پر ماشومانو د قهرجنو میندو او پلرونو اغېز څه دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
"مور او پلار مې زه په ژور خپګان اخته کړې یم. نژدې هره ورځ ژاړم، خو بالاخره مې غوره وګڼله چې له پامه یې وغورځوم."
د یوې لور له خولې د داسې خبرو اورېدل عادي نه دي، په داسې حال کې چې هغه پخپله هم مور شوې وي.
خو، ساریکا وايي د مور او پلار کلونه کلونه بد او قهرجن چلن یې رواني روغتیا زیانمنه کړې.
دا دېرش کلنه ښځه د مالیزیا اوسېدونکې ده. بي بي سي ته یې ویلي: "دې پر ما ډېر اغېز کړی، په ځانګړې ډول د میندوارۍ پر مهال. زه ډاډه یم چې په نس کې ماشوم به مې هم زما ژړا اورېدلې وي."
ساریکا خپل مور او پلار سره تګ راتګ او اړیکې کمې کړې دي، خو له مور او پلاره د لېري کېدو پرېکړه ورته اسانه نه وه.
هغه وايي: "د ګناه احساس تل موجود وي."
یوازې ساریکا له دې وضعیت سره نه ده مخ.
له کینیا د اشلي په نامه یوه بله ښځه وايي: "زما پلار ډېر ځان غوښتونکی و. هېڅکله ښوونځي ته نه دی راغلی، ان زما د فراغت پر ورځ هم رانغی. هغه تل بهانه لټوله."

د عکس سرچینه، Getty Images
دا ۲۵ کلنه نجلۍ وايي، تل یې د خپل پلار دې ډول چلن په اړه نورو ته شکایت کړی او غیبت یې کړی.
اشلي بي بي سي ته ویلي: "هغه څه چې له ما سره یې ریښتینې مرسته وکړه چې د هغه له بد چلنده خوندي واوسم زما مور وه، هغې چې څومره کولای شول زما لپاره یې ترسره کړي."
نوموړې زیاتوي: "د دوی د واده اړیکه ډېره مخکې ختمه شوې وه، خو مور مې بیا هم دوام ورکاوه، ځکه چې په افریقايي کلتور کې طلاق د لویدیځې نړۍ له کلتور سره توپیر کوي."
اشلي او ساریکا ښايي زرګونه کیلومټره واټن سره ولري، خو خپلو کې ډېر ګډ ټکي لري.
د دواړو ښځو په وینا، سره له دې چې مور او پلار یې د اړتیا پر مهال رسیدګي نه ورته کوله، خو د کار، ټولنیز ژوند، واده او شخصي اړیکو په اړه پرېکړو کې یې مداخله کړې.
نورو ډېرو کسانو هم پر ټېک ټاک او نورو خواله رسنیو کې ویډیوګانې خپرې کړي او ویلي یې دي، چې څنګه د خپل مور او پلار د قهرجن چلن له امله له دوی بېل شوي دي. دوی وايي د خپل مور او پلار قهرجن چلن یې له ماشومتوبه د عمري ګناه او وېرې احساس لامل شوی.
روانپوهه ایو ادیسیوي چې د بریتانیا د رواني درملنې ټولنې له خوا راجسټر شوې وايي: "د هغو کسانو شمېر چې د مور او پلار قهرجن چلن له امله د اغېزو د درملنې په لټه کې دي نه یوازې عام دی بلکې خورا ډېر دی."
قهرجن مور او پلار څنګه وي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسف وايي: "ښه مور او پلار په کوم قانون یا سبک پورې محدودېدلای نه شي، بلکې دا یو باور دی، د ژوند یوه طریقه ده. له ماشومانو سره باید په درناوي چلن وشي او تاوتریخوالی ورسره و نه شي."
داسې حال کې چې د قهرجنو میندو او پلرونو لپاره کوم ځانګړی تعریف نشته، خو هغه مهال دا اصطلاح کارول کېږي، چې مور او پلار د اولاد پر وړاندې منفی ځانګړنې او چلن ولري.
ایو ادیسیوي وايي: "مونږ هغه مهال د میندو او پلرونو چلن قهرجن او بد یادوو، چې د جلا پېښو پر ځای یوه پېښه یا چلن په تکرار سره ترسره کړي. د بېلګې په ډول که مور او پلار له اولاد د ملګرو پوښتنه وکړي، چې ايا ملګری لري که نه؟ دا به یوه عادي پوښتنه وي، خو که دا پوښتنه د کنټرول لپاره وي او په بد چلن وشي نو پر ماشوم یې منفي اغېر ډېر وي."
د نوموړې په وینا: "ځینې وخت مور او پلار نه پوهېږي او دا کار په ناپوهۍ کې کوي. مور او پلار یې سواد نه لري او پوهاوی یې کم وي."
د کلفورنیا لاس انجلس پوهنتون UCLA له خوا په ۲۰۱۳ کال کې د څېړنې پایلې ښيي، هغه کسان چې په ماشومامتوب کې لوړ سټرس سره مخ وي او رټل شوي وي د عمر ډېروالي پر مهال د ویني فشار، د ویني غوړ او شکرې په ګډون په نورو ناروغیو اخته کېږي.
د ځانغوښتنې کنټرول او نور ډولونه

