د لوبو نړیواله ورځ؛ ماشومانو ته څومره د لوبو حق ورکول کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اصف معروف
- دنده, بي بي سي
په ډېرو هېوادونو کې ماشومان په هر پلان کې لومړی ځای لري او د دوی پالنه او تعلیم ډېر مهم ګڼل کېږي. د ښې زده کړې ترڅنګ لوبې د ماشومانو له لومړنیو اړتیاوو څخه دي، چې ښايي د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې له پامه غورځول شوې وي.
ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ۱۴۴ هېوادونو په رایو سره د جون ۱۱مه د ماشومانو لپاره د ښې لوبې د ورځې په توګه ونوموله، چې دې موضوع ته د کورنیو او حکومتونو پام راواړوي. نن د ماشومانو د لوبو لومړۍ نړیواله ورځ ده، چې د لوبو د ساتنې، پرمختیا او لومړیتوب ورکولو په هڅو کې یو مهم بدلون دی.
لوبې او په افغانستان کې په عامه اصطلاح ساتېری د ماشومانو د راتلونکي ژوند بنسټ جوړوي او له همدې لارې خپل خیالات عملي کوي.
د ماشومانو لوبې یوازې تفریح نه، بلکه یوه نړیواله ژبه ده چې د هر عمر خلک پرې پوهېږي او تر ملي، کلتوري او ټولنیزو - اقتصادي سرحدونو تېرېږي. دا ګډه جذبه د ټولنې او ملي ویاړ احساس رامنځته کوي.
دا په خلکو کې زغم، خلاقیت او نوښت هم پیاوړی کوي. په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره، لوبې له ماشومانو سره د اړیکو په جوړولو کې مرسته کوي او ستونزې حلوي. ښه لوبه له ماشومانو سره مرسته کوي چې ادراکي، فزیکي، تخلیقي، ټولنیز او احساساتي مهارتونه زده کړي او په چټکه بدلیدونکې نړۍ کې له هغوی سره مرسته وکړي.
د لوبې او ښوونې په یوځای کولو سره، زدکړه ډېره خوندوره او ژوند ته نږدې کېږي او د هڅونې او په یاد پاتې کېدو لامل کېږي. په حقیقت کې لوبه د ماشومانو حق دی چې د ملګرو ملتونو د منشور په ۳۱ ماده کې شامل دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې ډېری ماشومان د لوبو له فرصتونو بې برخې دي او ډېری یې کله چې تګ او خبرې پیل کړي، د کورنۍ د ډوډۍ ګټونکي شي او ماشومتوب يې له پوهې او احساس پرته تېر شي. په دیني مدرسو کې ماشومان په سختو شرایطو کې علم زده کوي. په نړۍ کې نور هېوادونه هم شته چې د افغانستان په څېر کړاوونه لري او د یونیسف په وینا ۱۶۰ میلیونه ماشومان د زدکړو پر ځای د ژوند لپاره کار کوي.
د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې له هرو دریو ماشومانو څخه یو یې د لوبې کولو لپاره کافي وخت نه لري او له هرو پنځو ماشومانو څخه یو یې د لوبو لپاره خوندي ځای نه لري. د معلولیت لرونکو ماشومانو په منځ کې، له دریو څخه یو یې د لوبې ملګری نلري.
د براک خیریه ټولنې اجراییوي رییس اصف صالح، چې اداره يې د نن ورځې د غونډې له جوړوونکو ده وايي: "لوبې د هر ماشوم بنسټیز حق دی، خو موږ اکثرا د ماشومانو د ژوندانه د مهارتونو په لوړولو کې د لوبې رول هېروو، چې د لویانو یوه لویه برخه ترې ناخبره دي. ملګرو ملتونو لوبه د یو اساسي حق په توګه اعلان کړې ده.











