پانګوال وايي، د پنجشیر زمرود اوس بهر ته د افغانستان په نامه صادرېږي

- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
د پنجشېر د زمرودو کانونو پانګوال وايي، د زمرودو د پلور لپاره د داوطلبۍ بهیر شفاف شوی او اوس د پنجشیر قیمتي او کم موندل کېدونکي زمرود لېرې او نږدې هېوادونو ته د افغانستان په نامه صادرېږي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، تېرو اتو میاشتو کې چې د پنجشیر د زمرودو په کانونو کې استخراج بیا پیل شوی، د ۴ میلیونو ډالرو په ارزښت شاوخوا ۶۰ زره قیراته زمرود د قیمتي کاڼو په سیمه ییزو سوداګرو پلورل شوي دي.
د چارواکو په خبره، د دغه عاید لس سلنه چې شاوخوا ۴۰۰ زره ډالر کېږي، د حکومت د ونډې په توګه د طالبانو د حکومت خزانې ته اچول شوي دي.
د طالبانو د حکومت د کانونو وزارت د چارواکو او پانګه والو د معلوماتو له مخې، د پنجشېر د زمرودو په څه باندې ۵۰۰ کانونو کې شاوخوا ۱۰ زره کسان په کار بوخت دي.
خرم شاه احمدي د پنجشېر د زمرودو د کانونو له هغو زرګونو کارګرانو څخه دی چې د پنجشیر د لوړو غرونو په زړه کې د پټې خزانې د ترلاسه کولو لپاره خپل بخت ازمويي. کله په مياشتو - مياشتو خالي لاس پاتې کېږي او کله په څو اونيو کې د لوړو غرونو په ژورو کې خپله لپه له زمرودو ډکه کړي.
هغه، چې د زمرود په کان کې د کار کولو څو کلنه تجربه لري او په تېرو وختونو کې د زمرودو د پېر او پلور شاهد دى، وايي د زمرودو د استخراج بهیر ښه مدیریت کېږي او په وینا یې اوس په تور بازار کې د زمرودو د خرڅلاو مخه چې له الماسو وروسته تر ټولو لوړبیه کاڼی دی، نیول شوې ده:
" ډېری پخواني کارګران کار کوي. موږ هماغه ماشینونه کاروو چې پخوا مو درلودل. زموږ په کارونو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. د زمرود کان میاشتنی یا اونیز عاید نه لری. موږ په دوامداره توګه کار کوو تر هغه چې خدای یو څه را په برخه کړي. پخوا د استخراج شویو زمرودو پلور ازاد و او کولی مو شول د خپلې خوښې سوداګر باندې یې وپلورو. اوس چې زمرود پیدا کړو د کانونو ریاست استازی یې مهر ولاک کوي. اوس په اونۍ کې یو ځل د ولایت په مقام کې داوطلبي کېږي او په داوطلبۍ کې له پلورلو پرته معدنکار د زمرودو د بهر وړلو حق نه لري."

د پنجشیر په کانونو کې د زمرود کان کیندنه د طالبانو له واکمنۍ څو میاشتې وروسته بنده شوه. څه موده وروسته د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت یو ځل بیا په دغو کانونو کې د کار کولو اجازه ور کړه او کان کیندونکي مکلف شول چې د هر کان د استخراج لپاره جواز واخلي.
د نورستان یو اوسېدونکی او د زمرودو په کانونو کې د يو پانګوال عبدالله نورستانی وايي، د زمرودو په کانونو کې پر کار بندیز پانګوال زیانمن کړل، خو په تېرو اتو میاشتو کې چې بېرته کار پیل شوی، ور سره د پانګوالو او کارګرانو وضعیت کې هم ښه والی راغلی دی:
"کله چې د کانونو کار ودرول شو، ټول سوداګر او ټول کان کیندونکي له ډېرو ستونزو سره مخامخ شول. اقتصادي ضربه وه، ځکه چې هر هغه سوداګر چې پانګونه یې کړې وه کله چې کار بند شو کان یې له لاسه ورکړ. اوس چې بېرته کار پیل شوی، الحمدلله ډېر ښه دی، د افغانستان له هر ګوټ څخه هر سړی کولای شي پنجشیر ته راشي او پانګونه وکړي."
د پنجشېر د زمرودو د کان سوداګر، پانګه وال او کارګران وايي، اوس د پخوا پرتله د دې قیمتي شنو ډبرو د استخراج او پلورلو بهیر ډېر شفاف شوی دی. ویل کېږي، چې پخوا د پنجشیر د زمرودو د سوداګرۍ د ګټې وټې لویه برخه، چې د تور بازار له لارې پاکستان او هند ته صادرېدل، د زمرودو د سوداګرۍ مافیا جیبونو ته تله.

