امریکا کې د جمهوريپالو خپلمنځي ټاکنې؛ ټرمپ په ایوا ایالت کې لومړنۍ ټاکنې ګټلې دي

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوريپالو د خپلمنځۍ ټاکنو سیالي په یوه ایالت کې په پرېکنده بریا پیل کړه. هغه په ۲۰۱۶ کال کې د ایوا په ایالت کې ملاتړ له لاسه ورکړی و او ماته یې وخوړه، خو تېره شپه یې په دغه ایالت کې لویه بریا خپله کړه.

له میاشتو راهیسې نظر پوښتنو ښاغلی ټرمپ مخکښ ښودلی و، خو وروستۍ بریا یې حیرانونکې وه.

هغه د ایوا په نژدې ټولو ۹۹ ښارونو کې بریالی شوی دی. بلې کاندیدې نیکي هیلي توانېدلې یوازې په یوه ښار کې په یوې زیاتې رایې سره ښاغلي ټرمپ ته ماته ورکړي.

په همدې حال کې، د فلوریډا والي ران ډیسانټیس توانېدلی، د امریکا د جمهوري غوښتونکو لومړنیو ټاکنو کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیرې نیکي هیلي ته ماته ورکړي او دویم ځای وګټي.

ایوا د ایالتونو په کچه لومړۍ سیالي ده چې جمهوري غوښتونکي رایه ورکوونکي په کې د سپینې ماڼۍ لپاره د خپلې خوښې نوماندان غوره کوي.

ډونالډ ټرمپ په ډېره ارامه لهجه له امریکایانو وغوښتل، د جوبایډن تر ماتولو وروسته په یوه لاریون کې ګډون وکړي او د پایلو له اعلان وروسته د نړۍ ستونزې حل کړي.

ټولپوښتنې او د جمهوري غوښتونکو رای ورکوونکو سره د لومړنیو مرکو له مخې اټکل کېږي، چې "امریکا ته بېرته لوی ځواک ورکړئ" غورځنګ په دې ایالت کې ژورې او پیاوړې منګولې لګولې دي.

په ایوا ایالت کې نژدې نیمایي رایې ورکوونکو له سي بي اېس رسنۍ سره په خبرو کې ځانونه د ډونالډ ټرمپ د غورځنګ یوه برخه بللې ده.

په همدې وخت کې د ټاکنو ورځې ټولپوښتنې ښیي چې جمهوري غوښتونکي رایې ورکوونکي، د ښاغلي ټرمپ قانوني ستونزې مهمې نه ګڼي، او د کډوالي موضوع د دوی په رایو کې یوه پرېکنده مسله ده.