تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: له شپږم ټولګې ښکته نجونې ښوونیزو او د مؤسسو کورسونو ته تللی شي
د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت په یوه مکتوب کې خپلو اړوندو پوهنیزو ادارو ته امر کړی په ځینو ولایتونو کې د نجونو دیني مدرسې او له شپږم ټولګي د لاندې ټولګي د نجونو زدکوونکو پرمخ د سیمه ییزو چارواکو له لوري تړل شوي ښوونځي بېرته بشپړ پرانیستل شي او له لومړي تر شپږم ټولګي زدکوونکې نجونې په ښوونځیو او ښوونیزو کورسونو کې زدکړې کولی شي.
یاد مکتوب چې د صدور نېټه یې د جنورۍ اتمه ښودل شوې ده د طالبانو د پوهنې د چارسمبالي مولوي حبیب الله اغا په لاسلیک خپور شوی دی.
په مکتوب کې راغلي "دا چې د پوهنې وزارت اړوند د نجونو ښوونځي یوازې له شپږم ټولګي پورته تر امر ثاني پورې معطل دي، خو په ځینې ولایتونو کې د نجونو دیني مدارس او له شپږم ټولګي لاندې (له لومړي تر شپږم) ټولګي د نجونو د نجونو زدکوونکو پرمخ هم ښوونځي د محلي مسؤولینو تړل شوي، په همدې اساس هدایت درکول کېږي چې د دې مکتوب له صدور وروسته د ښځینه وو مدارس په بشپړ ډول د فعالیت اجازه لري او له لومړي ټولګي تر شپږم ټولګي زدکوونکې نجونې کولای شي په ښوونځیو او ښوونیزو کورسونو کې زدکړې ترسره کړي".
د پوهنې وزارت دا مکتوب د طالباتو تر واک لاندې د "باختر" خبري اژانش مشر عبدالله واحد ریان بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته تایید کړی دی.
د پوهنې د سرپرست وزیر د مکتوب له مخې، له شپږم تولګي ښکته د زدکړو هغه ټولګي چې د مؤسسو لخوا تطبیقېږي او د پوهنې وزارت لخوا د فعالیت جواز لري، د هغوی ښځینه زدکوونکې خپلو زدکړو او ښځینه ښوونکې یې خپلو دندو ته د شرعي حجاب په مراعتولو دوام ورکولی شي.
د طالبانو په دې مکتوب کې ویل شوي، که سیمه ییز چارواکي په دې برخه کې مزاحمت کوي، نو رسما دې ستونزله د پوهنې وزارت له اړوندو چارواکو سره شریکه کړي.
حبیب الله اغا دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې چې څو ورځې مخکې د ترکیې یوه وتلي دیني عالم چې د مسلمانانو د عالمانو د مشرتابه کمېټې غړی هم دی، له دغه طالب چارواکي سره لیدنه کې ده ته وویل چې له ښوونځیو د نجونو راګرځول د "منلو" نه دي.
د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته نژدې کس بلل کېږي، څو ورځې وړاندې ترکیې ته په سفر تللی و.
د مسلمانو عالمانو د ټولنې ترکي غړي ډاکتر محمد غورماز له نوموړي سره کتنه کې ټينګار کړی چې د یوه دیني عالم په توګه د طالبانو د حکومت له خوا ښوونځي او پوهنتونونو کې له زدکړو د نجونو منع کول نه شي منلی.
اوس نژدې ۴۸۰ ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو را ګرځولې دي.
طالبانو دې وروستیو کې نجونې له لوړو زدکړو هم منع کړي او وايي د حجاب نه مراعات کېدل، د نجونو او هلکانو ګډ تعلیم او له محرم پرته سفر دوی اړ کړل دا ګام واخلي.
خو په کور دننه او بهر ګڼو اسلامي هېوادونو او اسلامي عالمانو په یوه خوله د طالبانو دغه ډول پرېکړې د توجیې وړ نه دي بللي او غوښتنه یې کړې چې طالبان دې نجونو ته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زدکړو اجازه بېرته ورکړي.