پاکستان کې د پت په نامه جرمونه ډېر شوي

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان د بشري حقونو یوې ډلې ویلي په دې هېواد کې تېر کال د پت په نامه لږترلږه ۱۱۰۰ ښځې وژل شوې دي.
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په راپور کې راغلي، پر ۹۰۰ نورو مېرمنو جنسي تېري شوي، او ۸۰۰ ښځو ځانونه وژلي او یا یې د ځانوژنې هڅه کړې ده.
په ۲۰۱۴ کال کې پاکستان کې د پت په نامه ۱۰۰۰ ښځې وژل شوې وې، خو په ۲۰۱۳ کې دا شمېره ۸۶۹ وه.
خبریالان وايي، د پت په نامه په ډېری جرمونو پاکستاني چارواکي نه خبرېږي.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي، په اسلام کې د کورنۍ د پت په نامه د وژنې لپاره هېڅ دلیل نه شته.
د بشري حقونو د کمیسیون په راپور کې راغلي، په تېر ۲۰۱۵ کال کې د پت په نامه د جرمونو اصلي لامونه کورنۍ شخړې او د نامشروع اړیکو ګومانونه دي.
راپور کاږي، ډېری د پت په نامه ښځې په مرمیو ویشتل شوې دي.
په دې جرمونو کې یوه هم پنجاب کې د یوه سړي کیسه ده، چې د خپل ورور له خوا په دې تور ووژل شو، چې ګني "بد اخلاقه" و.
په راپور کې راغلي، تېر کال د پت په نامه جرمونو کې ۸۸ سړي هم قرباني شوي.
په تېره فبرورۍ کې، د پاکستان لوی ایالت پنجاب کې داسې یو قانون تطبیق شو، چې د ښځې پر وړاندې هر راز تاوتریخوالی جرم پکې ګڼل کېږي.

خو ۳۰ مذهبي ډلو - چې د پاکستان اصلي اسلامي مذهبي ډلې هم پکې وې – وویل، که چېرې دا قانون لغوه نه شي، دوی به لاریونونه وکړي.
دغه ډلې د دغه قانون تطبیقېدل د فحاشت د خپراوي لامل بولي، او وايي چې نوی قانون د طلاق کچې لوړېدو ته لاره هواروي او دودیز کورنۍ سیستم له منځه وړي.








