تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: د ژمي په درشل کې د کډوالو ستنول به افغانستان کې روان بشري کړکېچ لا پراخ کړي
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) اندېښنه ښودلې چې د ژمي په رانژدې کېدو د لوی شمېر کډوالو ناڅاپي ستنېدل به افغانستان کې بشري کړکېچ چې له وړاندې د نړۍ په کچه له لویو بشري کړکېچونو بلل کېږي، لا پراخ او ژور کړي.
یو اېن اېچ سي ار ویلي د پاکستان له اعلانه را پدېخوا څه باندې درې نیم لکه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي. او د اټکل له مخې شاوخوا یو نیم میلیونه نور افغان کډوال چې د اوسېدو سند نه لري پاکستان کې پاتې دي. پاکستان ویلي تر راتلونکې جنوري میاشتې به ټول ناقانونه کډوال ایستل کېږي.
خو د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمنشرۍ وايي د دې شمېر کډوالو ستنېدل به افغانستان کې د استوګنې، عامه خدمتونو او دندو برخو کې پر شته لږو امکاناتو فشار ډېر کړي.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې له نظره بله ستونزه د مرستندویه نړیوالو بنسټونو د امکاناتو بېخي کموالی دی، افغانستان کې له مېشتو بېوزلو او هرات کې زلزلو ځپلو سره د مرستې بار لا هم د دوی پر اوږو پروت دی.
افغانستان کې د کډوالو ادارې استازي لیوناردو زولو له قوله په دې بیان کې ویل شوي د دومره لوی شمېر کډوالو ستنولو لپاره دا تر ټولو بد وخت دی. ده ویلي افغانستان کې شته بشري مرستو ته په کتو راتلونکی ژمی به ډېر سخت او دوی به له ډېر کړاو سره مخامخ شي.
یو اېن اېچ سي آر ویلي د طالبانو اداره او نوروافغان خیریه بنسټونه کډوالو سره یو څه مرسته کوي خو راتلونکې کې لویې ننګونې په مخ کې پرتې دي.
پاکستان تر اوسه د نړیوالو خبرداري او اندېښنې له پام غورځولي او ټينګار یې کړی چې ناقانونه کډوال به خامخا په زوره ستنوي.
خو په کور دننه د پاکستان لنډمهالي حکومت دا پرېکړه چې شنونکي وايي اصلي محرک یې د "پاکستان پوځ" دی، تر نیوکو لاندې ده.
افغانستان ته ستانه کړل شوي ښايي "سخت دریځۍ ته مخه کړي"
افغانستان کې سوله، د پاکستان د کړنلارې ګتې او شته لارې چارې په نوم غونډه کې ګډونوالو ټينګار وکړ چې حکومت باید د کډوالو مسلې سره په دقت چلن وکړي.
دا غونډه د پاکستان د سولې انیسټیټیوټ له خوا را بلل شوې، د پارلمان مخکني غړي محسن دوړ دې غونډې ته وویل حکومت د کډوالو د ستنولو واک نه لري، ده خبرداری ورکړی چې دا کډوال افغانستان ته له ستنيدو وروسته ښايي د سخت دریځۍ او جګړې لپاره جذب کړل شي، ځکه جګړه ځپلی افغانستان نه شي کولی لنډ وخت کې دومره لوی شمير خلک سمبال کړي.
د نمل پوهنتون استاد ډاکټر رضوانه کریم عباسي بیا وویل، دا چاره به د کابل او اسلام آباد ترمنځ بې باوري زیاته کړي.
د مذهبي څېړنو د شورا مشر محمد اسرار مدني وايي، پاکستان باید لومړی له نړیوالو بنسټونو سره مشوره کړې وای.
کراچۍ کې هم د افغان کډوالو په اړه یوه غونډه جوړه شوې وه، کراچۍ کې د جماعت اسلامي ګوند مشر نعیم الرحمن دې غونډې ته وویل افغان کډوال باید په درناوی افغانستان ته ستانه کړل شي.
ده وویل، "که له څلوېښت کاله کوربتوب وروسته موږ دوی خپل دښمن وګرځوو نو دا د سیمې په خیر نه ده او زیان به یې ټولو ته رسېږي."
له بلې خوا د کډوالو د ستنولو لړۍ روانه ده، د طالبانو اداره کې د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې یوازې پرون جمعه اووه زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.