هغه افغانان چې بریتانیا ته رسېدو په موخه خپل ژوند په خطر کې اچوي: 'هره شېبه مرو'

د عکس سرچینه، BBC/Imogen Anderson
- Author, یوګیتا لیمای
- دنده, بيبيسي
اذان چې لومړی ځل له دیواله ټوپ کړ، لاس یې مات شو.
ورهاخوا له شاخوا شپږ متره ژور خندقه اوښتل ډېرو افغانانو لپاره له ایرانه ترکیې ته د تېرېدو یوازینۍ لار ده، خو بیا هم هره ورځ سلګونه کسان پر ور روان وي.
د افغان پوځ دغه پخواني افسر بيبيسي ته وویل: "زه سخت درد کې وم".
دی زیاتوي، "د څو نورو لاسونه او پښې مات شوي وو. قاچاقبر موږ همدلته پرېښود او راته ویې ویل چې د وان ښار د څراغونو پر لور وخوځئ. موږ څخه ډېر لوږې وهلي وو. زه بېهوښه شوم."
دا دیوال، چې نږدې ۳۰۰ کیلومتره غځېدلی، د غیر قانوني تګ راتګ مخنیوي لپاره جوړ شوی او د ترکیې سرحدي ځواکونه پرې په دوامداره توګه ګزمې کوي.
له دغه دیواله دانګل د هغو غیر معمولي خطرونو له لړۍ یوازې یو دی، چې افغان ګډوال یې له لویو وچو، هېوادونو او سمندرونو څخه په تېرېدو او تر بریتانیا او نورو اروپايي هیوادونو د ځان رسولو په لار کې پر سر اخلي.
په تېر کال کې افغانانو لپاره له خپل هېواده تېښته تر بل هر وخت ډېره خطرناکه شوې، ځکه پاکستان، ایران او ترکیې د خپلو پولو په اوږدو کې له افغانستانه د غیر قانوني کډوالو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړې او همدا راز یې په ډلهییزه توګه ایستلي هم دي.

د عکس سرچینه، Supplied
اذان دوام ورنه شو کړای. هغه له درده کړېده، او ټوله ورځ یې ډېر کم خواړه خوړلي وو.
قاچاقبرو چې له دوی هر یوه یې اروپا ته د رسولو بدل کې شاوخوا ۴۰۰۰ ډالر اخیستي، د سهار له خوا یوازې یوه ایشېدلې هکۍ او ماښام کې یوه کاب وريجې ورکولې.
دی وايي: "ما دوه ملګري درلودل - موږ ژمنه کړې وه چې یو بل به نه پریږدو."
ملګرو یې دی د غاړې په دسمالونو تړلی، بېرته یې دیوال ته پورته او ایران ته اړولی دی. وروسته ایراني پولیسو نوموړی بېرته افغانستان ته استولی دی.
نوموړي وویل "ترکي پولیس هر شپه له ۱۰۰ تر ۱۵۰ کډوال نیسي. هېڅ زړه سوی پرې نه کوي. پښې او لاسونه پرې ماتوي".
بيبيسي دا تورونه د ترکیې او ایران له حکومتونو سره شریک کړي، خو تر اوسه یې څه ځواب نه دی ترلاسه کړی.


له قاچاقبره مو وپوښتل چې څنګه کولای شي خپل دغه غېر قانوني کاروبار چې د زرګونو زرو ډالرو په بدل کې د افغانانو ژوند خطر کې اچوي توجیه کوي؟
هغه راته وویل "موږ څوک په زور نه دي مجبور کړي چې دا خطرونه ومني. موږ ورته وایو چې منزل ته رسېدل یې ۹۹ سلنه د خدای په لاس کې ده، او ښايي ووژل شي یا زنداني شي. زه فکر نه کوم چې پړ دې یم. کله چې خلک راته وایي کورنۍ یې افغانستان کې له لوږې سره مخامخ ده، موږ څه پکې کولی شو؟"
هغوی چې د ترکیې له سرحدي ځواکونو په اوښتلو بریالي شي، له وان د قیصریه ښار پر لور او له هغه ځایه بیا د ازمیر، چاناک کلا یا بودروم سواحلو ته ځان رسوي. دا د کډوالو لاره کې د خطر بل ځای دی.


په کابل کې یوه سپین ږیري پلار د خپل زوی قبر ته بوتلو. جاوید څو ویشت کلن او مخکینی سرتېری و. له دې وېرې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې حکومت کې ونه وژل شي، بریتانیا ته د ځان رسولو په تکل له کوره وتلی و.
دی د روان کال مارچ میاشت کې تر هغې وروسته له ۲۱ نورو کسانو سره یو ځای ووژل شو، چې چاناک کلا ته نږدې یې په اجیین (ایژه) بحیره کې بادي کښتۍ ډوبه شوه. هڅه یې کوله یونان ته ولاړ شي.
په کښتۍ کې ټولټال ۴۶ کسان سپاره وو. د هغه میندواره ښځه هم پکې وه. دوی تر ساحل پورې په لامبو ځان رسولی و، خو خپله د هایپوترمیا یا یخنۍ له کبله مړ شو.
د جاوید ښځه اوس هم ترکیه کې ده او له هغه ځایه یې په تیلیفون راته وویل، "قاچاقبرو له استانبول اېسنیورت ته بوتللو. له هغه ځایه یې د څارویو په څېر موټرونو کې واچولو. یوه ځنګلي سیمه کې یې کښته کړو. څلور ساعته مو پکې پلی مزل وکړ، بیا ساحل ته ورسېدو او له هغه ځاه یې بېړۍ ته پورته کړو".
په کابل کې چې کله د جاوید پلار د هغه یو عکس راښود نو ژړغونی شو. عکس کې ځوان و، لنډ تور ویښتان یې و، پتلون او بنیان یې اغوستی او یوه پارک کې په څوکۍ ناست و.
پلار یې راته وویل "ان اوس چې هم کله رایاد شي، غم یې دومره ډېر دی چې یوازې د خدای په فضل ژوندی پاتې یم".

