د تارونو تر شا: د بېګم، حسیبې او مارینا ژوند او د افغاني غالیو ناویلې کیسې

Afghan Carpet

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي‌بي‌سي

"پنځه ویشت کاله کېږي غالۍ اوبم. هره ورځ شپږ اووه ساعته کار کوم. ډېرو کښېناستو راته د ملا تکلیف پیدا کړی. ملا او پښې مې خوږېږي. ډاکټران راته وايي د ملا مرۍ دې نږدې شوې دي."

دا په پلخمري کې د غالۍ اوبدونکې بېګم خبرې دي. هغه اوس څلوېښت کلنه ده او شپږ ماشومان (څلور زامن او دوه لوڼې) لري.

د افغاني غالیو د نوم په اورېدو ښايي د ډېرو ذهن یوازې ښکلا، کیفیت او ظرافتونو ته واوړي چې په نړیواله کچه خورا لوی نوم او شهرت لري، خو په حقیقت کې ښایستونو او رنګونو کې د بېګم او حسیبې په څېر د سلګونه زره نورو افغانو ښځو د درد، لوږې او سختیو ناویل شوې کیسې اوبدل شوې.

بېګم د افغانستان شمالي ولایت بغلان په پلخمري ښار کې د "اریا بغلان" په نامه شرکت سره کار کوي.

شاوخوا لس کاله کېږي‌ چې دا شرکت فعالیت کوي او ټولې کارمنانې یې ښځې دي. د غالۍ اوبدلو سربېره په خیاطۍ، خامک، وړۍ اوبدلو، هکاکۍ او نورو لاسې کارونو کې یې تر زرو ډېرو ښځو ته د کار زمنیه برابره کړې.

په دوی کې د نالوستو او له دوولسم فارغه نجونو او ښځو په ګډون هغه نجونې هم شته، چې له څه باندې دریېو کالو راهیسې یې ښوونځي تړلي.

بېګم لیک لوست نه دی کړی. هغه وايي پنځلس کلنه وه چې بې وزلۍ او تنګلاسۍ اړه کړه، د غالۍ اوبدلو ستن او تار راواخلي. هغې په پېغلتوب کې د پلار په کور کې دا کسب زده کړی. له واده وروسته هم کلونه کېږي چې غالۍ اوبي. همدا یې خپلو ماشومانو ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو "وسیله ده."

"پیسې مو خرڅ او خوراک ته نه پوره کېږي. که وړه اخلو غوړي نه شو اخیستی. که غوړي اخلو چای نه شو اخیستی. ژوند ډېر سخت تېرېږي."

Afghan Carpet

د عکس سرچینه، Begum

د عکس تشریح، بېګم وايي: "مېړه مې معیوب دی. کار نه شي کولی. زه مجبوره یم غالۍ و اوبم او ماشومان مې ماړه کړم."

افغانستان کې د غالۍ اوبدل له پېړیو پخوانی دود دی. تر ډېره په شمالي ولایتونو کې ډېرې ښځې غالۍ اوبي او له دې لارې د ژوند لګښتونه پوره کوي.

بېګم چې له سهار نهو تر ماښام څلورو بجو غالۍ اوبي وايي: "ګټه یې دومره نه ده، خو څه وکړم. مجبوره یم. مېړه مې په یوه پښه معلول دی. کار نه شي کولی. زه مجبوره یم خپل ماشومان ماړه کړم."

افغانستان کې د غالیو تولیدوونکو او صادرونکو ټولنې د شمېرو له مخې، د غالیو په سکتور کې د دغه هېواد په کچه ۱،۲ میلیونه خلک کار کوي چې ۱،۱ میلیونه (۹۵ سلنه) یې ښځې دي.

"په یوه میاشت کې درې متره غالۍ اوبدلی شو"

بېګم د خپلو شپږو ماشومانو، معلول مېړه او مور چې هغه هم په پښو فلج شوې او په کټ کې ورته پرته ده یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې ده.

