تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان دفاع وزیر وايي، هېواد به یې افغانستان کې نویو هوايي عملیاتو ته 'زړه نا زړه' نه شي
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هېواد به یې په افغانستان کې د هوايي عملیاتو ترسره کولو ته زړه نا زړه نه شي.
له فرانس ۲۴ خبري شبکې سره یوه مرکه کې خواجه اصف د پاکستان د امنیتي وضعیت په تړاو خبرو کې ادعا وکړه، چې پاکستان کې وروستي بریدونه ''په کابل کې د طالبانو حکومت او هند په شریکه پیل کړې نیابتي جګړې پایله ده.''
د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړه، تر هغو چې ''د کابل له لوري د سولې تضمین'' نه وي ورکړل شوی، پاکستان به په افغانستان کې نویو هوايي عملیاتو ته ''زړه نا زړه نه شي.''
د پاکستان دفاع وزیر دغه راز تور پورې کړ، چې کله پر پاکستان د برید خبره کېږي، کابل او نوی ډیلی ''یوه خوله وي.'' نوموړي دغه راز وویل، چې له هند سره د جګړې ''احتمال'' اوس هم شته.
د پاکستان دفاع وزیر له دې مخکې هم ویلي و، چې ګواکې پاکستان د روژې میاشتې تر رارسېدو مخکې په افغانستان کې برید کولی شي. ښاغلي اصف د روانې فبرورۍ پر ۱۱مه د پاکستان پارلمان ته ویلي و:
"کله چې هغوی پر موږ ترهګري تپي... ما د ۳۲۰۰ شهیدانو لېست وړاندې کړی، چې په بېلابېلو ایالتونو پورې تړاو لري... موږ باید د دغو وینو غچ له چا واخلو؟ موږ پرته له غبرګون ښودلو، جبیره کولو او د خپلې خاورې ساتنې بله لاره نه لرو."
بل لور د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تېره پنجشنبه د پاکستان دفاع وزیر د څرګندونو په تړاو وویل، چې پاکستان له افغانستان سره جګړه نه غواړي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ورته مهال له افغانستانه وغوښتل، چې پر خپلې خاورې د فعالو ترهګرو ډلو پر ضد پرېکنده ګامونه واخلي. دغه وزارت ټینګار وکړ، که څه هم پاکستان د افغانستان لپاره سوله او سوکالي غواړي، خو نه به د دیپلوماسۍ دروازه وتړي او نه به تاوتریخوالی جګړې ته ورسوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د خپلې اونیزې خبري غونډې پر مهال وویل:
"دیپلوماسي ان په جګړو کې هم روانه وي. دیپلوماسي د نښتو پر مهال هم دوام لري. نو موږ نه غواړو د خبرو اترو دروازه وتړو، لکه څنګه چې نه غواړو د خپلو دوو ورونو هېوادونو ترمنځ د جګړې دروازه پرانیزو. موږ خپلو افغان وروڼو او خویندو ته سوله او سوکالي غواړو، خو نه غواړو چې د هغوی خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي."
تر اوسه د طالبانو حکومت د خواجه اصف څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی څرګند کړی، خو مخکې یو شمېر طالب چارواکو ویلي وو، چې دا ډول څرګندونې د خبرو فضا ترینګلې کوي او د اړیکو د ښه کېدو پر ځای، تاوتریخوالی زیاتوي. هغوی ټینګار کړی و چې "خواجه آصف باید د دفاع د وزیر په څېر چلن وکړي."