د ماجرا پای: عمران خان‌ څنګه د پاکستان د پوځ له ژغورونکي تر دوښمنۍ ورسېد

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

ډېر کلونه د پاکستان پوځ په دې باور و، چې د عمران خان په وجود کې د هېواد ژغورونکی شخصیت پیدا کولی شي.

خو ليکوال او ژورنالست محمد حنيف ليکي، له واکمنۍ یې په یوه کال تېرېدو سره د پاکستان د پوځ دوښمن شو او پوځ خپل ټول ځواک وکاراوه، چې د خان له قهر او واکه ځان وژغوري.

لکه څنګه چې عمران خان او د هغه ګوند په ټول هېواد کې ټکول کېږي او له هرې خوا یې مخه ډپ شوې، داسې ښکاري چې پاکستان له یوې تړلې لارې سره مخامخ شوی دی.

ملت له پښو غورځوونکي انفلاسیون او د تاریخ تر ټولو ګرم اوړي سره مخامخ دی او برېښنا یې په پرله پسې ټوګه پرې کېږي، سربېره پر دې بیا هم ټول هېواد په دې فکر کې دی، چې خان به څه وکړي او پوځ یې د مخنیو لپاره څه کولی شي.

د لوی شمېر پلویانو له ګوتڅنډنې سره سره او له یو شمېر ناکامو هڅو وروسته، د مې میاشتې په نهمه عمران خان د نیمه پوځي ځواکونو لخوا ونیول شو.

هېواد په بشپړه توګه د اور لمبه نه شو، خو د خان پلویانو تاوتریخوالی تر پوځي کنډکونو ورساوه.

د پوځ مرکزي دفتر (GHQ) چې په پاکستان کې تر ټولو خوندي ځای ګڼل کېده، قهرجنو پلویانو تر پښو لاندې کړ، تابلوګانې، پوځي نښې او مجسمې یې ور ماتې کړې.

د جنرال طاووس

پاکستان

د عکس سرچینه، Reuters

په لاهور کې د یوه جګپوړي جنرال کور لوټ شو.

د خان پلویانو د یاد جنرال د کور توکو او موټرونو ته اور ورته کړ او د زور ازمایولو په پار یې له همدې صحنې ښې ویډیوګانې ثبت کړې.

یوه لاریونوال د جنرال یونیفورم په تن کړ، بل یې د جنرال طاووس له ځان سره یووړ.

دا ټولې د انقلاب نښې وې له دې پرته نور هېڅ هم نه وو.

عمران خان لومړی د پوځ د خوښې تن و، بیا د دوی له پامه وغورځېد او اوس یې ملاتړي تصفیه حسابوي، دا ټولې د انقلاب نښې دي نه د کومې مینې نښې.

د پاکستان له پوځ سره د لومړيو وزیرانو ناندرې په دې هېواد کې یو دود ګرځېدلی.

که لږ شا ته وګورو د پاکستان لومړنی انتخاب شوی لومړی وزیر ذوالفقار علي بوټو په دار وځړول شو.

د نوموړي لور بې نظیر بوټو دوه ځلې د لومړۍ وزیرې په توګه له کاره ګوښه کړل شوه او د یوه ځوان لخوا په عام محضر کې د خلکو ګڼه کوڼه کې ترور شوه چې د مرګ پېښه یې تر ننه سمه نه ده څېړل شوې.

نواز شریف له دندې ګوښه شو، زنداني او جلا وطن شو.

نوموړی هم په جلاوطنۍ کې دی، هغه د خپل کشر ورور شهباز شریف په ترو خپل سیاسي اهداف مخ ته وړي، خو هېواد ته نه شي ستنېدلی.

د عمران خان له نیول کېدو وروسته د هغه پلویانو هغه څه وکړه، چې تر دې وړاندې هېڅ سیاسي ځواک نه وه کړې.

د پاکستاني جنرالانو هوسا ژوند افشا شو

عمران خان

د عکس سرچینه، Reuters

د دې پر ځای چې په واټونو لاریونونه وکړي او په شپو شپو لارې بندې کړي، دوی ممنوعه نیمه‌پوځي سیمو ته ننوتل او ولس ته یې د پاکستاني جنرالانو ژوند او هوساینې بربنډې کړې.

