د نړۍ لومړنی 'علني همجنس‌خوښی' امام محسن هندرېکس څوک و؟

    • Author, لېبو ډیسیکو
    • دنده, د نړیوالو مذهبونو خبریال، بي بي سي نړیوال سروېس

د سوېلي افریقا د عدلیې مرستیال وزیر اندریس نیل ویلي، پولیس د محسن هندرېکس د وژنې په تور د شک وړ کسان تعقیبوي. محسن هندرېکس هغه څوک دی چې د نړۍ د همجنس خوښو "لومړنی امام" ګڼل کېده.

پولیس د پېښې پلټنې کوي، خو مرستیال وزیر "نیوزروم افریکا" تلویزیون ته وویل، لا وختي ده چې دا پېښه د کرکې جرم وګڼل شي.

نوموړي هندرېکس وستایه او ویې ویل: "هغه د جنوبي افریقا یو وګړی و، چې موږ ټول ورباندې ویاړلی شو او موږ ټول باید هڅه وکړو د هغه په څېر واوسو."

محسن هندرېکس، چې ۵۷ کلن و، د شنبې په رڼا ورځ په ساحلي ښار، جکیبیرها (پخوا: پورټ الیزابېت) کې هغه مهال چې په موټر کې د شا څوکۍ کې ناست و، په ډزو ووژل شو. په سیمه کې د څار کامرو ویډیوګانو ښودلې چې یو پوزپټی کس له یوه کوچني بار وړونکي موټره کوزېږي، د هندرېکس موټر ته ورنژدې کېږي او د موټر له ښیښې پر هغه ډ‌زې کوي.

په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې بریدګر بېرته خپلې هغې لارۍ ته وخوت چې یو بل کس چلوله او بیا دواړه له سیمې وتښتېدل.

د یوه امام د لمسي په توګه، هغه له ماشومتوبه پوهېده چې غواړي اسلام زده‌کړي خو هغه څه چې یې تمه نه درلوده، دا و د چې په خپل هېواد او ټوله افریقایي وچه کې د LGBTQ+ (همجنس‌خوښو) مسلمانانو غږ شي. هغه نرم‌خوی‌ سړی و، خو کله چې موږ په ۲۰۱۹ کال کې خبرې کولې، ما د هغه په غږ کې یو خاموش ځواک هم احساس کړ.

هغه باور درلود چې خالق یې د ده د جنسیتي هویت په شمول هرڅه منلي دي. د هغه په اند، اسلام د خلکو د منلو دین و، نه د هغوی د ردولو. هغه راته وویل، جنسي هویت یې د شخصیت یوه برخه وه، نو ولې به الله هغه د خپل ذات له امله رد کړي؟

کله چې ما ورسره د تیلیفون له لارې خبرې کولې، هندرېکس ټینګار کاوه چې "د خلکو جومات یې" یوازې د همجنس‌‌خوښو لپاره نه دی. هغه غوښتل چې دا د ټولو خلکو لپاره د هرکلي ځای وي، ان د جنسي کارګرو په شان د محرومو ټولنو لپاره هم.

په دې جومات کې سړو او ښځو یوځای لمونځ کاوه او کله کله به ښځو د جمعې خطبه ویله. هغه باور درلود چې اسلامي متون د ټولو خلکو لپاره د ګډ ژوند زمینه برابروي خو دا د پام وړ خبره وه، چې زموږ د خبرو پر مهال، دې جومات، چې په لومړي سر کې د هغه په کور کې جوړ شوی و، د ځینو خلکو د مخالفت له امله نوی ځای لټاوه.

هندرېکس، چې په یوه دودیزه مسلمانه کورنۍ کې زېږېدلی و، له ماشومتوبه احساسوله چې له نورو هلکانو سره توپیر لري.

په ۲۰۲۲ کال کې د The Radical (بنسټ‌پال) په نوم مستند فلم کې هغه یادونه وکړه چې څنګه به یې د خپل نیکه خطبې اورېدې، چې پکې ویل کېدل، د هغه په څېر خلک به دوزخ ته ځي.

هغه هڅه وکړه چې له ټولنیزو تمو سره سم ژوند وکړي. له یوې ښځې سره یې واده او شپږ کاله یې ګډ ژوند وکړ. دوی درې اولادونه درلودل، خو وروسته یې طلاق واخیست.

کله چې محسن هندرېکس په ۱۹۹۶ کال کې د خپلې همجنس‌خوښۍ د هویت اعلان وکړ، د همجنس‌خوښو مسلمانانو لپاره یې د 'داخلي حلقه' (Inner Circle) په نوم یوه پټه ملاتړې ډله جوړه کړه.

وروسته، کله یې چې یوه ملګري د ځايي امام له‌خوا د همجنس‌خوښۍ د غندنې یوه خطبه واورېده، پرېکړه یې وکړه چې خپل یو ټول‌منلی عبادت‌ځای جوړ کړي.

هندرېکس په ۲۱ کلنۍ کې پاکستان ته ولاړ، چې هلته اسلام زده‌کړي. که څه هم هغه د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې خپل ایمان او جنسي هویت سره یوځای کړ، خو ټول خلک یې له دې نظر سره موافق نه وو.

په ۲۰۲۲ کال کې، د سوېلي افریقا د مسلمانانو قضايي شورا (MJC) اعلان وکړ چې هغه مسلمانان چې په همجنس‌‌خوښو پورې تړلي دي، "خپله یې ځان له اسلامه ایستلی دی."

په ځواب کې، هندرېکس په یوه مقاله کې استدلال وکړ چې د شریعت (اسلامي قانون) هدف "د ژوند، بشري حقونو، انساني کرامت او ټولو هغو واحدونو ساتنه ده، چې یوه ټولنه ترې جوړه شوې ده."