وايي مېړه یې کار نه شي کولی، یوازې دومره کوي چې د اور لپاره ورته خاشاک ټول کړي. په هغو خاشاکو بیا پخلی کوي. دا او کله کله یې دوه لوڼه چې یو څه را لویې شوي غالۍ اوبي.

د بېګم کور لکه په ګوتو یې جوړې شوې غالۍ هغسې رنګین نه دی. هغه په یوه خټین کرایي کور کې چې له خامو خښتو جوړ دی اوسېږي.

دوه کوټې لري چې په یوه کوټه کې یې د غالۍ اوبدلو فلزي دستګاه ایښودل شوې.

Afghan carpet

د عکس سرچینه، Bagum

د عکس تشریح، بېګم سره یې دوه له ښوونځیو پاتې شوې لوڼې هم کله کله غالۍ اوبي.

هغه وايي: "د میاشتې درې متره غالۍ اوبو او شاوخوا پنځه زره افغانۍ راکوي. په دې کې زر افغانۍ بیا د کور کرایه کې ورکوم او پاتې نورې پر خوراک او پوښاک لګېږي."

د نوموړې په وینا: "د‌ ژوند سختۍ ډېرې دي. په دې پیسو نه پوره کېږي خو چاره څه ده؟!"

۴۵ کلنه حسیبه په پلخمري کې یوه بله غالۍ اوبدونکې ده. د هغې پېغلتوب هم د غالۍ اوبدلو د ستنې او تار په ټکونو کې تېر شوی.

د حسیبې مېړه ۴۸ کلن دی. د ورځې لخوا مزدوري کوي. کار یې په هغو کرهنیزو ځمکو پورې تړلی چې که ورته اړتیا وي نو بېل به پکې ووهي‌ او که نه وي، ټوله ورځ‌ یې خپل کور کې ماشومانو سره تېرېږي.

"مېړه مې په کرونده کې کار کوي، پټي اړوي. کار یې هره ورځ نه وي، کله وي او کله نه وي. د میاشتې ګټه یې چې راټوله کړې دوه درې زره افغانۍ هم نه کېږي."

حسیبه چې دوه پیغلې لوڼې هم لري وايي: "دولس کلنه وم چې غالۍ اوبدل مې پیل کړل. پلار مې کلونه پخوا پاکستان ته تللی و. له هغه ځایه یې ځان سره دا کسب راووړ او مونږ ترې زده کړ. له هغه وخت راهیسې مو همدا روزي ده."

Afghan carpet

د عکس سرچینه، Hasiba

د عکس تشریح، حسیبې دوولس کلنۍ کې غالۍ اوبدل پیل کړي. وايي پلار یې کلونه پخوا پاکستان ته تللی و. له هغه ځایه یې ځان سره دا کسب راوړی او دوی ترې زده کړی.

د غالۍ اوبدلو د شرکت د مالوماتو له مخې، د یوې شپږ متره غالۍ بیه اوس شاوخوا ۴۲۰ ډالره ده. په دې حساب که بېګم او حسیبه یوه شپږ متره غالۍ په درېیو میاشتو کې اوبي، د هرې یوې میاشتنی عاید له شل ډالرو ټیټ دی.

بېګم وايي:"مخکې به مو د متر پر سر شاوخوا دوه نیم زره افغانۍ اخیستې. خو اوس پیسې کمې راکوي."

د غالیو شرکتونو مسولین بیا وايي، وروستیو کې یې کارو بار پیکه شوی. پر افغانستان د وروستیو بندیزونو له امله یې بهر ته صادرات کم شوي او په یوه شپږ متره غالۍ کې له اتیا ډالره کمه ګټه کوي.

د دغه شرکت مرستیال حمیدالله خال محمدي وايي،" تېر حکومت کې د یوې شپږ متره غالۍ بیه په کور دننه بازار کې ۴۲۰او له هېواده بهر ترکیه کې شاخوا ۶۰۰ ډالره ده. پخوا دا شاوخوا ۶۸۰ ډالره و."

هغه وايي: "له لګښتونو وروسته به پخوا یو متر کې پنځلس ډالره پاتې کېدې او اوس یې ګټه له پنځو تر اتو ډالرو ده."

