صفاکار د 'علمي څېړنې د لسیزو هڅې په سېند لاهو کړې'

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکايي وکیلانو ویلي، یوه صفاکار هغه مهال د یوې کارډلې د لسیزو یوه 'مخکښ' کار هڅې په سېند لاهو کړې چې د 'ځوروونکي خبرداري د غږ' له کبله یې د لابراتوار هغه یخچال ګل کړی چې مهمې لابراتواري بېلګې پکې ساتل کېدې.

د یخچال پر یوه دروازې لیکل شوي وو چې څنګه غږ باید څنګه پټ کړل شي، خو ویل شوي چې د غلطې لوستنې له کبله یخچال ګل کړل شوی دی.‌

وکیلانو ویلي په یخچال کې سمپلونه تر صفر ښکته په ۸۰ سلنه درجه حرارت کې پرېښودل شوې چې د بېرته ژغورلو امکان یې نه شته او د یو میلیون ډالرو زیان ورته اوښتی دی.‌

امریکایۍ "ټایمز یونین" ورځپاڼې ویلي، د صفاکارۍ شرکت په ۲۰۲۰ کال د نیویارک (ټروي) ښار کې د تطبیقي علومو د "رینسیلار" انسټیټیوټ د صافکارۍ په بدل کې د ۱٫۴ میلیون ډالرو په ارزښت قرارداد کړی و، چې همدا د یادې پېښې نېټه هم ښودل شوې ده.

د انسټیټیوټ یوه وکیل ویلي، د رڼا په ترکیب کې بحث چې مشري یې پروفیسر کي وي لاکشمي کوله،‌ دا وړتیا لرله چې د شمسیو (لمریزې برېښنايي دړو) په ډګر کې "مخکښ" رول ولوبوي.

د یخچال له ګل کېدو څو ورځې وړاندې، یو خبرداری ورکړل شو چې ګنې د حرارت درجه ۳ سلنه لوړه شوې ده، خو هغه وخت پروفیسر لاکشمي سمپلونو او څېړنو ته کوم زیان نه وو اوښتی.

هغه مهال د کورونا وبا د محدودیتونو له کبله، د سمولو چارې پیلېدو یوه اونۍ وخت نیولی و.

په دې وخت کې د یخچال پر وره لیکل شوي‌ وو: "دا یخچال یو ډول غږ وباسي ځکه چې د سمون چارې یې روانې دي. هیله ده ونه خوځول شي. په دې ځای کې صفاکاري ضرور نه ده".

د یخچال پر دروازه دا هم لیکلي وو چې "که غواړئ غږ پټ کړئ، د ۵-۱۰ ثانیو لپاره د غږ د خبرداري تڼۍ کېمنډلی شئ".

خو د شپېلۍ غوندې غږ له پیلېدو څو ورځې ووسته، یوه صفاکار د برېښنا هغه مزی له ساکټه ویوست چې یخچال ته یې برېښنا ورکوله.

په قانوني ادعا کې راغلي هغه سمپلونه چې باید په منفي ۸۰ درجه حرارت درجه کې ساتل شوي وای، له منځه تللي او د ژغورلو وړ نه دي، چې په دې سره د څه باندې ۲۰ کلونو څېړنو هڅې په سېند لاهور شوې".‌

د انسټیټیوټ قانوني ډله وايي، هغه شرکت چې دغه صفاکار یې ګومارلی و، په سمه توګه د هغه په روزلو کې پاتې راغلی، خو شرکت لا تر اوسه د پې‍ښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.