ځان‌وژنه او که قتل؟ پاکستان کې د خسرګنۍ په کور کې د ښځې مړینې بحثونه راپارولي دي

ثانیه زهره

د عکس سرچینه، Syed Abbas Shah

    • Author, ثنا اصف ډار
    • دنده, بي‌بي‌سي اردو،‌ اسلام اباد

د پاکستان پنجاب ایالت په ملتان کې د یوې ځوانې ښځې ثانیه زهره د زړه بوږنوونکې وژنې په اړه پلټنې روانې دي. که څه هم پولیسو ویلي چې د عدلي ‌طب په لومړني رپوټ کې دا د ځان‌وژنې پېښه یاده شوې خو تر شا یې شکونه او لاملونه نور هم شته.

کیسه دا ده چې تېره سې شنبې (جولای ۹مه) سهار نهه بجې ثانیه د خپلې خسرګنۍ په کور کې مړه شوې وه او هغوی تر عدلي‌ طب معاینې پرته خاورو ته سپارلې وه. خو د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز د هغې د قبر بېرته سپړلو او د عدلي طب معاینې امر وکړ.

د ثانیه زهره پلار تور پورې کړی چې ګواکې لور یې وژل شوې ده خو خسرګنۍ یې د ځان‌وژنې رنګ ورکوي. د ده له دعوې سره تېره پنجشنبه (جولای ۱۱مه) د هغې پر مېړه د قتل عریضه ثبت شوه.

د دې ځوانې ښځې مرګ په ټول پاکستان کې له ښځو سره د کېدونکي کورني تاوتریخوالي په اړه تازه بحثونه راپارولي دي. د ښځو حقونو ځينو فعالانو پرون یکشنبې د هغې د وژنې په خلاف په ملتان ښار کې احتجاجي لاریون هم وکړ.‌

"د مړینې لامل یې مرۍ خپه کول دي"

ثانیه له خپل پلار سره

د عکس سرچینه، Syed Abbas Shah

د عکس تشریح، عکس: ثانیه له خپل پلار سره: د ثانیه پلار سید اسد عباس شاه وايي چې لور یې وژل شوې ده خو اوس د ځان‌وژنې رنګ ورکول کېږي، ځکه کله یې چې د لور مړی د هغې د خسرګنۍ په کور کې ولید نو ژبه یې پرې شوې او زامه ماته وه.

د ملتان د امنیه قومندانۍ مرستیال صادق علي ډوګر بي‌بي‌سي ته وویل چې د عدلي طب معاینې د لومړني رپوټ له مخې دا د ځان‌وژنې پېښه ده او ادعا یې وکړه چې، "موږ د نجلۍ له مور او پلار وغوښتل چې د عدلي طب معاینه یې باید وکړو خو هغوی له عریضې او یا پوسټ مارټم کولو انکار وکړ او مړی یې خښ کړ."

ښاغلی ډوګر وايي‌ چې د قبر تر سپړلو او وروسته د عدلي طب د معاینې په ترڅ کې معلومه شوه چې "د ثانیه پر بدن د زورزیاتي کومه نښه نه شته. کوم غړی یې ټپي یا مات نه دی. خو داسې نښې شته چې ښکاروي هغه د ستوني د خپه کېدو له امله مړه شوې ده."

دی زیاتوي چې پر خواله رسنیو ویل کېږي چې ګواکې ثانیه لومړی وژل شوې او بیا په پړي کې راځوړنده کړای شوې ده، یا دا چې نشه او یا زهر ورکړل شوي خو ښاغلی ډوګر وايي چې په دې اړه پلټنې روانې دي او ښايي د یوې اوونۍ په اوږدو یې نتیجه راووځي.

"ثانیه میندواره وه، ژبه یې پرې او زامه ماته وه"

د ثانیه پلار سید علي عباس شاه بیان بیا د پولیسو له خبرو سره ډېر توپير لري.

دی وايي، کله یې چې د لور مړی د هغې د خسرګنۍ په کور کې ولید نو ژبه یې پرې شوې او زامه ماته وه.

په عریضه کې د ثانیه پلار په خپل بیان کې دا هم ویلي چې د لور پر پښو يې په پړي‌ د تړل کېدو او د تاوتریخوالي او زورزیاتي نورې نښې او دغمې هم وې. پر ښي غومبوري یې وینه متره یا پنډه وه، چپه سترګه او څنګلې یې هم ژوبلې وې.

لاریون

د عکس سرچینه، Aneela Ashraf

ښاغلي عباس شاه همدا راز ویلي چې لور یې د مرګ پر مهال میندواره وه. ده تور پورې کړی چې ګواکې هغه مېړه همېشه وهله ټکوله، تاوتریخوالی یې ورسره کاوه او یو وخت یې پر پلارګنۍ کېنولې وه چې بیا هغه مهال ثانیه د کورنیو ستونزو د حلولو محکمه کې قضیه پرې کړې وه. له مېړه یې د نفقې او د مهر حق غوښتنه کړې وه خو وروسته دواړو ښځې او مېړه د خپلو اولادونو لپاره روغه جوړه کړې او سره په خولا شوي وو.