د عکس سرچینه، BBC/Imogen Anderson
دی په دې باور دی، د هغه څه مسوولیت چې د ده د زوی په څېر نور افغانانو سره پېښېږي، د هغو بهرنيو هېوادونو پر غاړه دی چې په افغانستان کې جنګېدل.
"موږ ورسره په ترهګرۍ ضد جګړه کې اوږه په اوږه وجنګېدو. که موږ پوهېدای چې خیانت راسره کېږي او پرېښودل کېږو، هېچا به بهرنیو ځواکونو ته د همکارۍ لاس نه وای ورکړی".
د ملګرو ملتونو په وینا افغانان د شمېر له مخې په نړۍ کې د پناه غوښتونکو په سر کې دي. بریتانیا ته هم د کوچنیو بېړیو د یوه بل خطرناک سفر له لارې په راتلونکو کسانو کې دویم لوی شمېر د افغانانو دی.
بریتانیا افغانانو لپاره د بیا مېشتېدنې دوه پروګرامونه لري.
په دغو پروګرامو کې یو د هغو افغانانو لپاره دی چې په مستقیم ډول یې د بریتانیا د پوځ او حکومت لپاره کار کاوه.
د افغان اتباعو د بیا مېشتېدنې سکیم (ACRS) – په نوم دویم پروګرام کې هغه څوک وړ بلل کېږي چې په افغانستان کې یې د بریتانیا له هڅو سره مرسته کړې او د ډیموکراتیکو ارزښتونو، د ښځو ازادیو او له خطر سره د مخامخ خلکو لپاره درېدلي وي.
خو په ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کلونو کې د تخلیې له لومړني پړاو وروسته دا پروسه ډېره پڅه شوې ده.
دا په دې مانا ده چې د شهیدې په څېر میرمنې چې د افغانستان په پخواني پارلمان کې یې کار کاوه او واک ته له راګرځېدو وروسته یې د طالبانو پر وړاندې په لاریونونو کې برخه اخیستې وه، پر وخت له هېواده د وتلو قانوني لارې ونشي موندلی.
شهیده په افغانستان کې هره ورځ له دې وېرې سره مخامخ وه چې د طالبانو حکومت به یې ونیسي او شکنجه به یې کړي.

د عکس سرچینه، BBC/Imogen Anderson
هغې له افغانستان د وتلو سفر څه باندې دوه کاله مخکې پیل کړی او د روان کال می میاشت کې په یوه وړه کښتۍ کې بریتانیا ته را ورسېده. اوس په لېورپول کې اوسېږي او د پناه غوښتنه یې کړې ده.
نوموړې وايي "زه د یوې مشهورې او باعزته کورنۍ یم. په خپل ټول ژوند کې مې کله غېرقانوني کار نه دی کړی. کله چې چارواکو د دغه سفر پر مهال ودرلو، له شرمه به مې سترګې نه شوې پورته کولی".
شهیده کیسه راته کوي چې څنګه په یوه بادي کښتۍ کې چې ۶۴ کسان پکې سپاره وو، له انګرېز تنګي راتېره شوه.
سږکال هغو کډوالو لپاره تر ټولو ډېر خونړی و چې له دغه تنګی د اوښتو هڅه کوي. تر ۵۰ زیات کسان په دې هڅه کې مړه شوي دي.
"اوبه مې تر ملا را رسېدې. دلیل دا و چې لاربلدي مو لار ورته کړې وه. ساعتونه ساعتونه اوبو کې ګرځېدو. فکر مې کاوه چې ژوند مې نور پای ته رسېدلی. زه شکر ناروغي لرم، نو مجبوره شوم چې په ناسته هملته بولې وکړم. تږې وم، نو هماغه اوبه مې باید بېرته څښلې وای چې میتیازې مې پکې کړې وې. فکر یې کولی شئ؟ په کابل کې مې هر څه درلودل. واک ته د طالبانو په راتک سره رانه ټول ژوند واخیستل شو".
هلته په کابل کې بیا پخوانی پوځي افسر 'اذان' غواړي چې دا ځل د ځمکې یوه ټوټه خرڅه او یوه بلې هڅې ته پیسې برابرې کړي. هغه ته یوازې همدا ځمکه ورپاتې وه.
نوموړی وایي "اوس مې همدا د ژوند یوازنی هدف دی، چې ځان یو خوندي ځای ته ورسوم".
په دې لیکنه کې ټول نومونه مستعار دي











