بريتانيا کې افغان کډوال: ځينو يې په حکومت عريضه کړې

د ویډیو تشریح، بريتانيا کې افغان کډوال: ځينو يې په حکومت عريضه کړې

څو افغانې کورنۍ چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته بریتانیا ته راوستل شوې وې، د دوی د استوګنې ځای له بدلېدو وروسته، د بریتانیا حکومت محکمې ته بیايي.

دا څلور کورنۍ، لومړی، د لندن په یوه هوټل کې ځای پر ځای شوې وې، خو بیا د انګلنډ شمال ته کډه شوې، کډه کېدل یې په دې معنا و چې ماشومان یې باید د لندن له ښوونځي ووځي.

دوی د نویو ښوونځیو په موندلو کې ستونزه درلوده او وايي د اولادونو تعلیم یې زیانمن شوی.