د هغه تر وژنې وروسته، د مسلمانانو قضايي شورا وویل که څه هم دوی "تل دا دریځ درلود چې د محسن نظرونه له اسلامي زده‌کړو سره مطابقت نه لري، خو موږ د هغه وژنه او د LGBTQ+ ټولنې پر ضد هر ډول تاوتریخوالی په کلکه غندو."

دغې شورا زیاته کړه: "د یوه دیموکراتیک او ګڼ‌کلتوریزې ټولنې د غړو په توګه، MJC د سوله‌ییز ګډ ژوند او متقابل درناوي لپاره خپل دریځ ثابت ساتي، ان که زموږ نظرونه توپیر هم ولري."

د افریقا په وچه کې د همجنس‌‌خوښو مسلمانانو لپاره به محسن هندرېکس د یوه مخکښ شخصیت په توګه یادېږي، چا چې د شفقت پر بنسټ ولاړ اسلام خپراوه. دا یوه داسې طریقه وه چې ویل یې خدای له دوی سره مینه لري. دا فرق نه کوي چې دغه کس خپله له چا سره مینه لري او مهمه نه ده چې دوی څوک وو.

محسن هندرېکس څوک و؟

هندرېکس په ۱۹۶۷ کال کې د سوېلي افریقا په کېپ ټاون کې زېږېدلی و. په یوه متدینه مسلمانه کورنۍ کې لوی شوی و او نیکه یې د اسلامي علومو یو څېړونکی و.

هغه پاکستان کې اسلامي زده‌کړې کړې وې، خو د خپلو شخصي لارو په ترڅ کې یې له دودیزو اسلامي تعلیماتو سره اختلاف پیدا شو.

په ۱۹۹۶ کال کې، نوموړي اعلان وکړ چې همجنس‌خوښی دی. هغه اعلان چې د کیپ ټاون او نورو سیمو په اسلامي ټولنو کې له غبرګون سره مخ شو. دې پرېکړې نه یوازې د امام په توګه د هغه دندې ته زیان ورساوه، بلکې کورنۍ اړیکې یې هم ترینګلې کړې.

هندرېکس وروسته "الغربة مؤسسه" او "مسجد الغربة" جوړ کړل. دا په سوېلي افریقا کې لومړنی داسې مسجد و چې د همجنس‌خوښو ملاتړ یې کاوه. هغه به ویل: "دا چې زه روښانه او ریښتینی پاتې شم، له مرګ نه د وېرې پرتله ډېر مهم و."

هغه ګڼې ویناګانې لرلې چې د ادیانو ترمنځ د خبرو اترو پر ارزښت او همداراز د مذهبي ټولنو دننه د هجنس‌خوښو وګړو د رواني روغتیا او ټپونو د درملنې پر اړتیا متمرکزې وې.

هغه تېر کال د LGBTQ+ نړیوالې اتحادیې په کنفرانس کې، چې په کېپ ټاون کې جوړ شوی و، وویل: " مهمه ده چې موږ له دې نظره تېر شو چې دین یو دوښمن دی."

پر وژنه یې غبرګونونه

د هندرېکس د وژنې خبر په ټولنیزو رسنیو کې په پراخ ډول خپور شو او بېلابېل غبرګونونه یې راوپارول. ځینو خلکو دا یو "وحشي" عمل وباله، خو ځینو نورو وویل چې نوموړی د اسلام له اصولو اوښتی و.

ځینو تبصره وکړه چې دا وژنه د ټولنیز پوهاوي نشتوالي ښکارندویي کوي او ځینو نورو بیا خپله حیرانتیا ښودلې چې یو اسلامي شخصیت ولې همجنس‌ګرا (همجنس‌خوښی) و. په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه زیات شول، چې د جنسیتي هویت او دین ترمنځ اړیکې هم پکې مطرح شوې.

په فرانسه کې د الجزایر الاصله مبلغ لودوفيک محمد زاهد، چې خپله هم د LGBTQ+ غړی دی، د هندرېکس انځور خپور کړ او ورسره یې یوه قرآني آیت ولیکه.

د دیني بنسټونو غبرګون

د سوېلي افریقا اسلامي قضایي شورا، چې د هېواد یوه مهمه دیني اداره ده، د نوموړي قتل وغانده، خو وویل چې د هندرېکس له نظریاتو سره موافق نه دي.

په یوه خبرپاڼه کې یې وویل: "د یوې ډیموکراتیکې او رنګارنګې ټولنې د غړو په توګه، موږ تل د ګډ سوله‌ییز ژوند او متقابل احترام ملاتړ کوو، که څه هم زموږ نظریات سره توپیر لري."

د سوېلي افریقا د علماوو شورا هم دغه له "محاکمې پرته وژنه" وغندله او خلکو ته یې سپارښتنه وکړه چې د قتل د انګېزې په اړه بېړني قضاوتونه ونه کړي. په ورته وخت کې، د نړیوال LGBTQ+ کنفرانس هم دا وژنه وغندله او د پراخو او شفافو څېړنو غوښتنه یې وکړه.

همداراز، د "شمولیت او تایید" (IAM) سازمان، چې د مذهبي ټولنو د بدلون لپاره کار کوي، د هندرېکس وژنه وغندله او هغه یې د "شمولیت اتل" وباله.

یادې پېښې یو ځل بیا دا بحثونه راپورته کړل چې د مذهبي ټولنو له لوري د هجمنس‌خوښو پر وړاندې تاوتریخوالی څنګه حل کېدای شي او په سوېلي افریقا کې د ټولنیز ډیالوګ او پراخې ساتنې غوښتنې مطرح شوې.