د افغان کډوالو کړاو: ډېکر وايي "راستنېدونکي خوندي ځای، درناوي او ملاتړ ته اړتیا لري"

    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي‌بي‌سي

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنېدو لړۍ دوام لري‌ او اوس هم هره ورځ زرګونه کډوال پر ډیورنډ کرښه افغانستان ته اړول کېږي.

کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا 'یو‌این‌اېچ‌سي‌ار' وايي د سپتمبر له نیمايي راهیسې له پاکستان تر ۳۲۷ زرو ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د دې ادارې دفتر نن سې‌شنبه پر خواله رسنیو یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې دغه راستنېدونکي له ستونزو سره مخامخ دي، ډېر یې نه پوهېږي چې چېرته ولاړ شي، څه وکړي او دا چې راتلونکې به یې څنګه وي.

یو اېن اېچ سي ار وايي، ګڼو راستنو شویو افغان کډوالو ورته ویلي چې پاکستان کې نیول شوي، ځورول شوي او په زور ایستل شوي دي.

بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام هم د ژمې په رارسېدو سره افغانستان ته د ستنېدونکو کسانو د کړاو خبره کړې.

افغانستان کې د دې ادارې مشره 'څیاو وي'، چې د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو ارزولو لپاره ډیورنډ کرښې ته تللې، وايي "دوی اړ کړل شوي چې خپل هر څه په پاکستان کې پرېږدي."

هغې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، دغه کډوال په ناوړه شرایطو کې چې هېڅ خواړه او ان ورتګ لپاره مشخص ځای نه لري، ‌افغانستان ته ستېږي.

نوموړې د ورستنېدونکو وضعیت له دې کبله هم ستونزمن بللی، چې له یوې خوا افغانستان وار له مخه له خراب اقتصادي وضعیت، اقلیمي کړکېچ او د وروستیو ویجاړوونکو زلزلو له زیانونو سره مخامخ دی او له بلې خوا په راتلونکو څو اوونیو کې ژمی پیلېدونکی دی.

افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشره وايي، دغه کډوال داسې یوه هېواد ته راستننېږي، چې په هرو دریو کې یو کس یې لا هم نه پوهېږي چې د راتلونکي وخت خواړه له کومه کړي.

څیاو وي وايي دوی تېرو څو اوونیو کې له څه باندې ۲۰۰ زره کسانو سره د خوړو او نغدو پیسو مرسته کړې، خو بودیجه یې په خلاصېدو ده او دا چې دغو خلکو سره بېرته د ژوندانه برابرولو کې د مرستې لپاره په عاجل ډول ۱۶ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

هممهاله افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت چارسمبالې کرن ډېکر وایي، چې "راستنېدونکي خوندي ځای، درناوي او ملاتړ ته اړتیا لري."

اغلې ډېکر چې له دوحې افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارې سمبالوې، د اېکس یا 'پخواني ټویټر' په یوه پیغام کې لیکلي چې له خپلو شریکانو د دې په اورېدلو خوشاله ده چې "هره ورځ له سیمه ییزو افغان چارواکو سره په زرګونو راستنیدونکو افغانانو سره د خوړو، سرپناه او روغتیایی مرسته کوي."

د کډوالی نړیوال سازمان 'ای او اېم' وايي له پاکستان د سلګونو زره ایستل شویو افغان کډوالو ۶۰ سلنه ماشومان جوړوي.

نړیوالې ادارې وايي، د کډوالو ستنېدل باید اجباري نه، بلکې په خپله خوښه او داوطلبانه وي.

د دوی ټینګار پر دې دی، چې د خلکو درناوی او خوندیتوب باید پام کې وساتل شي.