د اسرائیل او ایران جګړه به پر جي۷ غونډه سیوری وغوړوي؟

    • Author, جیمز لنډالې
    • دنده, د دیپلوماتیکو چارو خبریال

په کاناډا کې به د جي ۷ هېوادونو پر غونډه چې نن د جون ۱۶مه به وشي، د اسرائیل او ایران د جګړې سیوری غوړېدلی وي، داسې یوه جګړه چې نړیوالو مشرانو یې تمه لرله.

د دې غونډې په اجنډا کې د اوکرایین پر ضد د روسیې جګړې او د امریکا پر سوداګریزو ملګرو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستیو مالیو ته ځای ورکړل شوی و، خو اوس به په دې درې ورځنۍ غونډه کې ټول پام د منځني ختیځ پر جګړې ور ټول وي.

پر ایران د اسرائیل برید به د لوېدیځ اوه قوتونه اړباسي چې د نورو مسلو پرتله د دې کړکېچ د مهارولو پر لارو چارو ډېر بحثونه وکړي.

که څه هم اسرائیل ښايي دا برید د امریکا له ښکاره ملاتړ پرته کړی وي، خو د امریکا ولسمشر یوازینی کس دی، چې پر لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو اغېز درلودلای شي.

د جي۷ مشران داسې حال کې کاناډا ته رسېدلي، چې پوهېږي که په دې جګړه کې نورو هېوادونه ښکېل شي یا دا جګړه پراخه شي، نو نړیوال اقتصادي او امنیتي خطرونه هم ورسره تړلي دي خو دې سره هم داسې ښکاري، چې ښايي د یوه مشترک دریځ غوره کول به دوی ته اسانه چاره نه وي.

د برېتانیا لومړي وزیر سر کیئر سټارمر او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په څېر ځینو مشرانو د زغم غږ کړی، خو د جاپان لومړي وزیر شیګیرو اشیبا بیا د اسرائیل برید غندلی، د ''نه زغمولو وړ'' او ''خورا افسوسناک'' یې بللی. خو ولسمشر ټرمپ بیا له خپل لوري دا بریدونه ''عالي'' بللي.

د نظر اختلافونو پټول

دا هر څه د کاناډا نوي لومړي وزیر کارنې له هغه پلانه ډېر واټن لري، چې په کانانسکس کې یې چمتو کړی و. ده د یوې داسې غونډې پلان درلود، چې د جي۷ داسې پنځوسمه کلیزه ولمانځله شي، چې له ولسمشر ټرمپ سره له اختلافه پکې ډډ‌ه وشي.

د ځنګلونو د اورونو مهارولو، د ډیجیټلي لېږد چټکتیا، د معادن شبکو انتقالاتو خوندیتوب او انرژۍ خوندیتوب په ګډون د ده د اجنډا ډېره برخه بې جنجاله وه. په دې کې د اقلیمي بدلون په څېر مسائل ډېر نه وو، چې ولسمشر ټرمپ پرې شکمن دی.

کاناډايي چارواکو ان دا پرېکړه هم کړې وه، چې باید مشترکه اعلامیه نه وي، چې د اصلاحاتو پر سر جنجال نه وي.

د دې پر ځای به نړیوال مشران داسې بیانونه ورکړي، چې په لنډمهالو فعالیتونو په کې تمرکز شوی وي. کاناډایانو ته ښه یاد شي، چې په ۲۰۱۸ کال کې دوی د جي۷غونډې کوربتوب کاوه، نو د ټرمپ د تعرفو اړه په کې جنجال رامنځته شوی و.

ولسمشر ژر وتلی و، په الوتکه کې یې د سفر په ترڅ کې له اعلامیې خپل ملاتړ بېرته واخیست او د کاناډا د هغه مهال د لومړي وزیر جسټین ټروډو څرګندونې یې ''خورا غیررښتینې او کمزورې'' بللې وې.

په دې غونډه کې به ښايي ښاغلی کاناناسکیس ګالف کلب ته هم ورشي، چې ولسمشر ټرمپ ترڅنګ وساتي.

یوه عجیبه کورنۍ غونډه

له دې ټول احتیاط سره هم یوه پوښتنه شته او هغه دا چې د ټولیزې همغږۍ رامنځته کولو پر ځای دوه اړخیز جوړجاړي ته د ولسمشر ټرمپ څرګند تمایل ته په کتو بیا هم دا غونډه کوم ارزښت لري؟

دا له لوړې وروسته پر داسې یوه نړیوال دریځ د ولسمشر ټرمپ لومړنی حضور دی او شپږ ملګري مشران به یې په لېوالتیا سره منتظر وي، چې ایا نوموړی په کور دننه د رایې ورکوونکو پام جلبولو لپاره یرغلګرانه تګلاره خپلوي او که سیاستواله تګلاره غوره کوي.

