فرانسوي رسنۍ: له داعش خراسان ډلې سره د اړیکو په تور یو افغان وګړی نیول شوی

داعش

د عکس سرچینه، Getty Images

فرانسه کې د ترهګرۍ ضد ځواک چارواکي وايي، له اسلامي دولت نومې وسلوالې ډلې داعش سره د تړاو په تور یې یو افغان سړی نیول شوی دی.

د فرانسې لوموند ورځپاڼې په رپوټ کې د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ (پي این اې ټي) مسوولینو له قوله لیکلي چې پر شنبه (نومبر لومړۍ) پر دې ۲۰ کلن سړي د یوې ترهګرې ډلې په فعالیتونو کې د برخه اخیستنې او مالي ملاتړ تورونه رسماً پورې شوي دي.

د لوموند په رپوټ کې زیاته شوې دا سړی تېره اونۍ په لیون سیمه کې نیول شوی او له محاکمې مخکې په توقیف کې ساتل شوی و.

د پي این اې ټي مسوولینو د دې کس په هکله ویلي، چې ''په څرګند ډول یې له جهادي ایډیالوژۍ سره تړاو درلود. د ده په هکله داسې شکونه شته چې له اسلامي دولت نومې ډلې خراسان څانګې (ای اېس کې) سره یې اړیکي درلودل.''

دغه مسوولین زیاتوي پر نیول شوي سړي داسې شکونه هم شته، چې ترهګرې ډلې ته یې ''پیسې استولې'' او د هغوی د پروپاګند موادو ژباړه کې یې مرسته کوله.

د فرانسوۍ لي پاریسین ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، چې دغه افغان چې څو کاله مخکې فرانسې ته تللی و، د کورني امنیت استخباراتي ادارې (ډي جي اېس ای) مسوولینو لخوا په داسې حال کې نیول شوی، چې له مخکې د لیون سیمې په یوه اداري توقیف ځای کې ساتل کېده.

د لو پاریسین ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، له نیول شوي سړي د ترهګرۍ ستاینې او پر ټېک ټاک او سنپ چټ خواله رسنیو د جهادي پروپاګند محتوا ايډیټ او خپرولو په تړاو پوښتنې، ګروېږنې شوې دي.

د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې نوم په افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا کې د هغې ډلې وسله والو لپاره یادېږي، چې دا ډله یې خراسان ولایت بولي.

د یادونې ده، چې د تېر کال اګست کې له ترهګرۍ سره د مبارزې چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف خبرداری ورکړی و، چې افغانستان کې د داعش څانګه "د اروپا لپاره تر ټولو لوی بهرنی خطر دی"، ځکه په وینا یې دا ډله د پیاوړي کېدو په حال کې ده.

ښاغلي ورونکوف د تېر کال په اګست کې ویلي و: "داعش خراسان څانګې په تېرو شپږو میاشتو کې خپلې مالي او لوژستیکې برخې پیاوړې کړې دي او په دې کې یې د افغانستان او مرکزي اسیا له دیاسپورا (د کډوالو ټولنې) هم ګټه پورته کړې."

ښاغلي ورونکوف زیاته کړې وه، په بهر کې د داعش خراسان ډلې بریدونه ''مشخص شوي'' او په خبره یې دې ډلې د نورو وسله والو د جذب لپاره هم هلې ځلې زیاتې کړې دي.

دې ډلې د تېر کال په مارچ میاشت کې د روسیې پلازمېنې مسکو په یوه موسیقۍ تالار کې د برید مسوولیت منلی و، چې ۱۴۵ کسان پکې وژل شوي وو.

د رپوټونو له مخې، د افغانستان او پاکستان تر منځ په وروستۍ شخړه کې هم د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د داعش ډلې فعالیتونه د بحث یوه موضوع وه.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان هغه تورونه ردوي، چې له ډیورنډ کرښې پورې غاړې له وسله والو ډلو سره ملاتړ او همکاري کوي او پر پاکستان تور پورې کوي، چې داعش وسله والو ته یې اجازه ورکوي، چې د پاکستان له خاورې په افغانستان کې دننه وسله وال فعالیتونه ترتیب او تنظیم کړي. پاکستان دغه ادعا ردوي.