شوکمارو د نایجېریا شمال کې تر ۱۰۰ ډېر کسان تښتولي

د عکس سرچینه، AFP
وسله والو داړه مارو د نایجېریا شمال لوېدیځ کې لږترلږه ۱۰۰ کسان تښتولي دي.
ځايي اوسېدونکو بيبيسي ته ویلي وسله وال کسان په زامفاره ایالت کې د دوی کلیو ته پر موټرسایکلونو ورغلي وو .
عیني شاهدان وايي، ورانکاره ډلو دغلته پر خلکو مالیه ټاکلې او تښتول شویو کسانو نه وه ورکړې.
په دې وروستیو کلونو د نایجېریا شمال لوېدیځ کې پیسو لپاره تښتونې پام وړ ډېرې شوې دي.
وسله والې ډلې چې ځايي خلک یې غړي شوکمار بولي، ډېر وخت ښوونځي او مساپر په نښه کوي او بیا د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو بدل کې پیسې غواړي.
رویټرز خبري اژانس د یوه ځايي کليوال مشر له خولې ویلي، چې د جمعې ورځې د ډله ییزې تښتونې پر مهال د وسله والو لخوا یو کس وژل شوی هم دی.
بيبيسي د موتونجي کلي له یوه اوسېدونکي اورېدلي چې وسله والو دی هم بیولی و، خو وروسته ترې په تښتېدلو بریالی شوی دی.
یو ځايي اوسېدونکی وايي"موږ هڅه کوو چې پیسې راټولې کړو... خو شوکمار ناڅاپه راغلل او خلک یې ولوټل. تر ۱۰۰ ډېر کسان یې له ځان سره وړي چې ډېرې یې ښځې او زلمیان دي."

د عکس سرچینه، AFP
ځايي خلکو بيبيسي ته ویلي، چې د دغو وسله والو مشر "دامانا" نومېږي.
دوی زیاتوي چې د دامانا کسان د امنیتي ځواکونو په غیاب کې د دغه ایالت ډېره برخه کنټرولوي.
یوه کلیوال اوسېدونکي ویلي "پر سیمه ترهګر واکمن دي – مو په زور مو ځنګلونو ته د کار لپاره استوي."
دی زیاتوي چې دغه وسله والو په ښارونو کې له هټیوالو او خلکو شیان اخلي او پیسې نه ورکوي.
نایجېریا هممهاله له څو اړخونو امنیتي ننګونو سره مخامخ ده.
شمال کې یې توندلاري اسلامپال فعال دي، سویل ختیځ کې یې یاغیان د تېلو په پیسو کې زیاته ونډه غواړي او همدا راز د کروندګرو او شپنو ترمنځ یې هم وخت ناوخت خونړۍ نښتې کېږي. چ
ولسمشر بولا تینوبو چې په می کې واک ته رسېدلی، تر اوسه د دغو ناکراریو ارامولو لپاره کومه تګلاره نه ده وړاندې کړې.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکنیز ټیم یې ټاکنو ته د کمپاین پر مهال په دغو برخو کې د کار ژمنه کړې.