د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د اتحادیې یوه غړي چې اوس په برتانیا کې اوسېږي او نه غواړي هویت یې څرګند شي، بي بي سي ته وویل، پخوا به استخراج شوي زمرود د کابل بازار ته وړل کېدل. پېر او پلور یې په پټه کېده او په دې اړه به معلومات ډېر کم و چې زمرود چا سره دي. هغه وايي، په تېر کې پاکستان، هند، تايلنډ او متحده عربي امارات هغه هېوادونه وو، چې افغان زمرود ور صادرېدل، خو د امنيتي دلايلو او سياسي اهميت له امله يې اصلي صادروونکي پېژندل شوي نه وو.
د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو ډبرو د اتحادیې مشر حاجي فیصل په پنجشېر کې د زمرودو د پلور د داوطلبۍ په مراسمو کې د چا د نوم له اخیستو پرته رسنیو ته وویل، پخوا د کانونو استخراج روان و، خو حکومت ته مالیه نه ور کول کېده.
له ښاغلي نورستاني څخه مې چې د پنجشیر د زمرودو په کانونو کې څو کلنه کاري تجربه لري، پوښتنه وکړه چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د اتحادیې د مشر له دې خبرې سره موافق دی چې د کانونو د استخراج بهیر شفاف شوی او کارګر او پانګه وال د خپل زحمت او پانګې بدله تر لاسه کوي؟
"د پانګوالو او سوداګرو لپاره وضعیت ښه شوی دی. د دوی زمرود نه ضایع کېږي. د کان کیندونکو زمرود داوطلبۍ ته ځي او هغه سوداګر یې اخلي چې لوړه بیه ور کوي. پخوا به په کابل کې تور بازار کې پلورل کېدل. ډېری وخت زموږ زمرود پاکستان ته وړل کېدل او له هغه ځایه نورو هېوادونو ته د پاکستان په نامه صادرېدل، خو اوس د افغانستان په نامه صادرېږي."

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، په تېرو اتو میاشتو کې د پنجشېر د زمرودو د کانونو د کار له بیا پیل وروسته د ۱۷ پړاوه ازادو داوطلبیو په ترڅ کې د څه باندې ۴ میلیونو ډالرو په ارزښت زمرود پلورل شوي چې لس سلنه یې د دولت خزانې ته تللې دي.
ښاغلی افغان وايي، د زمرودو د پلور داوطلبۍ بهیر ازاد دی چې پر افغان سوداګرو سربېره پکې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو سوداګر هم برخه اخلي چې تر دمګړۍ یوازې یوه چینايي سوداګر یوه داوطلبي ګټلې ده.
ويل کېږي چې په پنجشیر کې لومړی ځل زمرود په ١٩٧٠ کال کې د دغه ولایت د روات سیمې په بزمل کان کې کشف شول.
روسي او افغان ځمکپوهانو په دغو سیمو کې د زمرودو د شتون په څېړنه کې مهم رول ولوباوه، چې وروسته د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په ۱۹۷۷ کال په یوه راپور کې په افغانستان کې د زمرود د زېرمو نوم او موقعیت خپور کړ.
د زیوراتو سوداګر وايي، شونې ده چې افغانستان به په راتلونکي کې د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې وي چې با کیفیته زمرود لري، ځکه د دوی په وینا د پنجشېر زمرود د ډېرو هېوادونو پرتله له ځانګړي شفافیت څخه برخمن دي.
اوس مهال کولمبیا، برازیل، زامبیا، زیمبابوې او امریکا په نړۍ کې د زمرودو عمده صادرونکي هیوادونه دي او افغانستان هم په همدې نوملړ کې شاملیدای شي.











