تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د شکرې ناروغۍ په اړه څومره پوهېږئ او مخه یې څنګه نیول کېدای شي؟
د نومبر ۱۴ په نړۍ کې د شکرې ناروغۍ ورځ ده. ملګرو ملتونو له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۳ کال پورې، د دغې ورځې شعار، مرستو ته د شکرې ناروغانو لاسرسی، ټاکلی دی.
په نړیواله کچه د ۱۹۸۰ کال د شمېرو پرتله، اوس د شکرې ناروغۍ دوه برابره خپره شوې.
د شکرې ناروغي چې په افغانستان کې هم ډېر خلک پرې اخته دي د ړندېدو، د پښتورګو د له مینځه تلو، د زړه د حملې او لاس و پښو د پرې کېدو له عمده لاملونو دی او د ناروغانو خیال یې باید په دوامداره ډول وساتل شي.
د ملګرو ملتونو په وینا ۲۰۱۴ کال ټوله نړۍ کې کابو ۴۲۲ میلیونه انسانان پر شکرې ناروغۍ اخته وو. په داسې حال کې چې په ۱۹۸۰ کال کې ۱۰۸ میلیونه خلک پرې اخته ول.
ملګري ملتونه وایي دا ښيي چې شکرې ناروغۍ پیدا کېدو سره تړلی لامل چې د وزن زیاتوالی دی ډېر شوی.
د دغه سازمان په وینا تېره لسیزه کې دغه ناروغي د بډایه هېوادونو پرتله، په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې چټکه خپره شوې.
ملګرو ملتونو په ۲۰۰۷ کال کې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو د نومبر ۱۴ د شکرې نړیواله ورځ ونوموله او هر کال پر دغه ورځ د خپلو اړوندو روغتیايي څانګو له لارې د شکرې ناروغۍ د مخنیوي پر لارو چارو او له ناروغانو سره پر مرستې کار کوي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې له یوې خوا معیاري روغتونونه او باکیفیته دارو درمل نشته او له بلې خوا ډېری واردېدونکي خوراکي مواد هم بې کیفیته وي، چارواکي وايي د شکرې ناروغانو شمېر په ډېرېدو دی.
د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان عمار بي بي سي ته وویل چې د خلکو ناسمه ژوند بڼه یې یو لامل دی.
ښاغلی عمار وايي د وزارت چاپیریالي روغتیا برخه د غیر معیاري څښاکونو او دارو درملو مخنیوی کوي او له ځینو هېوادونو یې د مرستې غوښتنه کړې.
ملګري ملتونه وايي اېنسولین چې د شکرې له ناروغانو سره مرسته کوي، سل کاله مخکې کشف شوي خو اوس هم د شکرې میلیونونه ناروغان ورته لاسرسی نه لري.
د شکرې ناروغي دوه ډوله ده. اول ډول یې لږ خپور دی او د مخنینوي وړ دی. دویم ډول شکر تر ډېره چاغو او لږ خوځندو کسانو کې وي، خو نور عوامل هم لري. او دا په دې مانا ده چې امکان لري ډېر کسان یې ولري.
خو ښه خبره دا ده چې دویم ډول شکر تر اتیا سلنې د مخنیوي وړ دی. هغه کسان چې دویم ډول شکر لري خو لا پکې تشخیص شوی نه دی، سخته تنده، ستړیا او بیا بیا د تشو میتیازو اړتیا حس کوي، خو ښايي له دغو نښو یوه هم ونه لري او بیا هم پرې اخته وي.
د ډاکترانو سپارښتنه ده چې د هر کیلو وزن په کمولو، په شکر د اخته کېدو نږدې ۱۶ سلنه امکان له ځان لرې کوئ.
دوامداره ورزش یا فزیکي کار کول او که نور هېڅ نه وي په پښو ګرځېدل د شکرې ناروغۍ کابو ساتلو کې ډېره مرسته کوي.
ورزش د وینې شکره ټیټوي او له بدن سره د انسولین ښه کارولو کې مرسته کوي.
حتمي نه ده چې ټول دې کلب ته ولاړ شي، بلکې هره ورځ پلي ګرځېدل، د کور کار او باغداري کول، له ماشومانو سره لوبې او نورې بوختیاوې چې د انسان بدن په کې اخیستې انرژي مصرف کړي، د شکرې ناروغۍ د خطرناکه کېدو مخه نیولی شي، خو مخکې له دې خبره تر خبرې تېره وي.