تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مارک کارني د کاناډا د لومړي وزير جسټن ټروډو ځايناستی شو: څوک دی؟
په کاناډا کې د لېبرال ګوند د ټاکنو د پايلو له مخې مارک کارني د لومړي وزير جسټن ټروډو ځاي ناستی شو او په راتلونکو څو ورځو کې به په رسمي ډول د نوې کابينې په جوړولو کار پیل کړي.
ښاغلی کارني، چې د بریتانیا او کاناډا د مرکزي بانکونو مشري یې کړې، د یکشنبې په ماښام له بريا وروسته وویل، د امریکا نوې ادارې سره د وروستيو کړکېچونو له امله د ده په اند کاناډا "تياره ورځې په مخ کې لري، چې د یوه داسې هېواد لخوا پر موږ راوړل شوې چې نور پرې باور نشو کولی" .
د خپلې بريا په وینا کې، ۵۹ کلن کارني پر ټرمپ د تعرفو لګولو او دا چې غواړي کاناډا ۵۱ ايالت کړي، سختې نیوکې وکړې.
ښاغلي کارني د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په ځواب کې وویل چې د هغه حکومت به د کاناډا لخوا د امریکایي توکو په اړه د غچ اخیستنې تعرفې تر هغه پورې لرې نه کړي تر څو چې "امریکایان درناوی ونه کړي".
له دې وړاندې، جسټین ټروډو د خدای په امانۍ په وینا کې د کاناډا پر وړاندې د ټرمپ تعرفو او ګواښونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هېواد يې "د خپل ګاونډي له جدي ګواښ" سره مخ دی.
د امریکا ولسمشر، چې څو ورځې وړاندې یې په کاناډايي توکو د ۲۵٪ تعرفې د پلي کولو امر وکړ او ۴۸ ساعته وروسته یې وځنډاوه. نوموړي ځو ځله ویلي چې د هغه په اند، کاناډا باید د امریکا ۵۱ ایالت شي. ټرمپ حتی پر ټولنیزو رسنیو خپلو پوسټونو کې جسټین ټروډو د کاناډا "والي" په توګه یاد کړی، چې د کاناډايي چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوی.
مارک کارني، چې د سیاسي مدیریت ډېره تجربه نه لري، د یکشنبې پر ورځ په اسانۍ سره خپلو دریو نورو سیالانو ته ماته ورکړه او اوس باید تر ټولټاکنو پورې د لېبرال ګوند مشري وکړي.
د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو په هېواد کې د اقتصادي ستونزو له کبله په جنورۍ کې د واکه د لېرې کېدو اعلان وکړ. نوموړی د خپلې سیالې ډلې، محافظه کارانو او حتی د هغه د خپلو مرستیالانو او کابینې وزیرانو له پراخو نیوکو سره مخ و.
د مارک کارني د بریا په اړه غبرګونونه
د دوشنبې په شپه، د مارک کارني سیالان او د کاناډا د ګوند مشران لومړني کسان وو چې د هغه د پراخې بریا په اړه یې غبرګون وښود.
کرېسټیا فریلنډ، د جسټین ټروډو پخوانۍ مرستیاله لومړۍ وزيره چې د مارک کارني پر وړاندې سیالۍ کې په دويم نمبر وه، خبریالانو ته وویل چې هغه به د خپل هېواد د نوې کابینې ملاتړ وکړي.
د کاناډا د زرغون ګوند يوه مشر جوناتن پېډنو له وخت وړاندې د ټاکنو غوښتنه وکړه او ویې ویل، "زه د کارني لپاره خوښ یم، خو د کاناډا لپاره دومره نه."
ښاغلي پېډنو زياته کړه چې هغه د محافظه کاره مشر پییر پالیو پرتله مارک کارني غوره ګڼي.
بل پلو، د کاناډا د محافظه کارانو مشر، پیير پالیو، چې د حکومت اصلي مخالف ګوند او د لېبرالانو سیال دی، د مارک کارني او د هغه د بریا په اړه نیوکه وکړه او ویې ویل چې "لېبرالان غواړي د کاناډا خلک وغولوي او د څلورم ځل لپاره د حکومت واګي تر کوتو کړي".
ښاغلي پالیو زیاته کړه، "دا هماغه لېبرال ګوند دی چې مالیات یې لوړ کړل، د کورونو او خوراکي توکو بیې یې لوړې کړې، په داسې حال کې چې کارني په شخصي توګه له دې وضعیت څخه ګټه پورته کړه، په میلیاردونو ډالر او زرګونه دندې یې له کاناډا څخه بهر او امریکا ته ولېږدولې."
نوموړي وويل، "موږ یوه نوي محافظه کاره حکومت ته اړتیا لرو چې کاناډا ته لومړیتوب ورکړي او بدلون راولي."
د کاناډا اقتصاد په لوړه کچه له امریکا سره پر سوداګرۍ تکيه دی، او که چیرې ټرمپ خپلې پراخې تعرفې پلې کړي، نو هېواد له اقتصادي بحران سره مخ کېدلی شي.