د نوي ښوونیز کال پیل؛ اشرف غني له 'زدکړو د نجونو محرومیت ځورونکی او بربادونکی عمل' بللی

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د نوي کال او روژې په مناسبت یوه غږیزه خپره شوې وینا کې ټینګار کړی چې افغانان په ګډه هېواد له اوسني بد وضعیته وباسي.

نوموړي همدا راز افغانستان کې د نوي ښوونیز کال پیل ته په اشارې له زدکړو د نجونو محرومیت دوام ځورونکی او دا حالت د هېواد د راتلونکي بربادونکی بللی دی.

نوموړي همدا راز ویلي په نوي کال کې د ښوونځي زنګ ګړنګول یې له ډېرو ښو خاطرو دي خو دا یې زوروي چې د ده په ټکو "افغان نجونې اوس د قران له حکم او پیغمبر ص د لارښونو خلاف له زدکړو محرومې دي."

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې طالب چارواکو نن (چارشنبه) د نجونو زدکړو په اړه له کومې خبرې پرته نوی ښوونیز کال پیل کړ.

د نوي ښوونیز کال پیل رسمي مراسمو کې چې اماني لیسه کې جوړ شوي وو د ښځینه ښوونکو په ګډون هم کومه استازې نه ښکارېده.

اشرف غني همدا راز ویلي چې د هلکانو د زدکړو بهیر هم لا بهبود او کیفیت ښه کېدو ته اړتیا لري، هغه موضوع چې طالب چارواکو هم په ننۍ غونډه کې پرې ټینګار وکړ.

د ده په ټکو "اوسنۍ نصاب د طبیعي او انساني سرمایو ګټورې او دوامداره اړتیاوو ته ځواب نشی ویلی."

محمد اشرف غني ویلي چې "افغانستان مشروع، عادل او داسې نظام ته اړتیا لري چې ولس له مایوسۍ او بې وسۍ وژغوري."

د افغانستان پرزول شوي دغه ولسمشر چې اوس په متحده عربي اماراتو کې د جلاوطنۍ شپې ورځې تېروي د افغانانو تر منځ د نفاق په ختمېدو او یووالي هم ټینګار کړی او هیله یې کړي چې د ژوند یوې داسې تګلارې ته ورسیږي چې افغانستان د پرمختګ په لوري بوځي او ولس پکې سوکاله وي.

له ده مخکې د افغانستان بل پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د نوي ښوونیز کال رارسېدو په مناسبت د طالبانو په حکومت غږ کړی و چې د نجونو پر مخ د زدکړو دروازې خلاصې کړي.

حامد کرزي په خپله اېکس پاڼه لیکلي "متأسفانه نژدی درې کاله کیږي چې د گران هیواد نجونې له تعلیم او تحصیله محرومې دي او نشي کولای مکتبونو او پوهنتونونو ته ولاړې شي، علم زده کړي او پدې توگه خپلې کورنۍ او وطن ته خدمت وکړي."

طالبانو پخپله لومړۍ دوره کې هم نجونې له زدکړو او ښځې له کاره منع کړې وې، دا ځل واکمنۍ کې یې هم په پرلپسې ډول په ښځینه وو محدودیتونه ډېر کړي او په ښکاره د نجونو د زدکړو په اړه هم پټه خوله دي.

پخوا به ډېرو طالب چارواکو ویل د نجونو زدکړو دوام لپاره په یوه طرحه کار روان دی هغه طرحه چې له دریو کالو تېرېدو وروسته یې هم څه درک نشته او اوس ان په تعلیمي غونډو کې پر زدکړو د ټول ټینګار سره سره د نجونو زدکړو په اړه څوک څه نه وايي.

دغې موضوع د افغانستان او نړۍ تر منځ د ټکر تر څنګ د ولس په منځ کې هم ناهیلي خپره کړې او ان ځينې طالب چارواکي یې هم په اړه له نورو مختلف نظر لري خو په ښکاره له دریو کالو له تېرېدو وروسته هم معما بلله کېږي.