تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د شکرې ناروغۍ نښې کومې دي؟
د نومبر ۱۴مه د شکرې ناروغۍ په تړاو د پوهاوي نړیواله ورځ ده. ملګري ملتونه وايي، تېرې څلور نیمې لسیزې په نړۍ کې پر شکرې د اخته کسانو شمېر څلور برابره لوړ شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا ۱۹۹۰ کال ټوله نړۍ کې ۲۰۰ میلیونه کسان پر شکره اخته وو، خو په ۲۰۲۲ کال دا شمېر تر ۸۳۰ میلیونو لوړ شوی و.
دا ناروغي په شدید حالت کې د ړندېدو، د پښتورګو د لمنځه تلو، ټپ نه رغېدو، مغزي سکتې، د پښې/پښو د پرې کېدو او زړه حملې لامل ګرځېدای شي او پرې اخته کسان باید په دوامداره توګه تر روغتیايي پاملرنې لاندې وساتل شي.
دا ناروغي هغه وخت پیدا کېږي چې د یو انسان بدن شکر یا ګلکوز حلولی او وینې سره یو ځای کولی نه شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ارقامو له مخې یوازې پاکستان کې له ۳۴ نیم میلیونو ډېر کسان له شکرې کړېږي.
په افغانستان کې هم ګڼ شمېر خلک پرې اخته دي، خو کره شمیر یې لا نه دی مالوم.
افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان څانګې د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوي پیغام کې لیکلي، "د شکرې ناروغي د کنټرول وړ ده - خو یوازې هغه وخت چې پاملرنه ورته وشي. که د شکرې ناروغي درملنه ونه شي، کولی شي جدي پیچلتیاوې رامنځته کړي."
افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکتر ادوین سینیزا سلوادور ویلي: "شکره ناروغي کولی شي په افغانستان کې له ماشومتوبه تر لویوالي پورې د ژوند هر پړاو کې خلک اغېزمن کړي."
هغه زیاته کړې " موږ د شکر ناروغۍ پر دې نړیواله ورځ، د لاسرسي وړ پاملرنې، پوهاوي او د ملاتړ سیستمونو غوښتنه کوو چې افغانانو ته د ژوند ټولو پړاونو کې د صحي او باعزته ژوند کولو توان وربخښي."
د شکرې لاملونه او ډولونه
کله چې موږ خواړه خورو، بدن مو نشایسته( کاربو هایډرېټ) په شکر( ګلوکوز) بدلوي.
له هغه وروسته پینکریاز یا پانکراس غده/غوده کې پیدا کېدونکی هارمون انسولین د بدن ژونکو ته امر کوي چې د انرژي یا توان ترلاسولو لپاره دا شکر جذب کړي.
شکر هغه وخت پیدا کېږي چې انسولین په مناسبه اندازه نه موندل کېږي یا کار نه کوي او له امله یې شکر زموږ په وینه کې ټولېږي.
شکر څو ډولونه لري، پانکراس انسولین نشي جوړولی، له امله یې شکر په وینه کې جوړېږي.
ساینسپوهان یې په اصل لامل نه پوهېږي خو په دې باور دي چې ښايي جنټیک اغېز وي یا ویروسي عفونت وي، چې له امله یې پانکراس کې انسولین جوړوونکې ژونکې خرابېږي.
د شکر لس سلنه ناروغان د همدې بڼې ښکار دي.
دویم ډول کې پانکرانس د اړتیا وړ انسولین جوړولی نه شي، یا خو هغه په سم ډول کار نه ور کوي.
د بریتانیا د روغتیا ملي اداره وايي، د شکر لومړي ډول نښې ماشومتوب یا ځوانۍ کې ښکاره کېږي او دا ډېر خطرناک دی.
د شکر دویم ډول خطر سره مخ کسان له څلوېښتو کلونو ډېر عمر لري، خو د سوېلي اسیا ۲۵ کلن خلک هم پر دې ناروغۍ اخته کېږي.
د دوی مور پلار یا خوندو وروڼو کې دا ناروغي وي، وزن یې ډېرېږي.