دې شرکت سره شاوخوا شپږ زره ښځې غالۍ اوبي.

afghan carpet

د عکس سرچینه، Khaal Muhamadi

د غالیو صنعت د بازار کمرنګه کېدل، مارینا کومو ننګونو سره مخ ده؟

د اریا بغلان غالیو شرکت مشره ۴۳ کلنه مارینا اماني هم د خپل کار و بار د لوېدلي بازار په تړاو اندېمښمنه ده. د هغې په شرکت کې د غالۍ اوبدلو برخه کې دوه نیم سوه ښځې کار کوي.

آغلې اماني وايي، سره له دې چې د خلکو د اقتصادي ستونزو او پر ښځو د وروستیو بندیزونو له امله په دې سکتور کې د کار کولو لپاره د ښځو غوښتنې زیاتې شوي، خو د عاید کموالي له امله ډېرو ته کار نه شي ورکولی. دا وايي:

"ماسره چې کومې ښځې کار کوي بې سرپرسته دي او د خپلو کورنیو ته نفقه ګټونکې دي.‌ کله چې طالبان راغلل خپل تولیدات مې بهر نه شم صادرولی او مالي تاوان را اوښتی. همدومره کوم چې د ځای کرایه ورکړم، د برېښنا بېلونه پرې کړم او دې ښځو ته معاش ورکړم."

Afghan Carpet

د عکس سرچینه، Marina Amani

د عکس تشریح، مارینا د آریا افغان شرکت مشره ده چې سلګونه ښځو ته یې د کار زمینه برابره کړې.

د ډېرو غالۍ اوبدونکو ښځو تکیه ښايي یوازې د غالیو له درکه ترلاسه شوې ګټه وټه وي، خو بېګم بیا په خپل کور کې یوه غوا هم ساتي چې په خبره یې "د بدو ورځو سرمایه یې ده." هغه د غالیو د اوبدلو تر څنګ د غوا لبنیات هم پلوري او دا یې د لګښتونو یوه کوچنۍ سرچینه ده.

نوموړې وايي، غوا یې د ورځې لږ تر لږه پنځه لیتره شېدې کوي او په بازار کې یې بیا لیتر په پنځوس افغانۍ پلوري.

له دې درکه د بېګم ورځنی عاید شاوخوا دوه نیم سوه افغانۍ دي چې د میاشتې لږ تر لږه اووه نیم زره افغانۍ کېږي.

هغه وايي دا ګټه یې دوامداره نه ده او کله داسې هم کېږي چې غوا یې د ورځې یو لیتر شیدي هم نه کوي. د دې تر څنګ څړ ځایونه دومره نشته او مړولی یې هم نه شو.

د غالیو نویو او پخوانیو ډیزاینونو سره بلدتیا

د افغاني غالیو د پخوانيو ډیزاینونه دود چې تر ډېره به پکې پوخ سور رنګ کارېده او ښايي اوس هم په ډیرو کورونو کې پرتې وي یو څه بدل شوی.

بېګم او حسیبه چې د څه باندې شلو کالو راهیسۍ غالۍ اوبي وايي، مخکې به یې تر ډېره د غالیو پخواني ډیزاینونه جوړول او ګران هم و، خو اوس د صفري، قزاقۍ، بلجیکۍ، سمرقندۍ او رېښمو غالیو په څېر نور ډیزاینونه هم جوړوي.

حسیبه وايي: "اوس مو ډېر ډیزاینونه صفري دي. دا ځکه چې په دې ډیزاینونو کې روښانه او سپنچکي رنګونه لکه سپین، کریمي، روښانه آبي او نور رنګونه ډېر کارېږي. دا رنګونه اوس هم په افغانستان هم بهر نورو هېوادونو کې خلک ډېر خوښوي."

