ولسمشر غني: دوه میلیونه ماشومان تش په نوم ښوونځي کې دي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پوهنیز کال د پیل مراسمو کې د پوهنې برخه کې پر کیفیت تمرکز مهم وباله.

د نوموړي په خبره: " وړ ماشومان باید د ۲۱ پېړۍ له پوهې سره مجهز شي او هغه لارې پرېږدو چې نور کار نه کوي او کوم چې کار کوي هغه باید وي. کیفیت ډېر مهم دی، څه چې نن زموږ پوهنتونونه تولیدوي وزارتونو کې د جذب وړ نه دي. "

افغان ولسمشر خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې افغانستان کې دوه میلیونه ماشومان تش په نوم مکتب کې دي او هره ورځ نه ځي او دا "یو ناورین دی. "

نوموړي د پوهنې برخه کې د سرچینو په عادلانه وېش هم وغږېده او په خبره یې چې پخوا دا کار نه دی شوی:

"یو ولایت لکه ننګرهار چې څلور زره بسته مو نه و ور کړي دا عدالت نه دی، دا ملي وحدت ته زیان رسوي، که څلور زره بسته یو ولایت کې کم وي چې هغه ارام هم وي، مانا یې دا ده چې افراط او تفریط راځي. "

ولسمشر غني د اهم وویل، چې سږ کال د پوهنې برخه کې یوولس زره یو سل درې بستونه اعلانېږي چې عادلانه او منصفانه ډول به وړ کسان ور ته وګومارل شي.

نوموړي د اتمو او څلورمو بستونو ترمنځ د ښوونکو د تنخا زیاتېدو خبره هم وکړه چې له سږني وري / حمل لومړۍ نېټې نه یې دا اضافي تنخا اجرا ده او د کال منځ کې به عملي کېږي.

ولسمشر غني خپلو خبرو کې زیاته کړه چې پر روان کال به یو زر اته سوه نوي ښوونځي جوړ شي.

هغه تېر کال کې د ۷۳۲ ښوونځيو د جوړېدو خبره هم وکړه:

"خبره د ښوونځیو جوړېدو نه ده، بلکې پخوانۍ طریقې څلوېښت کاله نیول چې ماشومانو ته ښوونځي جوړ شي. یو ښوونځی په منځني ډول په ۴۵۰ زره ډالره جوړېده او و اوس له نوي زرو ډالرو په کمه بیه جوړېږي خو دا لا هم کمېدلی شي. "

ولسمشر غني نور څه وویل؟

ولسمشر غني د پوهنې برخه کې د خبرو په دوام زیاته کړه، په افغانستان کې اوس مطبعې ټول کتابونه چاپولی شي:

"خصوصي او دولتي مطبعې، معارف او ازادي مطبعې اول ځل ظرفیت لري چې ټول کتابونه دلته چاپ کړي. "

هغه تمه وښوده چې د افغانستان نړیوال همکاران له دې وروسته بهر کتابونه چاپ نه کړي.

هغه دا هم وویل، چې کاغذ اول ځل خصوصي سکتور له خوا افغانستان کې تولیدېږي او پر بهرني کاغذ تعرفه شل سلنه ټاکل کېږي چې د کورني کاغذ تولید پیاوړی شي.

نوموړي دا هم وویل، چې زرګونه ټنه زاړه کتابونه شته چې لږ پانګونې سره پاکېدلی او بیا په چاپ بدلېږي.

هغه سږ کال افغانستان کې د ډیجیټل سازي کال وباله او ویې ویل دغه برخه کې به ښوونکي، زدکوونکي، معارف او لوړو زدکړو وزارت په سر کې ځای لري.

ولسمشر غني د روغتیا وزارت ته سپارښتنه وکړ، چې د زدکوونکو روغتیا ته بشپړه پام وکړي او د کورونا د دریېمې څپه راتګ ته پوره چمتوالي ولري.

د افغانستان ډېری سیمو کې پوهنیز کال وري یا حمل کې پیلېږي، خو تېر کال د کورونا له امله ښوونځي په پسرلي کې پیل نه شول او ان ګرمو سیمو کې هم ښوونځي څو میاشتې وتړل شول.

د پوهنې وزارت هم وايي، چې روان کال کې هم د کورونا شتوالي ته په پام ښوونځیو کې د روغتیا وزارت سپارښتنې په پام کې نیول کېږي.

د پوهنې وزارت پر څلورو برخو تمرکز

د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینه حمیدي هم دې غونډه کې پر کیفیت ټینګار وکړ.

د هغې په خبره، پوهنې ته شلو کلونو کې ډېر خدمت شوی: "دا خدمت نوره اړتیا لري او تېر خدمت هم تر ډېره د کمیت برخه کې و او موږ بر پر کیفیت تمرکز کوو. "

نوموړې نصاب کې اصلاحات راوستل، معارف پر ټیکنالوجۍ سمبالول او تېر کال د کورونا له امله د پوهنې زیانمن شوی بهیر جبرانول خپل پلانونه وبلل.

افغانستان کې څومره زدکوونکي دي؟

د افغانستان پوهنې وزارت وايي، له نهه میلیونو ډېر زدکوونکي ښوونځي ته ځي او په وینا یې سږ به یو میلیون نور ماشومان نوي ښوونځيو ته شامل شي.

په افغانستان کې ۱۴۰۰ لمریز ښوونېز کال په داسې حال پیلېږي، چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې ۳،۷ میلیون ماشومان د بېلو لاملونو امله له زده کړو بې برخې دي چې په وینا یې لویه برخه یې نجوني دي.