د دې ناروغۍ ډېر خلک سوېلي اسیا هېوادونو، د چین اوسېدونکي، د عرب هند ټاپوګانو او تور پوستي افریقایان دي.
د کوم عمر خلک شکر کېږي؟
د منځني یا دریم پړاو خلک پر دې ناروغۍ اخته کېږي، خو اوس کم عمره چاغ کسان او یا د ارام ژوند خلک یا د ځانګړي نسل سره تړلي په تېره د سوېلي اسیا خلک هم پر دې ناروغۍ اخته کېږي.
ځینې هغو مېندوارو ته هم شکر لګېږي، چې بدن یې د خپل ځان او بچي لپاره پوره انسولین نشي جوړولی.
مختلفې مطالعې ښيي چې له شپږو تر شپاړس سلنې ښځې پر مېندوارۍ کې په شکر اخته کېږي.
ځکه دوی ته پکار دي چې خوړو او ورزش سره د شکر کچه کنټرول کړي.
خلک خپله وینه کې د ګلوکوز د زیاتېدو کچه معاینه کولی او په شکر د اخته کېدو له خطرې ځان خبرولی شي.
د شکر نښې
- ډېره تنده
- له اندازې ډېرې متیازې کول، په تېر د شپې مهال
- ستړیا احساسول
- وزن کمېدل
- په سترګو سیوری
- د ټپونو نه جوړېدل
له شکر ځان بچولی شم؟
شکر ناروغي له جنیټیک او چاپېریالي عواملو پورې تړلې، خو روغتیايي خواړه او د ژوند خوځند ډول ستاسو وینه کې شکر په مناسبه کچه ساتي.
له سره کړو یا پروسېس خوږو خوړو او څښونو ډډه وکړئ، د سپینې ډوډۍ یا د مکرونیو په ځای د سوچه اوړو ډوډۍ وخورئ.
پروسېس شوې شکره یا بوره او غلې دانې د غذایت یا خوراکتوب له پلوه کم باوره وي، ځکه له ویټامینونو ډکه برخه ترې اېستل شوې وي؛ لکه له میلونو وتلي اوړه، سپین اوړه، د بیکریو یا میټايي دوکانونو توکي، سوډا یا ګاز لرونکي څښوني، مټايي او د سباناري خواږه خواړه.
روغتيايي خوړو کې سابه یا سبزي، مېوه، زړي( لکه بادام، چارمغز او نور) او غلې دانې راځي، په روغتیايي خوړو کې اوبلن غوړ او د کبانو میګاتري غوړ هم دي.
دا هم مهمه ده چې په دمه دمه خوراک وشي او لوږې ورکېدو سره لاس ونیول شي.
بدني ورزش هم وینه کې د شکرې د اندازې کمولو سره مرسته کوي.
برتانیا کې د روغتیا ملي اداره وړاندیزوي چې اونۍ کې لږ تر لږه د دوه نیمو ګړیو لپاره چټک مزل یا پوړیو کې پورته کېدل ګټور دی.
د بدن سره مناسب روغتيايي وزن هم د شکرې کچې کمولو کې مرسته کوي.
که تاسو وزن کمول غواړئ نو ورو ورو یې کم کړئ؛ اونۍ کې نیم یا یو کیلو.
دا هم مهمه ده چې له تمباکو ډډه وشي او د ګولیسټرول یا وینې غوړو کچه کمه وساتئ چې د زړه حملې خطر در پېښ نه شي.
شکر څه پېچلتیا لري؟
وینه کې ډېره شکره رګونه زیانمنولی شي.
که بدن کې وینه سمه نه چلېږي، نو هغو غړو ته نه رسېږي چې اړتیا یې وي، په دې دلیل عصابو ته زیان رسېدو وېره شته، چې له امله یې درد او احساس ختمېږي، نظر له منځه ځي او پښو کې عفونت یا اینپېکشن پیدا کېدلی شي.
د روغتیا نړیواله اداره وايي، ړوندوالی، د پښتورګو له کاره لوېدل، د زړه حمله، فلج/پالیج او د پښو پرې کېدو لوی لامل شکر ناروغي ده.
پر ۲۰۱۶ کال شپاړس سوه زره کسان نېغ په نېغه د شکر له امله مړه شوي وو.