د عمران خان قضيه
پاکستان کې د اسلام آباد لوړې محکمې پتېيلې پخوانی لومړی وزير عمران خان دې له بنده خوشي شي، او د دوو اوونيو خوشي کېدو ضمانت یې ورکړی دی.
دا خبره يوه ورځ وروسته له هغه کېږي، چې سوپريم کورټ يا سترې محکمې یې حکم کړی و، د فساد تورو پر سر يې ډراماټيکه نيونه ناقانونه کار و. د مې پر نهمه چې عمران خان ونيول شو، د پاکستان لروبر یې غوسناک احتجاجونه وپارول، چې لږترلږه ۱۰ کسان په کې ووژل شول.
ده ته اوس د فساد قضيې پر وړاندې د خونديتوب ضمانت ورکول شوی، پر دې معنا چې دوې اوونۍ به د دغو ادعاوو پر سر نه نيول کېږي. دی له يو شمېر نورو تورونو سره هم مخامخ دی.
د عمران خان ګوند تحريک انصاف ويلي، تر هغه چې مشر يې کوم خوندي ځای ته نه وي رسېدلی، سوله ييز احتجاجونه به روان وي. د پاکستان کورنيو چارو وزير رانا ثناء الله بيا ويلي، هڅه به کوي د عمران خان ضمانت لغوه کړي، ځکه هغه څه شوي، دی وايي د عمران په اشاره شوي او د حکومت له لوري به يې په وينا ده سره کوم رعايت نه کېږي.
عمران خان او ګوند يې وايي د تاوتريخوالي پېښو مسئوليت د دوی پر غاړه نه دی. رحمان الله له پېښور وروستي جزئيات رالېږلي.