د زیاتو او لږو اوبو خطرونه: د څومره اوبو څښل ډېر بلل کېږي

Indian young girl is drinking fresh water, desert village, Thar Desert, Rajasthan

د عکس سرچینه، Getty Images

اوبه د ژوند لپاره اړينې دي. ګڼې نړيوالې لارښودنې ښځو ته د ورځې شاوخوا دوه لیټره او سړیو ته د دونیمو (۲.۵) لیټره اوبو څښلو سپارښتنه کوي.

خو ساینسپوهان وايي اوبو ته زموږ د بدن اړتیا په بېلابېلو عواملو پورې تړلې ده.

که څوک کافي اوبه ونه څښي، نو د بدن د اوبو کمښت یا "ډیهایډرېشن" رامنځته کېږي خو که ډېرې اوبه وڅښل شي، نو دا هم مرګونې تمامېدلی شي.

اوبه د بدن شاوخوا ۶۰٪ وزن جوړوي چې زموږ په حجرو، غړو، وینې او د بدن په مختلفو برخو کې شته دي.

د بريتانیا د سکاټلنډ په سټرلېنګ پوهنتون کې د هاېډرېشن برخې متخصصه ډاکتره نيډا روډرېګز سنچېز "اوبه يو غذایی توکی" بولی.

نوموړې وايي، "موږ یوازې پروټینو، ویټامینونو، کاربوهایډریټو او فایبر ته پام کوو، خو اوبه د ژوند لپاره یو مهم غذایي عنصر نه بولو."

اوبه د بدن نژدې ټولو حیاتي دندو لپاره اړینې دي. د هارورډ روغتيايي پوهنځي په وینا، د اوبو ځینې مهمې دندې په لاندې ډول دي:

اوبه د بدن نژدې ټولو حیاتي دندو لپاره اړینې دي. د هارورډ روغتيايي پوهنځي په وینا، د اوبو ځینې مهمې دندې په لاندې ډول دي:

  • حجرو ته د غذایي موادو او اکسیجن رسول
  • له مثانې د بکتریاوو ویستل
  • په هضم کې مرسته
  • د وینې فشار نورمال ساتل
  • د بندونو ساتنه
  • د غړو او نسجونو خوندي ساتل
  • د بدن د حرارت درجه تنظیمول
  • د الکترولایت (سوډیم) توازن ساتل
 زموږ بدن تل د خولې، ميتازو او حتی د تنفس له لارې اوبه له لاسه ورکوي. د بدن د سم فعالیت لپاره دا له لاسه وتلې اوبه باید بېرته ترلاسه شي، دې ته د اوبو توازن ویل کېږي.

که کافي اوبه و نه څښل شي څه پېښیږي؟

زموږ بدن تل د خولې، ميتازو او حتی د تنفس له لارې اوبه له لاسه ورکوي. د بدن د سم فعالیت لپاره دا له لاسه وتلې اوبه باید بېرته ترلاسه شي، دې ته د اوبو توازن ویل کېږي.

کله چې بدن د څښلو پرتله ډېرې اوبه له لاسه ورکړي، نو ډیهایډرېشن رامنځته کېږي. دا چاره ګڼې جدي روغتیایي ستونزې پیدا کولی شي.

د اوبو کمښت يا ډيهايډرېشن نښې:

  • تیاره ژېړ او بد بوی لرونکې ميتازې/بولې
  • له معمول لږ متيازې کول
  • سر ګرځېدل یا بې هوښي
  • ستړیا
  • وچه خوله، شونډې او ژبه
  • تر سترګو لاندې تورې کړۍ يا ننوتلې سترګې

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبليو اېچ او) له مخې، په سختو حالاتو کې، د اوبو کمښت ګډوډي، تېز نبض او حتی د بدن غړو له کاره لوېدل رامنځته کولی شي.

په لنډ وخت کې د ډېر مقدار اوبو څښل کولی شي هایپوناټریمیا رامنځته کړي، چې دې ته د "اوبو زهریت" هم ویل کېږي. دا هغه وخت پېښېږي چې د وینې د سوډیم اندازه په خطرناکه کچه ټیټه شي او د بدن حجرې پړسېږي.

ایا ډېرې اوبه څښل هم خطرناک دي؟

هو او پایلې یې جدي کېدای شي.

په لنډ وخت کې د ډېر مقدار اوبو څښل کولی شي هایپوناټریمیا رامنځته کړي، چې دې ته د "اوبو زهریت" هم ویل کېږي. دا هغه وخت پېښېږي چې د وینې د سوډیم اندازه په خطرناکه کچه ټیټه شي او د بدن حجرې پړسېږي.

