د پاکستان سکر کې سړي خپله مېرمن ژوندۍ خښه کړې

پاکستان

د عکس سرچینه، Anadolu Agency/Getty Images

د عکس تشریح، پولیسو له خاورو د وژل شوې مېرمن مړی د عدلي طب لپاره را ایستلی دی او دوسیه یې ثبت کړې ده( فایل تصویر)
    • Author, رحمان الله بي بي سي
    • دنده, پېښور

د پاکستان سند ایالت په سکر ښار کې یوه سړي خپله مېرمن د پت په نامه وژلې. رپوټونو کې ویل شوي، کریم بخش نومي دغه سړي پولیسو ته ویلي چې لومړی یې خپله مېرمن وهلې ټکولې او له هغه وروسته یې ژوندۍ په خاورو کې خښه کړې ده.

د دغې ښځې مور او پلار پولیسو ته ویلي وو چې له څو ورځو راهیسې یې لور بې درکه ده. پولیسو د دې ښځې مېړه نیولی و، چې د هغې وژنې اعتراف یې وکړ.

پولیسو له خاورو د وژل شوې مېرمن مړی د عدلي طب لپاره را ایستلی دی او دوسیه یې ثبت کړې ده.

د پولیسو یوه ځايي افسر عرفان سومرو خبریالانو ته ویلي، پولیسو دغه سړی لومړی د ده د یوه ګاونډي شرف الدین وژنې په تور نیولی و، خو نوموړي د پولیسو تحقیق کې اعتراف وکړ چې خپله مېرمن او دغه ګاونډی یې د ناروا اړیکو شک له کبله وژلي دي.

رپوټونو کې ویل شوي وژل شوې ښځه ۱۷ کلنه وه. ماهرین د کم عمرۍ ودونه، د ښځو حقونو خوندیتوب لپاره د مناسب قانون نشتوالی او یا د شته قوانینو نه پلي کېدل دغه هېواد کې له ښځو سره د زور زیاتي ډېرېدو لاملونه بولي.

پاکستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، محافظه کار پاکستان کې لاهم د ښځو د حقونو مسله په ټولنیزه توګه له څو کلونو راهسې لانجمنه موضوع ګرځېدلې.

محافظه کار پاکستان کې لاهم د ښځو د حقونو مسله په ټولنیزه توګه له څو کلونو راهسې لانجمنه موضوع ګرځېدلې.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۶ کال د نر او ښځې ترمنځ د برابرښت د رپوټ له مخې، پاکستان د ۱۸۸ هېوادونو نوملړ کې د ښځو د روغتیا، تعلیم، سیاسي او اقتصادي ثبات برخو کې ۱۴۷ ځای لري.

فعالان وايي، د رسمي شمېرو برعکس، د ستونزې ریښتینې کچه ډېره لوړه ده؛ ځکه چې ګڼې پېښې پټې ساتل کېږي.