ترکیه کې د طالبانو حکومت نوی سفیر: د ملګرو لټون او نړیوالې ديپلوماسۍ کې د ورګډېدو هڅې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي‌بي‌سي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، شیخ صنیع الله فرهمند یې ترکیې ته د خپل نوي سفیر په توګه ورپېژندلی دی، داسې ګام چې د طالبانو حکومت یې په یوه داسې ديپلوماتیک چاپېریال کې خپله بریا ګڼي چې لا یې هم هېڅ هېواد په رسمت نه پېژني.

انقره کې طالبانو خپل نوی سفیر د ترکیې لپاره (تمام الاختیار) او ځانګړی استازی بللی. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي د افغانستان سفارت کې د نوي سفیر د ورپېژندلو پر مهال وویل:

"له ترکیې سره زموږ اړیکې دې پړاو ته رسېدلي چې د سفیر په کچه یو دیپلومات دلته خپل کار پیلوي، ویلی شم چې د ترکیې او افغانستان اړیکې عادي او نارمل شوې." ترکیې تر اوسه په رسمي ډول د طالبانو د سفیر منلو په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي متقي وویل ترکیې او د سیمې نورو ډېرو هېوادونو کې لوی شمېر کډوال مېشت دي او دا چې خپلو سفارتونو ته یې سپارښتنه کړې چې افغان "سفارتونه باید د ټولو ګډ کور وي او هېڅ ډول تبعیض باید نه وي."

د هغه دغه څرګندونې هغسې وې لکه چې په کور دننه طالب مشران ټینګار کوي د ټولو قومونو او سیاسي اړخونو استازي دې له ډار پرته افغانستان ته ستانه شي. دلته د هغو نیوکو د ځواب هڅه لیدل کېږي چې د طالبانو پر حکومت د ټولګډوني حکومت د نه درلودو له پلوه کېږي.

ترکیې ته د طالبانو نوی ټاکل شوی سفیر پخوانۍ دیپلوماتیکه تجربه نه لري، هغه د افغانستان په شمال ختیځ ولایت کندوز کې د علماو شورا مشر و، خو د ترک ټباره افغان په توګه ښايي یو غوراوی وي چې د طالبانو د ټولګډوني حکومت لپاره د هغوی د ګوتنیوونکو یو ځواب پرې وشي. که څه هم د طالبانو حکومت پخوا ظاهرا ویلي، حکومت یې د قومي ونډې له مخې نه دی جوړ شوی.

په یوه ګوښي حالت کې د طالبانو حکومت په خپله بهرنۍ تګلاره کې دا یوه مهمه لاس ته راوړنه یادوي چې د سیمې څو هېوادونو کې یې استازي، دیپلوماتان او سفیران منل شوي.

تر اوسه په قطر، عرب اماراتو، پاکستان، چین، روسیه، ایران، ترکمنستان، قزاقستان، مالیزیا، ناروې او یو شمېر نورو هېوادونو د طالبانو دیپلوماتان منل شوي.

څه چې د طالبانو لپاره دې برخه کې مهم ګام بلل شوی، هند په ممبۍ کې د افغانستان کونسلي چارې د طالبانو استازو ته وسپارلې، که څه هم په رسمي ډول یې د طالبانو سفیر او ديپلوماتان نه دي منلي.

د ۲۰۲۴ کال په اګسټ کې عرب اماراتو په رسمي ډول مولوي بدر الدین حقاني د طالبانو حکومت د سفیر په توګه وباله.

د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې ازبکستان عبدالغفار بهار د طالبانو حکومت د استازي په توګه ومانه.

د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې ریاض کې د طالبانو حکومت سفیر عبدالرحمن فدا خپل کار پیل کړی خو د سعودي حکومت هېڅ ډول رسمي اعلامیه خپره نه کړه او نه یې د طالبانو حکومت سره د اړیکو په اړه څه ویلي.

سعودي د همدې کال جنورۍ کې له ښه ځنډ وروسته کابل کې خپل سفارت پرانیست او فیصل بن طلق البقمي یې د سفیر په توګه ولېږه. سعودي دیپلوماتانو د څه مودې لپاره خپلې چارې له پاکستانه سمبالولې.

انقره کې د طالبانو حکومت د سفیر له ورپېژندلو وړاندې پاکستان اعلان کړی و چې د طالبانو حکومت سره یې خپلې دیپلوماتیکې اړیکې د سفیر کچې ته لوړې کړي.

ولې ترکیه مهمه ده؟

د یوه داسې حکومت لپاره چې څلور کاله کېږي ان نژدې ګاونډیانو یې په رسمیت نه دی پېژندلی، د ترکیې په څېر د سیمې مهم لوبغاړي هېواد په توګه د یوه درک پرانیسته هغسې چې طالبان وايي "لویه لاس ته راوړنه ده."

د سیمې د نورو هېوادونو چین، روسیې، ایران او پاکستان پر تله ترکیه نړیوالې ټولنې ته ډېره نژدې ده، د ناټو غړی هېواد دی او لویې نړیوالې ناستې په کې وربلل کېږي، په منځني ختیځ او سیمه کې د اغېز خبره هم په کې شمېرلی شي.

د طالبانو استازي پر دغه ډول دریځونو خپل هغه غږ تر ډېره نړیوالې ټولنې ته رسولی شي چې د چین، روسیې او ایران په څېر هېوادونو له دریځونو یې نه شي رسولی.