د هایپوناټریمیا نښې نښانې:

  • خواګرځېدل او کانګې
  • سردرد
  • ګډوډي
  • د انرژۍ له لاسه ورکول، خوبولی حالت او ستړیا
  • بې قراري او عصبي حالت
  • د عضلاتو کمزوري، تشنج یا درد
  • دورې راتلل
  • په سختو مواردو کې، کوما

په ۲۰۱۸ کال کې، جوهانا پېري له خپلې لور او زوم سره د لندن په مرتون کې د ګډون لپاره تمرین کاوه. هغه ورځ ډېر ګرمه وه، او جوهانا د رضاکارانو له خوا منډه وهونکو ته ورکړل شوې ډېره اندازه اوبه وڅښلې.

نوموړې بي بي سي ته وويل،"وروستۍ خبره چې راته یاده ده، د نیم مرتون نښه وه".

هغې درې ورځې وروسته د عاجلې پاملرنې په څانګه کې سترګې وغړولې. خاوند يې یوه ویډیو ثبت کړې وه چې دا د پای له کرښې تېرېږي، هغه څه چې دې ته هېڅ په یاد نه دي.

دا وايي، "زما ملګری او یو څو نور دوستان هلته وو. هغوی ماته لاسونه ښورول. زه په فزیکي توګه ډېره لړزانده وم. کور ته لاړو او زه ډېره ناروغه او بيا بې سده شوم".

"ما په ریښتیا دومره ډېرې اوبه څښلې وې چې د خپل بدن مالګه او اړین غذایي مواد مې له بدنه ايستل شوي."

د جوهانا قضیه ښيي چې بدن له خپلې وسې او اړتيا زیات مایعات جذب کړي څه پېښېږي.

مایعات ډېر ژر وینې ته جذبېږي. هغه زیات مایعات چې جذب شي، پښتورګي یې فلتر کوي او وروسته یې د ميتيازو له لارې بهر باسي. خو زموږ پښتورګي یوازې شاوخوا یو لیټر مایع په يوه ساعت کې پروسس يا تصفيه کولی شي.

بدن ته څومره اوبه په کار دي؟

Little boy eating watermelon

د عکس سرچینه، Getty Images

د روغتیا د ساتنې لپاره، ډېر روغتیایي بنسټونه د ورځې له شپږو تر اتو پیالو پورې د اوبو څښلو سپارښتنه کوي.

د اروپایي ټولنې د خوړو د خوندیتوب اداره ښځو ته دوه لیټره او سړیو ته دوه نیم لیټره اوبو څښلو سپارښتنه کوي. په دې کې یوازې اوبه او مشروبات نه، بلکې د خوړو له لارې اخیستل شوې اوبه هم شاملې دي.

ډېری خواړه لکه مېوې، سبزي او حتی مغزي مواد هم اوبه لري. د بېلګې په توګه، هندواڼه شاوخوا ۹۲٪ اوبه لري.

خو دا سپارښتنې د هر چا لپاره یو ډول نه دي.

د بريتانیا سکاټلنډ کې د ابرډېن پوهنتون يو پروفیسور جان سپیکمن، چې د یوې نړیوالې څېړنې برخه و او د ۲۳ هېوادونو د ۵۰۰۰ کسانو د اوبو مصرف یې څاره وايي،

"نارينه چې عمر یې له ۲۰ تر ۶۰ کلونو وي، احتمالا د ورځې شاوخوا ۱.۸ لیټره اوبو ته اړتیا لري. او ښځې د همدې عمر په ډله کې ۱.۵ تر ۱.۶ لیټره اوبو ته اړتیا لري. خو کله چې عمر ۸۵ ته ورسېږي، نو یوازې یو لیټر اوبه کافي وي."

خو د یوه شخص د اوبو اړتیا په بېلابېلو عواملو پورې اړه لري، لکه د بدن وزن، فزیکي فعالیت، عمر، جنس او چاپېریال.

نوموړی وايي، "د اوبو اړتیا تر ټولو لوی فکتور د بدن کچه او وزن دی".

"که تاسو په یوه ګرم او مرطوب ځای کې ژوند کوې، نو ستا د اوبو اړتیا به تر هغه چا ډېره وي چې په یوه یخ او وچ ځای کې ژوند کوي."

تنده بدن ته دا پیغام ورکوي چې اوبو ته اړتیا لري. د ميتيازو رنګ هم د بدن د هایډرېشن یو ښه نښه ده، روڼ ژېړ رنګ ښيي چې ستا د بدن اوبه پوره دي، خو تور او ډېر ژېړ رنګ ښيي چې ته ښایي د اوبو کمښت ولرې.

که تاسو استفراق کړی وي او یا نس ناستې له امله ناروغ وئ، نو باید لا ډېره اندازه اوبه وڅښئ.