د نړیوالو او ستراتیژیکو څېړنو مرکز کې د اروپا، روسیې او ایروشیا څانګې مشر ماکس بیرګمن په دې هکله وايي: ''اوس پوښتنه دا نه ده، چې ایا دا عجیبه کورنۍ غونډه نه ده؟ پوښتنه اوس دا ده، چې ایا دا رښتیا هم یوه کورنۍ ده؟''

له یوې زاویې د کاناناسکیس غونډه کې د ځینو ګډونوالو شتون مرسته کوي. په دې غونډې کې د سر کیئرسټارمر، جرمن چانسلر میرتز، ښاغلي ایشیبا او خپله ښاغلي کارنې څېرې نوې دي او د جي۷ تجربه کار مشران ولسمشر مکرون او د ایټالیا لومړۍ وزیره میلوني له ولسمشر ټرمپ سره ښه اړیکي لري.

د مکسیکو، هند، اسټرالیا، سویلي افریقا، سویلي کوریا او برازیل مشران هم په دې غونډه کې ګډون کوي او داسې تمه نه کېږي، چې دوی به کوم جنجال راپورته کړي.

له ټرمپ سره د تعرفو پر سر مقابله

د جي۷ شتون تر ټولو برالا ازموینه به د ولسمشر ټرمپ د تعرفو جګړه وي. جي۷ ټولنه په ۱۹۷۰مه لسیزه کې د یو شمېر شتمنو صنعتي هېوادونو د اقتصادي ستونزو هوارولو بحثونو لپاره رامنځته شوه، چې اوس د خپل یوه غړي له لوري د تعرفو له یوه درانه بار سره تعامل کوي.

هغه دلیل چې د نړۍ مشران به یې ښاغلي ټرمپ ته وړاندې کوي دا دی چې که دی غواړي چې دوی په اقتصادي نورو برخو کې د چین لخوا د اوږدمهاله ګواښونو، پر وړاندې مبارزه کې ورسره مرسته وکړي، نو دا بیا هیڅ معنی نه لري چې دی خپلو متحدینو ته سزا ورکړي. دوی غواړي، څرګنده کړي چې امریکا ته د لومړیتوب ورکولو او له بیجینګ سره د مقابلې ترمنځ یو سوداګري شته.

د اتلانټیک شورا جیو ایکانومیکس مرکز مشر رییس جوش لیپسکي په دې هکله وايي: "که پوښتنه دا وي چې موږ څنګه د چین په اړه همغږي کوو، څنګه د ټیکنالوژۍ په اړه همغږي کوو، څنګه د روسیې او اوکرایین په اړه همغږي کوو، نو که چېرې موږ د یو څه له لارې چې له بل غړي څخه راځي، زموږ په هېوادونو کې اقتصادي ستونزې رامنځته کوو، څنګه کولی شو د پرمختللو اقتصادي دیموکراسۍ ترمنځ دا ډول اتحاد ولرو ؟"

د اوکرایین موضوع پر سر پر روسیې فشار ډېرول

د دې بحث ډېر تمرکز به پر اوکرایین وي. ولسمشر زېلینسکي به د سې شنبې پر ورځ په دې غونډه کې ګډون وکړي. د ده او نورو مشرانو هدف به د روسیې په هکله د ولسمشر ټرمپ د فکر اوسني حالت ارزونه وي.

د اوکرایین متحدین غواړي چې پر ولسمشر پوتین فشار ډېر شي، چې د خبرو میز ته راشي. د دې چارې لپاره دوی غواړي د هغوی اقتصاد ته سخت ګوزار ورکړي.

لومړی به دوی غواړي هغه بیې کمې کړي، چې د نړۍ ډېر هېوادونه یې د روسیې د تېلو لپاره ورکوي.

دوی واردمخه د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې موافقه وکړه، چې د روسیې د خامو تېلو هر بېرل بیه ۶۰ ډالرو پورې محدوده کړي، چې دا د لوېدیځو بندرونو او بار وړلو بیمې او بندرونو ته د لاسرسي شرط کېږي، خو دا د انرژۍ د بیو راټیټیدو له امله ډېره اغېزمنه چاره نه ده.

اروپايي کمېسیون تر ۴۵ ډالرو پورې حد غواړي. اوکرایین غواړي چې دا حد نور هم ټیټ کړي او ۳۰ ډالرو ته راشي، خو هغه څه چې روښانه نه دي، دا دي چې ښاغلی ټرمپ په دې هکله څه فکر کوي؟

ځینو چارواکو له مخکې ویلي، چې متحدین ښايي د متحده ایالاتو له ملاتړ پرته دا حد کم کړي.

دویم، د اوکرایین لوېدیځوال متحدین د اقتصادي بندیزونو یو سختې نوې ټولګې غوښتنه کوي. اروپايي کمېسیون له مخکې د مسکو د انرژۍ پر عوایدو، بانکونو او پوځي صنعت د جریمو یوه نوې ټولګه وړاندیز کړې.

د لینډسي ګراهام په مشرۍ د متحده ایالاتو سناتوران هم د سختو نويو بندیزونو غوښتنه کوي، چې باید په ځانګړي توګه د چین او هند په ګډون پر هغو هېوادونو سختې تعرفې ولګول شي، چې ارزانه روسي تېل اخلي.

مخکې به ویل کېدل، چې جي۷ د ازادې نړۍ جلو ته د کېناستو حیثیت لري، خو روانه اونۍ به معلومه شي، چې ایا دا ټولنه لا هم د جلو سمبالولو وړتیا لري او که نه.