جاپان کې يوې نوې زيږېدلې افغانې ماشومې ته تابعيت ورکړل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د جاپان ناګویا عالي محکمې هغې ماشومې ته د جاپان تابعیت ورکړی چې له یوې افغان کډوالې جوړې زیږېدلې. دا به لومړۍ نجلۍ وي چې مور او پلار يې افغانان دي او د جاپان تابعیت اخلي.
د دغه هېواد د تابعیت د قانون له مخې هغه ماشوم جاپانی وګړی ګڼلی شي چې په جاپان کې زیږېدلی وي او مور یا پلار يې نامالوم وي او که معلوم وي نو دواړه یا یو یې ملیت یا تابعیت ونه لري.
قاضي یاسوهیرو هاسیګاوا په خپله پرېکړه کې ویلي چې دا نجلۍ په ۲۰۲۲ کال کې په جاپان کې زیږېدلې او هغه مهال يې مور او پلار عملا بې دولته وو او افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له راستنېدو راهیسې خپل مشروع دولت له لاسه ورکړی. دا په دې مانا ده چې د دغې ماشومې مور او پلار بې دولته او بې ملیته دي.
د دغې ماشومې مور او پلار اوس په جاپان کې د اوږدمهالې اقامې له مخې اوسېږي. دا لا څرګنده نه ده چې دغې نوې ماشومې ته د تابعیت له ورکړې سره به د دوی د استوګنې او کډوالۍ حالت هم توپیر وکړي کنه؟
د جاپان د کډوالۍ د خدماتو اداره وايي، په جاپان کې په ۲۰۲۱ کال کې یوازې نهو (۹) افغانانو ته پناه ورکړل شوی خو دا شمېره په ۲۰۲۲ کې ۱۴۷ او په ۲۰۲۳ کال کې ۲۳۷ کسانو ته لوړه شوې.
د دغې افغانې کډوالې کورنۍ مدافع وکیل دا پرېکړه یو عمده او د پام وړ کار بللی او ویلي يې دي چې د هغو ماشومانو په شمېر کې د ډېروالي تمه کېږي چې میندې او پلرونه يې کډوال وي. اوس به ښايي هلته ګڼ افغان وګړي خپلو ماشومانو ته تابعیت واخلي.
ځینې هېوادونه لکه امریکا هغو ماشومانو ته چې هلته زیږي تابعیت ورکوي خو جاپان یې د مور او پلار حالت ته په کتو په تابعیت پرېکړه کومي. په همدې خاطر په ۲۰۲۲ کال کې د افغان کډوالې جوړې کره زیږېدلې دغې ماشومې ته د جاپان تابعیت ورکړه پآم وړ ده.
جاپان هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت نه مني.