بېګم وايي، په نویو ډېزاینونو بلدتیا یې وخت ونیو او شرکت ورته نورې ښځې وګومارلې چې پر نویو ډېزاینونو کار ور زده کړي:

"موږ پر نویو ډېزاینونو او کارونو کار نه و کړی. پیل کې ډېره سخته وه. شرکت ځینې ښځې ګومارلې وې چې مونږ ته یې د کتلاګونو له مخې نوي ډیزاینونه او رنګونه راښودل. اوس ورسره بلدې شوي یوو او د کتلاګ له مخې یې جوړوو."

Afghan Carpet

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ښوونځیو تړل کېدو سره نجونې هم اړ شوي چې غالۍ اوبدلو ته مخه کړي.

د ښوونځیو تړلو نجونې اړې کړي چې غالۍ اوبدلو ته مخه کړي

حسیبه دوه پېغلې لوڼې لري او دواړه له ښوونځي پاتې دي چې اوس ورسره یو ځای غالۍ اوبي. مشره لور یې په اتم او دویمه یې په شپږم ټولګي کې وه چې ښوونځي یې وتړل شول.

د ژوند له کړاوونو او سختیو سربېره د مور او لوڼو یوازینی ګډ ارامان دا دی چې ښوونځي یې بېرته پرانیستل شي او زدکړې بشپړې کړي.

عاطفه ۱۸ کلنه ده. په اتم ټولګي کې وه چې ښوونځی یې وتړل شو. اوس هغه وخت چې مخکې به یې پکې ښوونځي کې لیک او لوست کاوه، خپلې مور سره په غالۍ اوبدلو تېروي.

هغه وايي: "کاش ښوونځي مو نه وای تړل شوي. زه به ښوونځي ته تلم او درس به مې وایه. هم به مې خپل او هم به مې د کورنۍ برخلیک بدلاوه."

د ښوونځیو له تړل کېدو او پر ښځو د کار او زدکړو برخه کې د بندیزونو وروسته ګڼو ښځو خياطۍ، غالۍ اوبدلو، ورېښم پېیلو او نورو هغو کارونو ته مخه کړې چې، پخوا به تر ډېره نا لوستو ښځو او نجونو کول.

د افغاني غالیو صادرات زیات شوي، خو اوبدونکي یې له ګټې محروم دي

Afghan carpet

د عکس سرچینه، Khaal Muhamadi

سره له دې چې غالۍ اوبدونکي شرکتونه د غالیو د بازار نشتوالي‌ اندېښمن کړي، خو سوداګرۍ خونه او د غالیو تولیدوونکې او صادروونکې ټولنې مسولین بیا وايي، د تېر پرتله یې بهر ته د غالیو صادرات ډېر شوي.

د افغانستان سوداګرۍ خونه وايي،‌ تېر کال یې ۳۴ هېوادونو ته د یو میلیون مترو په اندازه غالۍ صادرې کړي.

د دوی په وینا تېر کال یې د غالیو له درکه ۴۴ مییلونه او څلور سوه زره ډالره عاید راټول کړي دي.

داسې حال کې چې په ۱۳۹۹ کال کې د عایدو دا کچه شاوخوا څلوېښت میلیونه ډالره وه.

په افغاني غالیو کې بیا په خالصو ورېښمو جوړې شوې غالۍ تر ټولو لوړه بیه لري. تېره میاشت د قراقتسان په الماتا ښار کې یوه دیارلس متره غالۍ چې د هرات له ورېښمو جوړه وه، پنځو افغانو ښځو په ۳۳۰ ورځو کې جوړه کړې وه.

د یادې غالۍ ارزښت دوه ویشت زره امریکايي ډالر یاد شوی و.

د افغانو ښځو په لاس جوړې شوې غالۍ که په بهر بازار کې په سلګونه زره ډالره بیه لري او میلیونونه ډالر عاید راټولوي، خو غالۍ اوبدونکو ښځو لپاره یې ګټه هغومره ده چې یوه مړۍ وچه ډوډۍ پرې پیدا کړي او خپل ماشومان پرې له لوږې وساتي.

حسیبه وايي: "د غالیو به موږ ته څه ګټه وي؟ مونږ ټولې پرې ورټولې یو او شرکتونه یې بیا په زرګونه ډالر پلوري."

لوگو