بنګله دېشي ځوانان څنګه له پاکستاني طالبانو سره یو ځای کېږي؟

    • Author, راقب حسنات
    • دنده, بي بي سي

په تېرو شپږو میاشتو کې، په رسنیو کې د دوو بنګله دېشي ځوانانو د وژل کېدو خبرونه خپاره شوي چې د پاکستان د یوې وسله والې ډلې په لیکو کې یې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوله. د جولای میاشت کې، د بنګله دېش پولیسو دوه کسان له دغه ډلې سره د تړاو په شک نیولي وو. له همدې امله دا پوښتنه مخې ته راځي چې بنګله دېشي ځوانان څه ډول د پاکستان له دغو ډلو سره یوځای کېږي.

تېره جمعه، په رسنیو کې راپورونه خپاره شول چې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د وسله والې ډلې ۱۷ غړي وژل شوي، چې په دوی کې یو بنګله دېشی ځوان هم پېژندل شوی دی. د هغه نوم فیصل دی، او اصلي ځای یې په مداريپور کې دی.

تر دې وړاندې، د اپرېل په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د احمد زبیر په نوم د یوه بل بنګله دېشي د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی و.

پر دې سربېره، د پاکستاني استخباراتي ادارو لخوا د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، د بنګله دېش پولیسو د جولای په میاشت کې دوه کسان له (ټي ټي پي) سره د تړاو په شک نیولي وو.

په پلازمېنه ډاکه کې د پولیسو ځینې سرچینې چې د ترهګرۍ پر اړوند مسلو کار کوي، وايي: داسې یو بهیر شته چې د (ټي ټي پي) لپاره له بنګله دېشه خلک په دغه ډله کې ګماري، او دا چاره له ډېرې مودې راهیسې روانه ده. د دې پروسې مشري د انجنیر عمران حیدر په نوم یو سړی کوي.

دا معلومات د پولیسو لخوا د جولای په میاشت کې د ثبت شوې قضیې په یوه ایف اي ار( د پولیسو لومړنی معلوماتي رپوټ) کې موندل شوي.

هغه کسان چې په بنګله دېش کې د وسله والو سازمانونو پر فعالیتونو نظر ساتي، وايي چې پاکستان او افغانستان کې میشتو تندلارو ډلو سره د بنګله دېشي اورپکو تړاو کومه نوې خبره نه ده.

ځینې وايي، په بنګله دېش کې په بېلابېلو وختونو کې په عام ډول د "مجاهدینو د جذبولو" اعلانونه شوي دي.

سربېره پر دې، پولیس او د تندلارۍ په اړه څېړونکي وايي چې په بنګله دېش کې فعاله د جماعة الانصار في الهند الشرقية ډله له القاعدې سره تړاو لري. او القاعده بیا له ټي ټي پي سره تړاو لري.

د پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي: وروسته له هغه چې د جولای په میاشت کې دوه کسان له ټي ټي پي سره د تړاو په شک ونیول شول، د بنګله دېش دننه د دې شبکې په اړه نور معلومات او شواهد راټول شوي دي.

بنګله دېشي ځوانان څنګه ټي ټي پي ته ورځي؟

(ټي ټي پي) په اصل کې د پاکستان د مدرسو د زدکوونکو د بېلابېلو ټولنو یو ایتلاف دی. دا ډله په ۲۰۰۷ کال کې د بیت الله محسود په مشرۍ د ۱۳ ډلو په یوځای کېدو سره رامنځته شوه.

د ایتلاف له جوړېدو وروسته سم لاسي په (ټي ټي پي) کې ډلبازي پیل شوه چې په پایله کې یې څو ډلې رامخې ته شوې. خو په ۲۰۲۰ کال کې، ټي ټي پي بیا یو موټی شو. دوی په پاکستان کې د یوه ادعا شوي "اسلامي حکومت" د جوړولو هڅه کوي.

دغه ډلې په بېلابېلو وختونو کې په پاکستان کې د څو لویو بریدونو مسوولیت منلی دی. باور کیږي چې دا ډله له پاکستانه بهر له بنګله دېش او نورو هېوادونو خپل "جهادي" غړي استخداموي.