ښاغلي عباس پر خپل زوم دغه تور هم پورې کړی چې ښځې باندې به یې فشار راووړ چې پلارګنۍ نه د خپلې برخې میراث او جایداد واخلي، کنه نو وبه یې وژني.

ده بي‌بي‌سي ته وویل چې لور یې وژل شوې ده خو اوس د ځان‌وژنې رنګ ورکول کېږي او زیاتوي، "پولیس دې پلټنې وکړي او ما ته دې ووايي چې لور مې وژل شوې او که ځان یې وژلی؟ که هغې ځان هم وژلی وي نو باید معلومه شي چې ولې داسې شوي دي؟ پولیس دې معلومه کړي چې خسرګنۍ یې څه کړي وو چې زما لور ځان‌وژنې ته مجبوره شي؟ زه مې دې لور د وژنې پاکه ستره پلټنه غواړم."

"په خسرګنۍ کې د لور خوندیتوب ته باید قانون جوړ شي"

سید عباس د انصاف غوښتنې په ترڅ کې زیاته کړه، "په جنوبي پنجاب کې کله پر نجونو تېزاب شیندل شوي وي او کله یې سوځولې او وژلې وي، د دغو ټولو پېښو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د خسرګنۍ په کور کې د لور د خونديتوب لپاره یو قانون جوړ شي."

دی ګیله‌من دی چې ګواکې لور یې د جولای پر ۹مه نېټه وژل شوې او تر ډېرو احتجاجونو وروسته یې د مرګ پر دویمه یعني‌ د جولای پر ۱۱مه قضیه قانوني ثبت شوه خو تورن کس او یا یې د کورنۍ هېڅ کوم غړی تر اوسه نه دی نیول شوی.

خو بل پلو بیا د ملتان د امنیه قومندانۍ مرستیال صادق علي ډوګر ادعا کوي چې پولیسو په لومړۍ ورځ د هغې د خسرګنۍ کسان نیولي وو خو، "د ثانیه پلار راته وویل چې موږ نه غواړو عریضه وکړو، پرې یې ږدئ. موږ پرېښودل. بیا پر خواله رسنیو دومره غوغا جوړ شوه چې هغه خلک وډار شول او کوم چیرې تښتېدلي دي خو موږ پسې ګرځو چې ویې نیسو."

د خلکو غبرګونونه

کله چې د ثانیه زهره د وژنې پېښه مشهوره شوه نو پر خواله رسنیو یې په نوم 'هش‌ټېګ' جوړ او ګڼو خلکو وکاراوه.

تر ډېره ښځو دغه 'ټرېنډ' وچلاوه او په ترڅ کې يې په پاکستان کې د کورني تاوتریخوالي، د میراث حق کې د ونډې په څېر د ښځو پر بېلابېلو حقونو بحثونه رامنځ‌ته کړل.

ټوېټ

د عکس سرچینه، @ammarawrites

د عماره احمد په نوم یوې ولیکل، "ځينې نوم‌وتي خلک او خبریالان به په دې اړه چغې او سورې ووهي خو په اصل کې په قانوني نظام کې د بدلونونو راوستلو اړتیا ده. دا د پاکستان په کورنیو کې له ښځو سره هره ورځ د کېدونکي تاوتریخوالي له خورا ډېرو پېښو یوازې یوه بېلګه ده چې رابرسېره شوه."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د شاني په نوم یو چا لیکلي، "کله هم چې په پاکستان کې د ښځو د میراث حق په اړه خبره کېږي نو هر نارینه همدا خبره کوي چې د خپلې کورنۍ ښځو ته یې دا حق ورکړی دی. خو که په خپله ښځې په خپلو جایدادونو او شتمنیو کې خپلو مېړونو او وروڼو ته حق نه ورکوي نو پر دوی بیا د ثانیه غوندې کانه کېږي."

یوه بل اېکس کاروونکي لیکلي، "دا قضیه په پاکستان کې د کورني تاوتریخوالي شدت ښيي. نران د خپلو بې منطقه غوښتنو پوره کول خپل حق ګڼي او بیا زور او غصه له خپلو ښځو باسي. ورپسې بیا د داسې یوه بوږنوونکي جرم ترسره کولو سره سره کورنۍ خپل مجرم غړی پټوي او خوندوي کوي."

د آمنې په نوم یوې مېرمنې لیکلي، "د کورني‌ تاوتریخوالي هره کیسه هغه وخت پیلېږي چې میندې او پلرونو احساس کړي چې که هر څه او هر چا ته وي، که مري او که رغېږي، نجلۍ باید واده شي."