انقره

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزرات

امیر متقي د جون پر ۲۲مه استنبول کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د وینا موکه ومونده او هغه ټیک همدغه غږ لوړ کړ چې نړیوالې ټولنې پرې بندیزونه لګولي او دا چې له امله یې د هېواد اقتصاد ځپل شوی "زموږ هېواد د غربي نړۍ د ځینو هېوادونو لخوا له نا مشروع اقتصادي بندیزونو سره مخ دی.

زه غواړم یادونه وکړم چې امریکا په افغانستان کې له شل کاله جګړې وروسته د افغان ملت ملي شتمنۍ کنګل کړي چې له امله یې د افغانستان طبعي اقتصادي پرمختګ له ننګونو سره مخ دی.

زه د اسلامي همکاریو سازمان او غړو هېوادونو په مخ کې یو ځل بیا غږ کوم چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ باید له ځنډ او خنډ پرته آزادې شي، له تاسي هیله لرم چې د انساني او اسلامي مسؤلیت له مخې پر اسلامي امارت د لګول شويو اقتصادي او سیاسي محدودیتونو د لرې کولو لپاره له خپل ټول نفوذه استفاده وکړئ."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر د دې غونډې په څنډو کې د سوریې، پاکستان، ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چار له وزیرانو سره هم وکتل.

له بلې لوري ترکیه هغه هېواد دی چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د ډېرو طالب ضد څېرو کوربتوب کوي. د عبدالرشید دوستم، عبدالرب الرسول سیاف او نورو سیاسي څېرو ناستې او غونډې هم تر ډېره ترکیه کې وي چې د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې کوي او وايي "واک یې انحصار کړی."

ترکیه کې د اسلامي نړۍ د او څارو څېرو ناسته ولاړه هم ډېره وي.

د ۲۰۲۲ کال په اکټوبر کې د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یو پلاوي ترکیه کې د دیني عالمانو په یوه ناسته کې ګډون وکړ او هلته یې د یمن، الجزایر، فلسطین او یو شمیر نورو اسلامي هېوادونو له دیني عالمانو سره لیده کاته وکړل.

په داسې یو حالت کې چې له سعودي سره د طالبانو اړیکې هومره ښې نه دي د یوه داسې هېواد په توګه چې د اسلامي نړۍ د مشرولۍ دعوه کوي، ترکیه د طالبانو لپاره د اړیکو یوه کړکۍ ده.

تېرې تجربې

له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کاله د طالبانو واکمني چې یوازې پاکستان، سعودي او عرب اماراتو په رسمیت پېژندله، اسلام اباد له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو یو غښتلی سنګر و.

تر ډېره لوېدیځ استازو، او د نړیوالو رسنیو خبریالانو اسلام اباد کې د طالبانو حکومت له استازو سره خبرې کولې او ان په ۲۰۰۱ کال نومبر کې چې د طالبانو ډیپلوماتان له افغان سفارته ووتل، خپل وروستي وړاندیز کې یې له امریکا وغوښتل چې ورسره خبرې وکړي.

که څه هم امریکا د سپټمبر د ۱۱مې له برید وروسته پر افغانستان د پوځي یرغل تکل کړی و او د طالب سفیر عبدالسلام ضعیف غوښتنې ته ځواب ونه ویل شو، خو دا د طالبانو حکومت تر پرځېدا د دیپلوماسۍ یوه استازولي وه.

دوحه

د عکس سرچینه، سهیل شاهین

هغه مهال اسلام اباد کې د طالبانو د سفیر مرستیال سهیل شاهین وايي، موږ تل په خبرو ټینګار کاوه، هغه بي بي سي ته وویل " موږ له امریکایانو وغوښتل چې د اسامه بن لادن په تړاو شواهد وړاندې کړي او یا به یوه درېیمګړي اسلامي هېواد ته وسپارل شي چې عادلانه محکمه یې وشي خو امریکا زموږ خبرې وانه ورېدلې."

طالبانو خپل دغه باتجربه دیپلومات له امریکا په ۲۰۲۰ د دوحې له هوکړې وړاندې په قطر کې د خپل سیاسي بهیر ویاند ټاکلی و، هغه بیا د سیاسي دفتر مشر شو او اوس چې سیاسي دفتر ظاهرا نشته په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر دی.

سهیل شاهین همدا اونۍ په دوحه کې افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینزي سره د خپلې لیدنې انځور خپور کړی او وايي پر همکاریو یې خبرې کړي.

دې ټولو ته په پام، طالبان که په هر هېواد کې د خپل استازي د منلو موکه ګوري، فرصت له لاسه نه ورکوي او ټینګار یې دا دی چې د امریکا په ګډون له نړیوالو سره د ښو اړیکو هیله لري.

امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه که څه هم د تعامل خبرې کوي خو وايي تر هغه طالبان په رسمیت نه شي پېژندلی چې د ښځو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته ژمن نه شي.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخند زاده هغسې چې د جون پر اومه کندهار کې د اختریزې وینا پر مهال امریکا غزه کې د اسرائیلو له لوري د فلسطینیانو د وژنو په ملاتړ تورنوله او "ظالمه امریکا" یې بلله، په دې تشه کې چې حکومت یې له نړیوالو بندیزونو سره اوږه موده ګوښی پاتې دی، د لوېدیځ ملاتړ ته ډېره لېوالتیا نه ښيي، خو د سهیل شاهین په څېر استازي یې ټینګار کوي چې نړۍ دې ورسره همکارۍ ته ور ټیټه شي.

د دغه غږ د ملاتړ لپاره د قطر او ترکیې په څېر د سیمې د هېوادونو ننګه بې اغېزې نه ده.