لویې حوېلۍ، په جرېبونو زرغونه او ګلزاره ځمکه چې طاووسان به په کې ګرځېدل او داسې نورې ډېرې شاهانه نښې د جنرالانو په کورونو کې وې.

عمران خان له نیول کېدو لږ مخکې د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د یو داسې کس په توګه یاد کړ چې ګواکې دده د ګوند ټوټې کولو ته ګمارل شوی.

له دې مخکې نوموړي د پوځ پخوانی مشر جنرال باجوه ته - چې واک ته د خان په رسولو او ساتلو کې یې مهم رول درلود، د یو خاین خطاب کړ.

همدارنګه عمران خان د ای ایس ای یو بل جنرال هم په دې تورن کړ، چې د ده د وژنې ناکامه هڅه یې کړې ده.

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړي او پلویانو یې یاد جنرال په کراتو عام محضر کې د ناپاکه کس په توګه یاد کړی دی.

په تېرو وختونو کې ډېری پاکستاني سیاستوالو پوځ د یوې ننګینې ادارې په توګه یاده کړې.

خو پاکستانیان له دې سره عادت نه دي، چې د قول اردو د قومندان کور ته دې اور ورته کړی شي، قهرېدلو لاریونیانو د پوځ مرکزي دفتر (GHQ) دروازې ورماتې کړې او د سرتېرو جوړې شوې مجسمې دې ماتې کړل شي.

دا هغه څه وو، چې اوسني حکومت، د خان مخالف نژدې ټولو سیاسي ګوندونه او ایتلافونه ورته ځواب ویونکي دي.

حکومت هڅه کوي، چې له راتلونکو ټاکنو په څنګ تېر شي، ځکه د ډېرو په نظر او ځینو عمومي نظر پوښتنو دا ښوولې چې د عمران خان د ګټلو چانس زیات دی.

اوس ډېری حکومتي سیاستوال د هغه په ګوند- پاکستان تحریک انصاف (PTI) باندې د ښکاره بندیزونو غوښتنه کوي او دې ته یې د عدالت خوځښت نوم ور کړی دی.

پاکستان

د عکس سرچینه، EPA

په تېرو وختونو کې د هغو سیاستوالو پر وړاندې چې هڅه یې کوله پوځ تر واک لاندې راولي چټک ګامونه پورته کېدل.

پاکستان کې د قومي اسمبلې (پارلمان) غړی علي وزیر، چې پوځ یې د طالبانو خواخوږی بللی و، دوه کاله په زندان کې تېر کړ او ان په قومي اسمبلۍ کې یې د ګډون اجازه نه درلوده.

له بلوچستان څخه په زرگونو سیاسي کارکوونکي تري تم شوي دي او د پاکستان هېڅ یوه محکمه یا سیاسي گوندونه د دوی په حال ځان نه خبروي.

نو عمران خان له لسګونو تورونو سره سره بیا هم څنګه ازاد ګرځي؟

ګمان دا دی چې هغه پخپله تاسیسات قطبي کړي دي.

په پوځ کې داسې کسان شته چې له هغه سره مینه لري.

د دې ترڅنګ قضایې قوې هم د نوموړي ضمانت قبول کړ.

په بند کې له یوې ورځې تېرولو وروسته، د پاکستان لوی قاضي نوموړی محکمې ته وروغوښت، ورته وویل: "په لیدو مو خوشحال شوم." او بیا یې امر وکړ چې خان په یوه دولتي مېلمستون کې استوګن کړئ.

بله ورځ بل قاضي هغه خوشی کړ.

عمران خان په پاکستان کې یوه لویه ټاکنیزه حوزه خپله کړې ده، چې د ده له ورتګ مخکې یې له سیاست او سیاستوالو څخه کرکه درلوده.

د پاکې حکومتدارۍ او عدالت په اړه د نوموړي اند د خلکو د خوښې وړ ګرځېدلی دی خو خپله د خان د حکومتولۍ پر مهال فساد زیات شوی و او خپل ډېر سیاسي مخالفین یې په زندانونو کې واچول.