ملګري‌ملتونه: ماینونو او ناچاوده توکو تېر دوه کاله افغانستان کې نږدې ۱۵۰۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې

ماین
    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي‌بي‌سي

ملګري ملتونه وايي تېر دوه کاله په افغانستان کې د ناچاودنه مهماتو چاودنو سلګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ دفتر وايي"د ۲۰۲۱ د اګست او ۲۰۲۴ د جنورۍ ترمنځ د ناچاوده توکو چاودونو له کبله د ۱۴۹۷ کسانو د سر زیان راپور ورکړل شوی دی."

د دغه دفتر مشر نیک پونډ بي‌بي‌سي ته ویلي چې د ماین چاودنو شاوخوا ۸۶ سلنه قربانیان ماشومان دي.

هممهاله د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "اوچا" هم نن پنجشنبه افغانستان کې د ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو د قربانیانو شمېر او خطر په اړه یو رپوټ خپور کړی دی.

دا مالومات د اپرېل ۴مې یا "د ماینونو خطر په اړه د عامه پوهاوي نړیوالې ورځ" په مناسبت خپاره شوي دي.

افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې وګړي یې د ماینونو او ناچاودنه مهماتو له ډېر خطر سره مخامخ دي.

همدا روانه اوونۍ د غزني ګیرو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې لږترلږه ۹ ماشومان ووژل دي.

سیمه ییزو چاروکو ویلي چې دغه ماین د پخواني شوروي د یرغل له مهاله پاتې و.

د غزني له پېښې څو ورځې مخکې د هلمند په کرمسیر ولسوالۍ کې د شفیع الله کورنۍ په ورته پېښه کې درې ماشومان له لاسه ورکړل او دوه نور یې ژوبل شول.

هغه وايي‌ "سهار موږ ټول خونه کې وو ، چې د چاودنې په غږ را ویښ شوو. پر دې نه یم خبر ، چې څه شي چاودنه وکړه خو دوه ورېرونه او یوه ورېره مې مړه او یو وراره او ورېره مې ژوبل شوي دي."

سږ کال د ماین په اړه د عامه پوهاوي د نړیوالې ورځې شعار د ژوند ساتنه، سوله او ټیکاو دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونېو ګوتېرېش بېلابېلو هېوادونو کې جګړو او وسله والو شخړو ته په اشارې سره ویلي، چې د جګړې په ډګرونو کې د ميليونونو انسانانو په تېره بيا د ښځو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دى.

د جګړې میراث

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ اداره وايي، نړۍ کې په اوسط ډول په هر ساعت کې یو کس د ماین چاودنې او یا له جګړو نه د راپاتې ناچاودېدونکو توکو له امله خپل ژوند بایلي .

په افغانستان کې هم د څلورو لسیزو پرله پسې جګړو دغه میراث لا هم ملکي وګړي په ځانګړې توګه ماشومان وژني او یا یې د تل لپاره معیوبوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ دفتر مشر وايي، د چاودنو قربانیو افغان ماشومانو ته ۸۹ سلنه مرګژوبله له جګړې د راپاتې ناچاده توکو د چاودنو او نوره د کباړ (فلزي ټوټو) راټولولو، یا هم په ناچاوده توکو د لوبو له کبله اوښتې ده.

نوموړی وايي له جګړو پاتې ناچاوده توکي اوس هم تر بل هر څه د ډېرو انساني تلفاتو لامل کیږي.

د طالبانو په حکومت کې د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور کابل کې د ماینونو د خطر په تړاو د پوهاوي نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې ماینونه او ناچاوده توکي "مصیبت" وباله.

هغه وویل افغانان له چاودېدونکو توکو پاک هېواد غواړي او د دغه خطر په بشپړه توګه لمنځه وړل به څو لسیزې وخت واخلي.

د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې وویل چې له بهرنیو اشغالونو سره هېواد ته راوړل شویو ماینونو او ناچاوده توکو په افغانستان کې میلیونونه کسان معلول کړي چې اوس نړۍ له پامه غورځولي او بار یې د دوی د حکومت پر غاړه پرېښی دی.

هغه وویل نړیوال باید د ماینونو په پاکولو او د ناچاوده مهماتو له کبله د معلولو شویو کسانو په پالنه کې ورسره مرستې وکړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د ماینونو د پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې وسله والې شخړې او کړکیچونه ان د جګړې له پای ته رسېدو وروسته هم یو ناوړه میراث پرېږدي.

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې په وینا سږ کال د ماین د خطر په اړه د عامي پوهاوي نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان، کولمبیا، ایتوپیا، د کانګو جمهوریت، سویلي سوډان او سوریې په څېر هغو هېوادونو کې د عامه پوهاوي ځانګړي پروګرامونه پلي کیږي، چې په وروستیو لسیزو کې شخړې او جګړې پکې شوې دي.

تېر کال دغه لېست اوږد و.

۴ میلیونه افغانان خطر سره مخ دي

خطر

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر خپل رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې ۱ اعشاریه ۲ میلیون متر مربع سیمه اوس هم په ماینونو او ناچاوده توکو پوښلې ده.

د اوچا رپوټ کې راغلي چې شاوخوا ۴ میلیونه افغانان په پرله پسې ډول له دې اړخه د ژوبلېدو له خطر سره مخامخ دي.

دغه دفتر د یوې وروستۍ څېړنې پر بنسټ د چاودنو خطر افغانستان کې د ملکي مرګژوبلې دویم ستر لامل بللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د دفتر مشر نیک پونډ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې سختو شرایطو کې افغانستان هېر نه کړي.

نوموړی وایي "په ټول هېواد کې هره اوونۍ د سر زیان شمېر ته په کتو سره باید ووایو ، چې په دې برخه کې د ملاتړ اړتیا ډېره ده ".

هغه زیاتوي "زه نړیوالې ټولنې او مرستندویه سرچینو ته وایم: مهرباني وکړئ د افغانستان خلک چې لا هم د جګړې له میراثه رنځ وړي مه هېروئ. په راتلونکې کې افغانانو لپاره په سوله ییزه توګه د ژوند کولو یوازینۍ لار د جګړې د پاتې شونو پاکول دي."