تحریک طالبان په پاکستان کې پر جوماتونو او ښونځیو په بریدونو تورنه شوې ده. د دوی په بریدونو کې د پوځیانو د وژل کېدو پېښې هم شوې دي.

کله چې د پاکستان حکومت په ۲۰۱۴ کال کې له (ټي ټي پي) سره د سولې خبرو اترو هڅه وکړه، نو پرې نیوکې وشوې.

په همدې حال کې، په تېرو شپږو میاشتو کې د دوو بنګله دېشي ځوانانو د وژل کېدو خبرونه مخې ته راغلل، چې باور کیږي د (ټي ټي پي) یا د پاکستاني طالبانو غورځنګ غړي وو.

د بشري حقونو فعال نور خان لټن چې له ډېرې مودې راهیسې په بنګله دېش کې د ترهګریزو فعالیتونو څارنه کوي، پر دې باور دی چې له پاکستان او افغانستان میشتو وسله والو سازمانونو سره د بنګله دېشي اورپکو تړاو ډېر پخوانی دی.

هغه بي بي سي بنګالي ته وویل: "موږ د بیت المکرم جومات سره نږدې په بینرونو کې د مجاهدینو د جذبولو هلې ځلې لیدلي. په بېلابېلو وختونو کې په بنګله دېش کې داسې عام استخدام هم لیدل شوی دی. که څه هم اوس مهال د دوی فعالیت تر ډېره کنټرول شوی، خو د دوو کسانو وژل کېدل ثابته کړه چې په بشپړه توګه نه دي بند شوي."

د پولیسو یوه سرچینه، چې په بنګله دېش کې د (ټي ټي پي) په فعالیتونو کې له نیول شویو کسانو د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ وایي: د ټي ټي پي شبکې غړي له بنګله دېشه د سعودي عربستان یا دوبۍ له لارې افغانستان یا پاکستان ته ځي.

د پاکستان استخباراتي ادارو له څه مودې راهیسې د خپلو چینلونو له لارې بنګله دېشي چارواکو ته په دې اړه معلومات ورکول.

د پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي بي بي سي بنګالي ته ویلي وو چې د هغوی لخوا د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، د بنګله دېش پولیسو د جولای په میاشت کې له (ټي ټي پي) سره د تړاو په شک دوه کسان نیولي وو.

له دې کسانو یو د جولای پر دویمه ډاکې سره نږدې له ساور او بل یې د جولای پر ۱۴مه د ناراینګنج د پولیسو د ترهګرۍ ضد قطعې لخوا ونیول شول. دواړه (ټي ټي پي) سره د تړاو په تور تورن شول.

یو له هغو دوو کسانو چې ونیول شو او بندیان شو، مخکې هم د ترهګریزو فعالیتونو په تور د پولیسو لخوا نیول شوی و. په ۲۰۲۳ کال کې، د بنګله دېش د چټک غبرګون قطعې (ار اې بي) اعلان وکړ چې دغه کس د جماعة الانصار في الهند الشرقية په نوم سازمان سره تړاو درلود.

د اپرېل په میاشت کې، د پاکستان پوځي چارواکو په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د زبیر په نوم د یوه بنګله دېشي د وژل کېدو خبر خپور کړ.

په خپرو شویو راپورونو کې، د پاکستان د پوځ رسنیزې ادارې (اې ایس پي ار) په حواله ویل شوي چې دغه عملیات په شمالي وزیرستان کې د رازمک په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي.

له دې پرته، په هغه وخت کې د پاکستاني رسنیو لخوا د امنیتي ځواکونو په حواله بلوچستان کې د ۳۵ نورو بنګله دېشیانود نیول کېدو خبر ورکړل شوی و.

د جولای پر دویمه نېټه شاوخوا نهه بجې، د بنګله دېش د پولیسو د ترهګرۍ ضد قطعې په ساور روغتون کې له یوه دوکانه یو کس ونیوه چې پر (ټي ټي پي) د تړاو شک پرې کېده. کله چې هغه بله ورځ محکمې ته وړاندې شو، محکمې هغه زندان ته ولېږه.

