خپل ځای ناست و، ستودیو ته تګ، د چای جوړولو شېبه یا له مېلمنو سره د روغبړ پر وخت به ډاکټر صاحب پر خپله څوکۍ نه و ناست. څانګې ته راغلي مېلمانه به د چایو ځای ته نژدې د یوه ګردي مېز شاوخوا کښېناستل چې د ده له ځایه څو ګامه لیرې و.
یادېږي مې چې له مېلمنو سره د خبرو پر وخت به یې عینکې له سترګې لیرې کړې وې، د عینکو هغه برخه چې په غوږ تکیه کېږي، زه یې وزر بولم، د هغه څوکه به یې په شونډو کې نیولې وه، یوه پښه به یې چابکه چابکه ښوروله، په سوچونو کې به ډوب و.
په خپل کار کې خلاق و.
د ۱۹۹۰ مو کلونو په لومړیو کې چې نورو لا کمپیوټر ډېر نه و لیدلی، ډاکټر علي ارغنداوي به کاراوه. د بي بي سي پښتو څانګې د هغه وخت خبر پاڼې او د نویو خپرونو اعلانونه به دوی کمپوزول. هاله مو په څانګه کې د اپل مکنتاژ کوچنی کمپیوټر درلود چې عربي او فارسي حروف یې لرل، دوی به پرې پښتو لیکله او وروسته به یې په چاپ شوي کاغذ کې د پښتو تورو نخښې په قلم جوړولې.
نثر یې روان و خو له نويو پښتو لغتونو سره یې جوړه نه وه، راډیويي متن یې داسې وایه لکه کیسه چې درته کوي. د رپوټ اورېدو پر وخت دې د دوی په غږ کې تصنع نه احساسوله. د بي بي سي انګریزي برخې ته یې هم د افغانستان په اړه رپوټونه په انګریزي لیکل او تیارول. دغه یې د کار برخه نه وه خو فکر یې کاوه چې د وطن په اړه باید خپله افغانان وغږېږي.
د افغانستان شفاهي تاریخ یې راډیويي خپرونه وه چې کلونه یې وچلوله. بیا یې خپله د ټولو خپرونو غږونه د متن په بڼه ولیکل چې کتاب یې چاپ شو. د هغو خپرونو لپاره ډاکټر ارغنداوي له ډېرو خلکو سره خبرې وکړې، د هغه وخت تر نورو راډیويي خپرونو په هغو پروګرامونو ډېر کار وشو چې طبعآ ټول خپله ډاکټر صاحب کاوه. تر ډېرو به په دفتر کې ورته ناست و.
په بدل کې یې نه د چا شاباس غوښت، نه یې هر ځای یاداوه چې څه یې کړي دي. له بي بي سي سره د کار د مودې له پایته رسېدو وروسته یې بیا نه له کومې رسنۍ سره کار وکړ اونه یې هم خبرې ورسره وکړې. دوه درې ځله مې زنګ وروواهه چې د خپرونو مېلمه مو شي خو نه یې منل. د خپل کار ستاینه یا د بل په سترګو د ورننوتو چل یې نه و زده. داسې راښکارېده لکه راته وايي چې کار مې خبرې کوي.