تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ؛ هند لوبډله به د چیمپینز ټرافي سیالیو کې خپلې لوبې د پاکستان پر ځای 'بل هېواد' کې کوي
د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) مسوولین وايي، هند کرېکټ لوبډله به د راتلونکي کال چیمپینز ټرافي اتلانو جام سیالیو په ترڅ کې خپلې لوبې په یوه درېیم هېواد کې کوي.
پاکستان د اتو کرېکټ لوبډلو تر منځ د دې سیالیو کوربتوب کوي، چې د راتلونکي کال په فبرورۍ او مارچ میاشتو کې به کېږي. له دې مخکې پاکستاني چارواکو د روانې میاشتې په لومړیو کې وویل، هند کرېکټ بورډ د کرېکټ نړیوالې شورا ته ویلي، چې لوبډله یې په دې سیالیو کې د ګډون لپاره پاکستان ته سفر نه کوي.
د هند او پاکستان تر منځ سیاسي ترینګلتیا د دې لامل شوې، چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې دواړو هېوادونو د نارینه وو له لویو نړیوالو سیالیو پرته له یوه بل سره دوه اړخیزه لوبه نه ده کړې او هندۍ کرېکټ لوبډلې له ۲۰۰۸ کال راهیسې پاکستان ته سفر نه دی کړی.
د یادونې ده، چې له ۱۹۹۶ کال راهیسې لومړی ځل دی، چې پاکستان د ۵۰ اوورنو د دې مهمو نړیوالو سیالیو کوربتوب کوي.
د ای سي سي له لوري په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي دي: ''د هند او پاکستان تر منځ به د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۷ کلونو تر منځ هره هغه لوبه چې د کوربتوب حق یې له دې دواړو هېوادونو نه یوه سره وي، په یوه داسې لوبغالي کې کېږي، چې د یوه اړوند هم نه وي.''
په دې کې د راتلونکي کال چیمپینز ټرافي، د راتلونکي کال ښځینه نړیوال جام چې هند یې کوربتوب کوي او د ۲۰۲۶ کال ۲۰ اووریزو نړیوال جام سیالۍ هم شاملې دي، چې هند او شري لنکا یې شریک کوربتوب کوي.
د همدې فارمولې له مخې به د ښځینه کرېکټ لوبډلو د ۲۰۲۸ کال د ۲۰ اووریزو نړیوال جام هند او پاکستان تر منځ سیالۍ هم په یوه بل (بې طرفه) لوبغالي کې کېږي، چې کوربتوب یې پاکستان کوي.
د چیمپینز ټرافۍ په راتلونکو سیالیو کې د پاکستان تر څنګ افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، نیوزیلنډ او سویلي افریقا لوبډلې ګډون کوي. ای سي سي چارواکي وايي، د سیالیو مهالوېش به ژر اعلان کړي.