وروسته پر هغه سړي او د هغه پر شپږو ملګرو او نامعلومو همکارانو د ترهګرۍ ضد قانون پر بنسټ رسمي قضیه ثبت شوه.

د جولای پر ۱۴مه، د بنګله دېش د چټک غبرګون ځواکونو یو بل سړی د (ټي ټي پي) د غړي په شک له ناراینګنجه ونیوه او د ترهګرۍ ضد قطعې ته یې وسپاره. وروسته هغه هم په هغې قضیې کې ونیول شو چې پر لومړي کس ثبت شوې وه.

د قضیې د معلوماتو پر بنسټ، دواړو نیول شویو کسانو د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۱۸مه له ډاکې لاړل. خو د عمرې پر ځای، دوی بله ورځ له سعودي عربستانه پاکستان ته ورسېدل. له هغه ځایه، دوی د نومبر پر ۶مه د تورخم له لارې افغانستان ته واوښتل.

یوه ورځ وروسته، یو له دوی بیا له همدغه لارې پاکستان ته ستون شو. وروسته، هغه د نومبر پر ۱۶مه له کراچۍ د دوبۍ له لارې خپل هېواد ته راستون شو.

خو د هغه ملګری، بل بنګله دېشی، وروسته په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو، چې نوم یې احمد زبیر (یا یوبراج) دی.

په قضیه کې ویل شوي چې د پولیسو په لومړنیو پوښتنو کې، یوه نیول شوي کس دا معلومات پولیسو ته ورکړي دي.

د قضیې په (ایف اي آر) یا د پولیسو لومړني معلوماتي رپوټ کې د یو شمېر نورو کسانو نومونه هم یاد شوي او ویل شوي چې دوی هم "په مذهبي افراطیت اخته شوي او جهاد ته چمتو دي."

په دې قضیه کې هم ویل شوي: "د انجنیر عمران حیدر په نوم یو بنګله دېشی په بنګله دېش کې د (ټي ټي پي) لپاره فعالیت کوي. په اصل کې، هغه د جګړې لپاره هڅوي او د سازمان د غړو په راټولولو کې کلیدي رول لوبوي."

په قضیه کې ویل شوي:

"نوموړی تورن په بنګله دېش کې د ټي ټي پي د غړو د زیاتولو فعالیتونه، د غړو ته د اسلامي خلافت د دعوت رسولو او په مذهبي تندلارۍ او ترهګرۍ ته د هڅولو فعالیتونه پرمخ وړي."

د پولیسو سرچینې وايي چې دویم کس د زبیر د ملګري لخوا د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ ونیول شو، هغه چې لا هم د پولیسو په توقیف کې دی.

ډیپلوماتیکې سرچینې وايي له دې پېښې وروسته د پاکستان استخباراتي ادارو د بنګله دېش له استخباراتي ادارو سره په دې اړه تفصیلي معلومات تبادله کړي دي.

د دې پر بنسټ، په بنګله دېش کې نوي استخباراتي عملیات پیل شول.

په دې لړ کې، دوه کسان د جولای په میاشت کې ونیول شول. پولیس هڅه کوي چې په (ایف اي ار) کې د یادو شویو نورو کسانو نیول هم یقیني کړي.

باور کیږي چې یو نیول شوی کس او د هغه سازمان د (ټي ټي پي) لپاره د خلکو په راټولولو کار کاوه. د پولیسو سرچینې پر دې باور دي چې دوی خلک غوره کوي، لومړنۍ روزنه ورکوي، او بیا یې د سعودي عربستان یا دوبۍ له لارې په پاکستان کې د ټي ټي پي شبکې ته لېږي.

د ۲۰۲۳ کال د جون پر ۲۳مه نېټه، همدا سړی او د هغه ښځه د هغه وخت د ترهګرۍ ضد قطعې (سي ټي ټي سي) لخوا له وسلو سره یوځای د ډاکې له ډیمرا سیمې نیول شوي وو. هغه وخت کې پولیسو ادعا کړې وه چې هغه د جماعة الانصار في الهند الشرقية ډلې بنسټګر دی.