د عکس سرچینه، Getty Images
ایو الیسیوي د خپلې مشورې په خونه کې دوه ډوله قهرجن مور او پلار لیدلي، یو هغه مور او پلار چې د خپل اولاد په کار، ټولنیز ژوند، زده کړو یا د اړیکو په ټاکلو کې مداخله کوي، دویم هغه مور او پلار چې اولادونه یې لومړیتوب نه دی، بلکه ځان ورته مهم دی.
نوموړې وايي دا دواړه ډلې مور او پلار ډېر کله ورته ځانګړتیاوې سره لري.
د رواني درملنې مشاوره الیسون کورنر وايي، دا نور ډولونه هم لري:
- هغه میندي چې د اولادونو له سلا مشورې پرته د هغوی په اړه پرېکړې کوي.
- هغه میندي چې د اولادونو په هر کار کې عیب لټوي.
- هغه میندي، چې په خپل ژوند کې یو څه کم لري او غواړي د خپلو اولادونو د ژوند له لارې یې پوره کړي.
- هغه پلرونه چې که زامن یې یو څه د دوی پرتله ښه ترسره کړي، بدنیتي ورسره کوي، په ورته وخت کې نیوکې هم پرې کوي.
- عصبي پلرونه چې ډېر غوسه ناک خوی لري او په ډېره وړه خبره هم خپل اولادونه رټي.
- هغه پلرونه چې ټولې پرېکړې ښځې ته سپاري.
ایو الیسیوي وايي، سره له دې چې په دې برخه کې د نړۍ په کچه ډېرو غمجنو او زړه بوږنوونکو کیسو سره مخ کېږي، تر څنګ یې د داسې کسانو درملنه او مرسته کړې چې د مور او پلار د داسې چلن له امله یې د ځان وژنې هڅه کړې.
هغه وايي: "دا تر ټولو بد کیدی شي."
فرهنګي تابو

د عکس سرچینه، Getty Images
ساریکا وايي، هڅه یې کړې چې له خپلې کورنۍ بهر یو دریم ګړي سره چې "نه یې قضاوت کوي" خبرې وکړي، خو وايي، ټولو ورټله.
هغې زیاته کړې: "زمونږ فرهنګ همداسې دی، ټول فکر کوي چې اولادونه ناسم او میندې او پلرونه په حقه دي. خلک ډېر کله وايي چې که اور نه وي لوګی نه پورته کېږي."
هانګ کانګ پوهنتون کې د ټولنپوهنې کارپوه پروفیسر چیرس شون چین چان وايي، بېلابېل ټولنیز او اقتصادي عوامل هم په دې برخه کې رول لرلای شي.
د بېلګې په توګه، چین کې د یو ماشوم زېږولو قانون له وضع کولو کولو سره چې ډېرې کورنۍ یې د یوه ماشوم تر زېږولو محدودې کړې دي، د دې لامل شوی چې په هغه یو ماشوم ډېر فشار راشي، ځکه مور او پلار یې له هغه پرته بل څوک نه لري.
هغې بي بي سي ته ویلي: "هغه ماشوم تر ډېر فشار لاندې وي چې د خپل مور او پلار ټولې تمې او غوښتنې پوره کړي، ځکه مور او پلار به یې هم ډېرې قربانۍ ورکړې وي چې هر څه ورته برابر کړي."
پروفیسر چان دا هم ویلي، ډېرې میندې او پلرونه له عاطفي پلوه اولادونو پورې تړلې وي او د هغوی په اړه اندېښنه کوي.
نوموړي ویلي: "زما په اند دا یو ډول قهرجنه ماشوم پالنه ده او اولادونو ته سخته ده."
ایو الیسیوی وايي هغه ماشومان چې تر قهرجنې ماشوم پالنې لاندې لوی شوي وي، په ډېر عمر کې پر نورو ناروغیو د اخته کېدو تر څنګ یې په ځان باور کم وي، پر ځان نامهربانه وي، نورو سره مهربانه نه کوي، په اړیکو کې د خوندیتوب احساس نه لري او له نورو په مرستې غوښتلو کې ډېر سخت وي.
قهرجنو میندو او پلرونو سره څه ډول چلن وشي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ساریکا وايي، له واده وروسته یې مور او پلار سره اړیکه ډېره خرابه شوې، دا هغه څه دي چې مور او پلار یې نه مني.
هغه وايي: "پلار او مور مې داسې ښکاروي لکه زما لپاره یې چې هر څه کړي وي او ما ورته هېڅ څه نه وي کړي او تاسې هم هغوی ته سپکاوی کړی."
په بریتانیا کې ماشومانو او ځوانانو ته د رواني ملاتړ چمتو کولو برخې یوه شرکت ډاکټره اشا پټېل وايي، په دې اړه فکر کول چې تاسې قهرجن مور او پلار لرئ او تاسې خپه کوي عادي خبره ده، خو مهمه دا ده چې تاسې باید ځان ته پام وکړئ او ځان ته لومړیتوب ورکړئ.
هغه زیاتوي: "بل هېڅوک ستاسې د رواني روغتیا په کیسه کې نه دي. نو یوازینی کس چې دا کار کولی شي تاسې پخپله یاست."

د عکس سرچینه، Getty Images
ایو ادیسیوي وايي "پرته له دې چې خپل مور او پلار سره غیر ضروري بحثونو کې ښکېل شئ، باید ځان ته قوي پولې وټاکئ او دا ومنئ چې تاسې نور ماشومان نه یاست او لوی شوي یاست."
ایشلي دا مشوره غوره کړه او عمل یې پرې وکړ، ځان لپاره یې پولې وټاکلې او خپلې ذهني هوساینې ته یې لومړیتوب ورکړ، داسې حال کې چې ساریکا بیا د خپلې لور لپاره یوه ښه مور جوړه شوې.
هغه وايي: "زه نه غواړم د خپل مور او پلار په څېر شم. زه غواړم د خپلې لور ډېر ملاتړ وکړم. ډېره ښه یې وساتم او پرېږدم چې د خپل ژوند پرېکړه پخپله وکړي او که مشوره یې غوښته زه به یې تل تر څنګ یم."











