د طالبانو حکومت د تهران غونډې په اړه څه وایي؟

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د اعلامیې هر کلی کړی او وايي غواړي "له هر هېواد سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړي."

په ایران کې د یکشنبې ورځې غونډې په اعلامیه کې له کابل او اسلام اباد غوښتل شوي و چې دواړه هېوادونه دې د خبرو مېز ته ستانه شي او خپلې ستونزې دې له ديپلوماتیکو لارو حل کړي.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت کې سرچینو ‌بي‌بي‌سي ته ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ‌ د راپورته شویو ستونزو د حل لپاره خبرو ته ژمن دي او وايي "په دې برخه کې لا هم خبرې روانې دي."

د دواړه لوریو ترمنځ‌ وروستۍ خبرې نژدې درې اوونۍ وړاندې په ریاض کې مخامخ شوې دي خو کومې پام وړ پایلې ته نه وې رسېدلې. خو دغو خبرو ته نژدې سرچینو بی‌بي‌سي ته ویلي و، دواړه لوري هوکړه کړې وه چې په دوحه کې شوی اوربند او خبرې به روانې دي.

د ایران په کوربتوب جوړه شوې ناسته کې د روسیې، چین، پاکستان، تاجیکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو برخه اخیستې وه. د طالبانو حکومت هم دغې ناستې ته بلل شوی، خو ګډون یې په کې نه و کړی.

په دې ناسته کې دارنګه له ملګرو ملتونو هم غوښتنه شوې، چې په درناوي د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالي عالي کمېشنري وايي، په تېر څه باندې یوه کال کې ۳ عشاریه ۶ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه کړل شوې دي.

تهران کې د افغانستان په هکله غونډه د طالبانو حکومت له ګډون پرته ترسره شوه

د ایران پلازمېنه تهران نن یکشنبه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او سیمې هېوادونو د استازو یوې غونډې کوربتوب کوي، چې په افغانستان کې د تحولاتو په هکله د نظر تبادلې او خبرو نوم ورکړل شوی دی.

دغه غونډه د ایران بهرنیو چارو وزارت په نوښت رابلل شوې ده، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي یې د پرانیستلو پر مهال وینا وکړه.

ښاغلي عراقچي غونډې ته په وینا کې وویل: ''دا غونډه په سیمه کې د یوې خورا مهمې موضوع په هکله د سیمې هېوادونو تر منځ د خبرو او نظر تبادلې لپاره لومړی ځل په دې کچه ترسره کېږي.''

د ایران بهرنیو چارو وزیر دغه راز ټینګار وکړ چې ایران د افغانستان اوږدمهاله ګاونډي او د دې هېواد د خلکو د نږدې ملګري په توګه تل په سیمه کې د افغانستان د هراړخیز ادغام پر ارزښت ټینګار کړی دی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي دې غونډې ته په وینا کې د طالبانو استازو نه ګډون ته په اشارې سره وویل، ''افغانستان ته بلنه ورکړل شوې وه'' خو ''د افغانستان پرېکړه دا وه، چې ګډون نه کوي او موږ د دوی پرېکړې درناوی کوو.''

نوموړي زیاته کړه: ''زموږ خوښه دا وه، چې افغانستان ګډون کړی وای، باور مو دا دی، چې په داسې غونډو کې د افغانستان ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان تفاهم او ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.''

د ایرنا خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، په دې غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر استازي، د روسیې او ازبکستان د ولسمشرانو استازو، د چین، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارتونو استازو ګډون کړی دی.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي و، دوی د تهران په دې ناسته کې ګډون نه کوي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر پرون شنبه بي‌بي‌سي ته وویل، دغه ناسته کې، چې په تهران کې جوړېږي او"افغانستان ته هم بلنه ورکړل شوې ده" کابل به په دې ناسته کې ګډون ونه کړي.

ضیا احمد تکل د طالبانو د حکومت د نه ګډون لاملونو په اړه وویل، د طالبانو حکومت "د سیمه ‌ییزو سازمانونو، فارمټونو او همدارنګه د دوه‌اړخیزو میکانېزمونو له لارې په دوامداره توګه له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره فعالې اړیکې لري او د سیمه ‌ییز تفاهم او همکاریو د پراختیا په برخه کې یې د پام وړ عملي پرمختګونه کړي دي."

د افغانستان لپاره د پاکستان لومړي وزیر ځانګړي استازي صادق خان په ګډون د تهران دا ناسته داسې حال کې ترسره کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته په قطر، ترکیې او سعودي عرب کې ناستې شوې او د دیپلوماسۍ هغه هڅې په ظاهره بې پایلې وې.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د تهران ناستې په ترڅ کې پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې ویلي: ''پاکستان په دې اړه قوي دلیل وړاندې کړ، چې د ترهګرۍ په اړه د اسلام اباد اندېښنو ته باید په دقت سره رسیدګي وشي او زیاته یې کړه چې پاکستان غواړي په سیمه کې سوله، پرمختګ او امنیت ته وده ورکړي.''

که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې ناستې اجنډا په هکله ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو ایراني رسنیو مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا د عمومي مشر او د وزیر د مرستیال محمدرضا بهرامي له قوله ویلي و، چې د تهران دې د ناستې موخه "د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب نه دی "

بل لور د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د تهران غونډه به د افغانستان او پاکستان د کړکېچ په اړه هم بحث وکړي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، "دا طبیعي ده چې هېوادونه په داسې غونډه کې خپلې مسئلې راپورته کړي."

"ایران هڅه کوي چې په سیمه او ګاونډیو هېوادونو کې د ثبات او امنیت د پیاوړتیا لپاره د حل لارو په برخه کې مرسته وکړي."

اسماعیل بقايي زیاته کړه، "دا د خپل ډول لومړۍ غونډه ده چې د روسیې ترڅنګ د ګاونډیو هېوادونو ځانګړي استازي پکې ګډون کوي. دا د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د پخوانیو غونډو دوام دی، چې له دوو کلونو راهیسې نه وو ترسره شوې."

له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تهران کې "د یرغل لاندې نړیوال قانون: یرغل او دفاع په اړه د نړیوال کنفرانس" په څنډه کې د پاکستان او افغانستان اړیکو ته په اشارې سره ویلي وو، "موږ په دې برخه کې د سیمه ییزې غونډې د جوړولو په لټه کې یو."