په امریکا کې یو افغان په ۱۵ کاله بند محکوم شو

اوکلاهوما

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د قضايي اسنادو له مخې FBI هغه مهال د نصير احمد توحيدي د ګوګل حساب ته لاسرسی وموند چې هغه د "اسلامي دولت" نومې (داعش) ‌ډلې تبليغاتي مواد په دوامداره توګه کتل.

یو افغان د چهارشنبې په ورځ له دې کبله په ۱۵ کاله بند محکوم شو، چې د "اسلامي دولت" نومې (داعش) ډلې په استازیتوب یې د امریکا د ټاکنو پر ورځ د برید کولو پلان جوړ کړی و.

۱۹ کلن عبدالله حاجي زاده په اپرېل کې اعتراف وکړ چې د ترهګریز جرم ترسره کولو لپاره یې د وسلو او مهماتو د رانیولو هڅه کړې وه.

حاجي زاده او د هغه د جرم شریک ۲۸ کلن ناصر احمد توحیدي د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشت کې په اوکلاهوما کې (د نومبر پر پنځمه له کېدونکو ولسمشریزو ټاکنو څو اونۍ وړاندې) ونیول شول.

توحیدي هم خپل جرم منلی، خو د هغه د سزا نېټه تر اوسه نه ده ټاکل شوې.

د محکمې اسناد ښيي چې حاجي زاده او توحیدي غوښتل دوه کلاشینکوفونه او ۵۰۰ مرمۍ واخلي چې د ټاکنو په ورځ "ډېره مرګژوبله رامنځته کوونکی برید" و کړي.

خو پلورونکی په اصل کې د FBI یو پټ کارکوونکی و.

د FBI ځانګړي استازي دوګ ګوډواټر وویل: "هغوی د "اسلامي دولت" په ګټه د امریکا پر ضد د تاوتریخوالي پلان جوړ کړ او په دې کار یې د هغه هېواد مقابل کې ودرېدل چې پناه او خوندیتوب یې ورکړی و."

په اوکلاهوما ښار کې يوه فدرالي قاضي حاجي زاده په اعظمي سزا، يعنې ۱۵ کلونو بند محکوم کړ چې وروسته به له امريکا وشړل شي.

د امریکا د عدلیې وزارت هم ویلي، حاجي زاده او توحیدي منلې چې په امریکا کې د بند له مودې وروسته به افغانستان ته واستول شي.

ياد افغان د ۲۰۲۱ کال سپټمبر کې متحده ايالاتو ته تللی او په اوکلاهوما کې له خپلې مېرمنې او کوچني ماشوم سره ژوند کوي.

د قضايي اسنادو له مخې FBI هغه مهال د نصير احمد توحيدي د ګوګل حساب ته لاسرسی وموند چې هغه د "اسلامي دولت" نومې (داعش) ‌ډلې تبليغاتي مواد په دوامداره توګه کتل.

نوموړی په ټېلېګرام کې له يوه تن سره په اړيکه و چې FBI هغه (داعش) ته د يو جلبوونکي کس په توګه پېژندلی او ورسره يې د وسلو د تر لاسه کولو او افغانستان ته د خپلې کورنۍ د ستنولو په اړه خبرې کولې.

د امریکا د عدلي چارواکو په وینا، دواړه کسان هغه مهال ونيول شول کله چې د وسلو او مهماتو د اخيستلو لپاره د FBI له پټو اجنټانو سره په کتنه بوخت وو.

د داعش بیرغ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د "اسلامي دولت" ډلې د (خراسان) څانګې نوم په افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا کې د هغې ډلې وسله والو لپاره یادېږي، چې دا ډله یې [خراسان ولایت] بولي.

د روانې نومبر میاشتې پر دویمه فرانسه کې د ترهګرۍ ضد ځواک چارواکو ویلي وو، له "اسلامي دولت" نومې وسله والې ډلې (داعش) سره د تړاو په تور یې یو افغان سړی نیولی دی.

د فرانسې لوموند ورځپاڼې په رپوټ کې د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ (پي این اې ټي) مسوولینو له قوله لیکلي وو چې د (نومبر لومړۍ) پر دې ۲۰ کلن سړي د یوې ترهګرې ډلې په فعالیتونو کې د برخه اخیستنې او مالي ملاتړ تورونه رسماً پورې شوي دي.

د لوموند په رپوټ کې زیاته شوې دا سړی تېره اونۍ په لیون سیمه کې نیول شوی او له محاکمې مخکې په توقیف کې ساتل شوی و.

د پي این اې ټي مسوولینو د دې کس په هکله ویلي، چې ''په څرګند ډول یې له جهادي ایډیالوژۍ سره تړاو درلود. د ده په هکله داسې شکونه شته چې له "اسلامي دولت" نومې ډلې خراسان څانګې (ای اېس کې) سره یې اړیکي درلودل.''

د "اسلامي دولت" ډلې د (خراسان) څانګې نوم په افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا کې د هغې ډلې وسله والو لپاره یادېږي، چې دا ډله یې [خراسان ولایت] بولي.

دغه مسوولین زیاتوي پر نیول شوي سړي داسې شکونه هم شته، چې ترهګرې ډلې ته یې ''پیسې استولې'' او د هغوی د پروپاګند موادو ژباړه کې یې مرسته کوله.

د یادونې ده، چې د تېر کال اګست کې له ترهګرۍ سره د مبارزې چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف خبرداری ورکړی و، چې افغانستان کې د داعش څانګه "د اروپا لپاره تر ټولو لوی بهرنی خطر دی"، ځکه په وینا یې دا ډله د پیاوړي کېدو په حال کې ده.